1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
بشري حقونهامریکا متحده ایالات

"نړۍ کې د لوږې کړکیچ، کډوالي به ډېره شي"

۱۴۰۲ فروردین ۱۲, شنبه

د خوړو نړېوال پروګرام مشر ویلي چې د نړۍ میلیونونو وږو خلکو سره مرستې لپاره میلیاردونه ډالرو ته اړتیا ده.

https://p.dw.com/p/4PaET
سویلي سوډان | د خوړو بحران
سویلي سوډان | د خوړو بحرانانځور: Cai Yang/Xinhua/IMAGO

د ملګرو ملتونو د خوړو نړېوال پروګرام مشر ډیویډ بیسلي خبرداری ورکړی، چې که چېرې د نړۍ میلیونونه وږو خلکو سره د میلیاردونو ډالرو مرسته ونه شي، نو د ډله ییزو کډوالیو شاهدان به یو.

ښايي د ډله ییزې کډوالۍ دا لویه څپه په راتلونکو ۱۲ یا ۱۸ میاشتو کې رامنځته شي.

اړوند مطالب:نړېوال بانک: په نړۍ کې به سخته بې وزلي دوام وکړي

ښاغلي بیسلي له آلمان او امریکا څخه مننه کړې چې لوږې سره د مبارزې برخه کې یې ډېره مرسته کړې او په همدې توګه پر چین او فارس خلیج نورو هېوادونو هم د مرستو غږ شوی.

اندېښنه داده چې د خوړو نړېوال پروګرام سږ کال مرستو لپاره ۲۳ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري چې ښايي د دومره پیسو په راټولولو ونه توانیږي.

آټکل دا دی چې د نړۍ په ۴۹ هېوادونو کې ۳۵۰ زره خلک د خوړو شدیدې مرستې ته اړ دي.

AP