1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي هيوادونو د کډوالۍ مقرراتو د سختولو پرېکړه وکړه

۱۴۰۲ خرداد ۱۹, جمعه

د اروپايي اتحاديې غړو هيوادونو د پناه ورکولو په سياست کې د اصلاحاتو راوستلو تصميم نيولی. په دې سره به د کډوالو شمېر هم محدود کړای شي.

https://p.dw.com/p/4SMXk
په آلمان کې د کډوالو يوه ډله
په آلمان کې د کډوالو يوه ډلهانځور: Patrick Pleul/dpa/picture alliance

د اروپايي اتحاديې د ۲۷ غړو هيوادونو د کورنيو چارو وزيرانو په لوکزامبورګ کې تر دولس ساعته خبرو اترو وروسته د پناه د ورکړي نوي مقررات تصويب کړل. دغه خبره سويډن وکړه چې د اروپايي اتحاديې د شورا مشري پر غاړه لري.

د آلمان د کورنيو چارو وزيرې نېنسي فيزر له يوې »تاريخي نتيجې« څخه خبرې کولې. فيزر د آلمان په زيډ دي اف تلويزيون کې وويل چې »موږ د لا بدتر حالت د پلي کېدو مخه ونيوله.« د هغې په خبره آلمان په برياليتوب سره د دې هڅه کړې چې »د بشري حقونو معيارونه مراعات شي.« د هغې د څرګندونو له مخې فقط پولنډ او هنګري په پايله کې د اصلاحاتو پرضد رايه ورکړه او مالتا، سلواکيا او بلغاريا مستنکفې رايې وکارولې.په آلمان کي د بې سرپرسته مهاجر ځوانانو شمېر زيات سوی

د آلمان د بهرنيو چارو وزيرې انالېنا بېربوک هم له توافق څخه هرکلی وکړ او ويې ويل: »دغه پرېکړه د کلونو راهيسې اړينه وه، څو د دې مخه ونيول شي چې د موريا په څېر حالت د اروپايي اتحاديې په بهرنيو پولو کې تکرار نه شي او اروپا ونه پاشل شي.« نوي مقررات د هغې په خبره »داسې لرليد رامنځ ته کوي چې د اروپايي اتحاديې په بهرنيو پولو کې سخت کړاوونه پای ته ورسيږي.«

بریتانیا ولې افغان کډوال له لندنه بلې سیمې ته انتقالوي؟

د تصويب شوو مقرراتو له مخې بايد هغه کسان چې په اروپا کې د پناه لږ چانس لري، مثلاً له مراکش يا تونس څخه، د اروپايي اتحاديې په بهرنيو پولو کې د ارزونې يو بهير طی کړي، او د رد په صورت کې بېرته اخراج کړل شي.په نړۍ کې د کورني بي ځایه شوو کسانو شمیر تر ۷۱ میلیون کسانو واوښت

دغه تدابير په آلمان کې په تېره د زرغون ګوند او د سوسيال ديموکرات ګوند په غړو کې له انتقادونو سره مخامخ شول. خو د آلمان حکومت د دغو پرېکړو ملاتړ کوي. فيزر وويل چې دغسې بهيرونه به يوازې په لږو کسانو پورې صدق او په هغوی باندې تطبيقيږي. خو د آلمان حکومت د دې هڅه هم وکړه چې هغه فاميلونه چې تر ۱۸ کلونو کم عمره ماشومان له ځان سره لري، په بهرنيو پولو کې د ارزونې له بهیرونو څخه مستثنا وي.تر ۳ زرو ډېر افغان کډوال له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي

خو د فيزر دغه وړانديز د نورو له خوا ونه منل شو، د هغې په خبره يوازې لوکزامبورګ او پرتګال يې ملاتړ کاوه. البته يادې وزيرې زياته کړه چې کم عمره کسان چې يوازې اروپا ته راځي، له دې وروسته به هم د بهرنيو پولو له بهير څخه معاف او مستثنا وي.

د اروپايي اتحاديې پر غړو هيوادونو باندې د قبول شوو پناه غوښتونکو د وېش خبره هم ناندريزه وه. بېربوک وويل چې »د دغه توافق له مخې به په لومړي ځل ټول کډوال راجستر او په دوامداره توګه د پيوستون او وېش د مېکانيزم په واسطه يو الزامي حل موجود وي.« نوموړې زياته کړه چې »په دې سره به پر بهرنيو پولو فشار راکم او د سوريې، عراق او افغانستان کډوال په نورو غړو هيوادونو هم ووېشل شي، چې تر اوسه يوازې لږو غړو هيوادونو دغه کار ته چمتوالی ښودلی و.«

فيزر بيا ټينګار وکړ چې دغه څه اوس په اروپايي اتحاديه کې حاکم قانوني مقررات دي. له دې کبله نوموړې په دې نظر ده چې پولنډ او هنګري هم بايد نوي مقررات ومني او عملي هم کړي.

رويټرز/ن.ص./ن.ز.