1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کډوالو نړیواله ورځ: د کډوالو کړاونه ډېر شوي

۱۴۰۲ خرداد ۳۰, سه‌شنبه

انسانان په زیاتیدونکي توګه کډوالي غوره کوي خو کافي پیسې نه لري. د کډوالو پر نړیواله ورځ د ( جون ۲۰) مرستندویه سازمانونه پر کډوالو د سختیو او فشارونو خبرداری ورکوي او د لا زیاتو مرستو غوښتنه کوي.

https://p.dw.com/p/4SpvQ
Italien | Rettungsaktion von Flüchtlingen vor der italienischen Küste
انځور: Emilio Morenatti/AP/dpa/picture alliance

 د ژغورنې نړیوالې کمیېټې يا «ای ار سي» د مرستندويه ټولنې د مالوماتو له مخې، شاوخوا ۱۱۰ میلیونه خلک چې ډېری یې د تاوتریخوالي او جګړو له امله بې ځایه شوې دي له ډېر فشار  سره مخ دي او کړاونه ګالي.

اړوند مطلب: يونان: د ډوبي شوي کښتۍ د قربانيانو شمېر زیات شوی دی

د ژغورنې نړیوالې کمیټې د سه شنبې په ورځ په برلېن کې د کډوالو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي دي، چې د جبري بې ځایه شویو کډوالو څلور پر پنځمه برخه یې په شلو هېوادونو کې ژوند کوي او د دې انتظار کیږي، چې په راتلونکو کلونو کې به تر ټولو بد بشري بحران تجربه کړي.

د بې ځایه شویو په منځ کې، ښځې او ماشومان او یا د ال جي بي تي کیو ټولنې غړي اکثرا د دې کړکیچ زیان زغمي. دوی په ځانګړې توګه د جنسیت پر بنسټ له تاوتریخوالی، روغتیایی پاملرنې ته د محدود لاس رسي او زده کړو ته د نه لاس رسي له ستونزو سره مخامخ  دي.

اړوند مطلب: اروپايي هيوادونو د کډوالۍ مقرراتو د سختولو پرېکړه وکړه

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د اټکل له مخې،  د روان کال په مې میاشت کې شاوخوا ۱۱۰ میلیونه ماشومان، ښځې او نارینه د ځورونې، تاوتریخوالي او جګړو له امله بې ځایه شوي دي.

د ژغورنې د نړیوالې کمیټې مشر ډیویډ میلیبنډ وویل، چې دغه شمېره د «یوه نړیوال سیسټم د ماتې یو غمجن ثبوت دی.»

هغه زیاته کړه، په داسې حال کې چې ۹۰ سلنه کډوال په ټیټ او متوسط ​​عاید لرونکو هیوادونو کې ژوند کوي، خو شتمن هیوادونه په زیاتیدونکې توګه د پناه غوښتنې منل شوي حقونه محدودوي.

اړوند مطلپ: "نړۍ کې د لوږې کړکیچ، کډوالي به ډېره شي"

میلیبنډ وویل: «د اندیښنې وړ خبره دا ده، چې ۳۰ میلیونه داخلي بې ځایه شوي خلک چې د اقليمي ناورينونو له امله د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي، په دې انديښمنونکي شمیر کې نه دي شامل شوي.  د دې بې ځایه کیدو پنځمه برخه په لږ پرمختللو هیوادونو او کوچنيو ټاپويي هیوادونو کې پیښ شوي دي، کوم چې د اقلیم بحران په رامنځته کولو کې خورا لږه ونډه لري، خو د هغې له خوا ډیر سخت اغیزمن شوي.

dw- fz.bs