1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

پاکستان يو کال له پوليو پاک وو

۱۴۰۰ بهمن ۷, پنجشنبه

د چارواکو په حواله په پاکستان کې په تېر يوه کال کې د پوليو هیڅ مثبته پېښه نه ده ثبت شوې. د واکسين په اړه د ټولنیزو باورونو او امنيتي ستونزو له وجې په دغه هېواد کې لا هم د پوليو ناروغي په بشپړه توګه له منځه نه ده تللې.

https://p.dw.com/p/46Anp
Pakistan Impfung Impfhelfer Polio Impfung
انځور: picture alliance/AA

صدره حسين د سهار په سپينه رڼا کې هغه کولر یا د واکسین گرځنده یخچال په لاس چې د پوليو ضد واکسين پکې دي، د خيبر پښتونخوا په مردان سيمه کې کور په کور ګرځي. د هغې او د ملګرې د ساتنې له پاره يو پوليس ورسره مل دی. په دغه هېواد کې همدا څو ورځې تر مخه د پوليو ضد واکسين کمپاين پېل شوی دی.

د چارواکو په حواله په پاکستان کې د پوليو يا ګوزڼ وروستۍ پېښه د ۲۰۲۱م کال د جنورۍ پر ۲۷ نيټه ثبت شوې وه او سبا جمعه به د پاکستان په تاريخ کې لومړی ځل وي چې په يوه کال پکې د پوليو هيڅ نوې پېښه نه ده ثبت شوې.

په رسمي توګه يو هېواد هغه وخت له پوليو څخه پاک اعلانیږي چې پرله پسې درې کاله پکې د پوليو نوې پېښه ثبت نه شي خو د پاکستان په څېر هېواد له پاره چې د واکسيناسيون ډلې یې تل د ياغيانو او وسله والو له خوا په نخښه کيږي، ۱۲ مياشتې هم اوږده موده ده.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته د پاکستاني طالبانو ډلې هم خپل فعاليتونه ډېر کړي دي او جنګيالي یې په منظم ډول د پوليو ټيمونه په نخښه کوي. صدره حسين د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «ژوند او مرګ د خدای په لاس کې دی. موږ بايد خپل کار ته دوام ورکړو.»

BG I Frauen und Mädchen in Afghanistan
په افغانستان کې هم روانه ميلادي مياشت کې د پولیو ضد واکسين کمپاين پر لاره اچول شوی ووانځور: Javed Tanveer/AFP/Getty Images

په ۲۰۲۰م کال کې نايجيريا له پوليو پاک هېواد اعلان شو چې په دې ترتيب اوس پاکستان او افغانستان د نړۍ هغه يوازيني دوه هېوادونو دي چې د پوليو پېښې پکې لا رامنځته کيږي.

په افغانستان کې هم په روانه ميلادي مياشت کې د پوليو ضد واکسين يو څلور ورځنی کمپاين پر لاره واچول شو. د یونیسف له خوا ويل شوي ول چې د تېر ميلادي کال په وروستي کمپاين کې ۵،۸ ميليونه هغه ماشومان چې لا پنځه کلن شوي نه ول، د پولیو پر ضد واکسين شوي. د تیر میلادي کال د نومبر مياشتې په دغه کمپاين کې هغه ۲،۶ ميليونه ماشومان چې په کلونو د پوليو له واکسيناسيون څخه محروم ول، په لومړي ځل د پولیو پر ضد واکسين شول.

د يونيسف په حواله په ۲۰۲۱م کال کې په افغانستان کې هم د پوليو مثبتو پېښو شمير ډېر لږ وو او په دې ترتيب په افغانستان کې د دغه مرض د ريښې د ايستلو يوه بې ساري موقع رامنځته شوې ده.

په افغانستان کې د پوليو واکسيناسيون کمپاين پېل شوی

د پاکستاني رسنيو د رپوټونو په حواله له ۲۰۱۲م کال راهيسې په وسله والو بريدونو کې د پوليو تر ۷۰ ډېر کارکوونکي وژل شوي دي. دا زياتره پېښې په خيبر پښتونخوا ايالت کې رامنځته شوي دي. خو د پاکستان تحريک طالبان ډلې يوه وياند د فرانسې خبري آژانس ته ويلي چې دوی «هيڅکله د پوليو پر کارکوونکو بريد نه دی کړی» او دا چې يوازې امنيتي ځواکونه د دوی هدف دي.

د مردان د پوليسو مرستيال مشر حبيب الله عارف مني چې د پوليو ټيمونه «يو ډېر آسانه هدف دی» خو وايي چې د دې ناروغۍ پر ضد مبارزه له امنيتي ګواښونو سره تړلې ده. هغه وويل: «يوازې يوه طرحه شتون لري او هغه دا چې موږ به پوليو ته ماتې ورکړو او موږ به ترهګرۍ هم له منځه وړو.»

په پاکستان کې پولیو ضد واکسین کمپاينونه له ۱۹۹۴م کال راهيسې پر لاره اچول کيږي. د هېواد په ځينو سيمو کې د پوليو ضد واکسين ټيمونه اکثراً د خلکو له خوا د شک سره هم مخ کيږي.

خو په مردان کې د پولیو د ټیم يوه بله غړې زیب النساء چې په روانه اونۍ کې یې هم زيات شمير ماشومانو ته واکسين ورسول، وايي: «ويره راسره شته خو موږ بايد ولس ته د خدمت له پاره فعال واسو.» هغه وايي: «موږ بايد دا ناروغي له منځه يوسو.»

ب. ص/ خ.ح (AFP)

زموږ له آرشيف څخه: