1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

د کرونا پر وخت د «زړه» په سندروم باندي د اخته کیدو زیاتوالی

۱۳۹۹ تیر ۲۶, پنجشنبه

امریکايي ډاکټران خبرداری ورکوي چي د زړه د عضلاتو د کمزوره کيدو په ناروغي باندي د اخته کیدو خطر د کرونا د نوي ویروس تر خپریدو مخکي وخت په نسبت ډیر سوی دی.

https://p.dw.com/p/3fPbZ
Herzanfall Herzinfarkt
انځور: Colourbox

د «پيپل» په نامه بریتانیاوی ورځپاڼي د رپوټ له مخي، دغه ډول تکلیف چي ډاکټران یې ستریس کاردیومیوپاتي بولي، د زړه سکتې ته ورته دی چي په ځیګر یا سینه کي درد پیدا کوي او نفس تنګي له ځانه سره لري. خو د زړه مریضي یې علت نه دی.

د امریکا متحده ایالاتو د اوهایو دکلیولند کلینیک متخصصینو اعلان کړی چي د روان میلادي کال (۲۰۲۰) د مارچ او اپریل په میاشتو کي د هغو ناروغانو په ۸ فیصده کي چي د سینې د درد، نفس تنګي او یا هم د نورو قلبي علایمو له کبله عاجلو سرویسونو ته مراجعه کړې، ستریس کاردیومیوپاتي ناروغي تشخیص سوې ده. دغه رقم د سارس کووید ۲ ناروغي تر خپریدو مخکیني وخت په مقایسه ۴ تر ۵ برابره ډیری دی.

دغه ډول یو تکلیف چي نسبتاً نوی تشخیص سوی دی او ډاکټرانو تر اوسه پوري کاملأ هغه نه دی پیژندلی، تر ځینو جنجالونو لکه طلاق، د یو چا ترمړیني، ټکر او یا عملیاتونو وروسته رامنځته کیږي.څېړنه: د کرونا نوې بڼه څو ځله چټکه لېږدول کيږي

د امریکا د بالتیمور د جان هېپکینز پوهنتون د طبي برخي د زړه او شریانونو ډاکټر، دیوید کاس وايي: «ستریس کاردیومیوپاتي هغه وخت رامنځته کیږي چي د زړه عضلې د کاتیکول آمینو چي د ستریس هورمون هم ورته ویل کیږي، د ترشح د ډیریدو سره مخامخ سي.»

کاتیکول امینونه چي پکښي اپي نفرین، نوراپي نفرین او دوپامین شامل دي، د جنګي هورمونونو جُز دی او د پښتورګو تر څنګ یا آدرنال له غوټي څخه آزادیږي. د هغوی د ترشح زیاتوالی په مؤقتي ډول د زړه د عضلې د ضَعف سبب کیږي او د زړه د پمپ توانایي راکموي.

د ډاکټر کاس په خبره، ښه خبر دادی چي په دغه سندرم باندي اخته کسان معمولاً پس له یوې میاشتي جوړیږي او هغه هم پرته له دې چي اوږدمهاله قلبي زیانونه وویني.

زموږ له آرشیف څخه: