1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآلمان

پلټنه: د کرونا ویروس پر زړه باندي هم حمله کولای سي

۱۳۹۹ تیر ۲۱, شنبه

د هامبورگ د اِپندورف کلینیک له خوا یوه ترسره سوې پلټنه ښیی چي د کرونا ویروس کولای سي پر زړه باندي هم حمله وکړي. په دغه پلټنه کي د زړه هغه ناروغان تر آزمویني لاندي نیول سوي چي د کرونا له امله یې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

https://p.dw.com/p/3f9JN
Deutschland | Coronavirus - Institut für Virologie in Bayern
آرشيفانځور: picture-alliance/dpa/S. Hoppe

د یوې نوي پلټني له مخي چي د هامبورگ د اِپندورف د کلینیک (UKE) له خوا ترسره سوې ، د کرونا ویروس کولای سي زړه هم تر حملې لاندي راولي. د نوموړي پلټني مدیر دیرک ویسترمن د جمعې په ورځ  (د ۲۰۲۰ کال د جولای ۱۱مه) په دغه بندري ښار کي وویل چي د سارس کووید ۲ ویروس کولای سي د زړه حُجرې ککړي او په هغه کي وده وکړي.

سربیره پر دې دغه ویروس ددې توان لري چي د زړه د  ککړ سوو حُجرو د ژینونو فعالیت ته بدلون ورکړي. د دغي پلټني ترسره کوونکو ویلي چي تر اوسه لا  په قاطعیت سره روښانه سوې نه ده چي دا کار به د زړه په ناروغي باندي اخته کسانو کي د کووید ۱۹ د ناروغي پر بهیر اغیز ولري او که څنگه.

ددغي پلټني پر اساس ، د زړه د حُجرو د ژینونو په فعالیت کي د تغییراتو راوستل کیدای سي د اغیزمنو کسانو د روغتیا په برخه کي اوږدمهاله عواقب له ځانه سره ولري. د پلټونکو د نتایجو په اساس په راتلونکي کي پر هغو ناروغانو باندي چی له کووید ۱۹ څخه ژوندي پاته سوي ، یو لړ آزمویني ضروري ښکاري.

د هامبورگ د اِپندورف د کلینیک له خوا پلټنو کي په سارس کووید ۲ باندي اخته ۳۹ تنه هغه ناروغان تر آزمویني لاندي نیول سوي چي خپل ژوند یې له لاسه ورکړی. ددغو ناروغانو عُمر په اوسط ډول شاوخوا ۸۵ کاله وو.

د هامبورگ د اِپندورف کلینیک ویلي چي کارپوهان په دې توانیدلي تر څو د دغو ،  دوه پر دریمه برخه مړه سوو کسانو  د زړه په انساجو کي د کرونا ویروس تشخیص کړي. د دغو معلوماتو له مخي ، هغوی په شپږو مواردو کي د دغه ویروس داسي مقدار تشخیص کړې چي کولای سي کلینیکي اغیزي ولري. د دغو پلټنو نتایج به د  «JAMA Cardiology» په نامه علمي مجلې کي خپاره سي.

د کرونا پر موضوع يو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (04.05.2020):