1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کانکور ازموینه په پنځو دورو کې اخیستل کیږي

۱۴۰۲ تیر ۲۱, چهارشنبه

په افغانستان کې د طالبانو تر ادارې لاندې د ازموینې ملي ادارې د سږني کانکور ازموینې نېټه اعلان کړې ده او ویلې یې دي چې سږ کال به کانکور په پنځو دورو کې واخیستل شي. نور کوم بدلونونه راغلي دي؟

https://p.dw.com/p/4TlI6
افغان زده کړیالان
افغان زده کړیالانانځور: DW/A. Behrad

د طالبانو تر کنترول لاندې د ازموینې ملي ادارې ویلي دي چې د کانکور سږنۍ ازموینه به په پنځو دورو کې واخیستل. ویل شوي دي چې راتلونکی کال به د طب، اجتماعي او ساینسي علومو په برخو کې ازموینه اخیستل کیږي.

په اعلامیه کې ویل شوي دي چې په یوولسو ولایتونو «بامیان، بغلان، پکتیا، تخار، جوزجان، خوست، فاریاب، لوګر، دایکندي، سرپل او غور» کې د چنګاښ/سرطان میاشتې پر ۲۷ او ۲۸مه نېټه بایومتریک معلومات ثبتیږي او ازموینه به د چنګاښ میاشتې پر ۲۹ او ۳۰ نېټه واخیستل شي.

کابل؛ طالبانو د ښځو پر مخ د پوهنتونونو دروازې تړلي دي.
انځور: Ali Khara/REUTERS

د افغانستان په نورو ولایتونو کې به د کانکور ازموینه په دوهم، دریم او څلورم دور کې واخیستل شي او د کانکور متفرقه ازموینه په پنځم دور کې اخیستل کیږي.

د کانکور د ملي ادارې د نشراتو امر فضل الحق هاشمي، دویچه ویله ته وویل چې راتلونکی کال به د کانکور ازموینه تخصصي وي او په درو برخو کې به اخیستل کیږي: «سږکال د کانکور فورمې بشپړې شوي دي. خو راتلونکی کال به د کانکور ازموینه د طبي علومو، ساینسي علومو او اجتماعي علومو په برخه کې اخیستل کیږي او غوښتونکي کولی شي یوې برخې ته چمتووالی ونیسي او امتحان ورکړي.»

طالبان له هغو نجونو چې ۱۲ ټولګی یې نه دی لوستی آزموینه اخلي

معمولا له دولسم ټولګي فارغ شوي کسان د کانکور په عمومي ازموینه کې ګډون کوي. خو د کانکور ملي ادارې پریکړه کړې ده چې راتلونکي کال کې کانکور تخصصي کړي.

د کانکور ازموینې یو ګډونوال علي سینا رضایي د دغې پروسې د تخصصي کیدو هرکلی کوي: «ما سږ کال ټولو مضامینو ته چمتووالی ونیو او هیله من یم چې په دې دوره کې کامیاب شم.»

د دایکندي ولایت په مرکز کې د نیلې لیسې د دولسم ټولګي زده کوونکی لطف الله حسیني وایي که چیرې د کانکور ازموینه په بیلو بیلو څانګو ویشل کیږي نو له نهم ټولګي څخه باید شاګردان سره جلا کړی شي او په هماغه رشته کې درس ووایي.

افغان زده کړیالانې
افغان زده کړیالانېانځور: Wahil Kohsar/Getty Images

د زده کړو د چارو شنونکی عزیز محبي وایي چې د کانکور تقسیم بندي باید له نهم ټولګي څخه پیل شي: «که چیرې له نهم ټولګي رشته بندي وشي، نو امکان لري چې د کانکور ازموینه په تخصصي شکل ترسره او رشته بندي شي. خو که چیرې سږ کال او یا هم راتلونکي کال کې په تخصصي ډول ترسره کیږي، نو ګټه نه لري.»

د کانکور ځنډول د افغانستان پر تحصیلي نظام څه اغېز لري؟

د محبي په خبره په دې ډول د ازموینې اخیستل د دې سبب کیږي چې په یوه برخه کې متقاضیان زیات وي او په بله برخه کې بیا کم وي: «شاګردان حیران پاتې کیږي چې په کومه څانګه کې چمتو والی ونیسي او کومه رشته انتخاب کړي، دا یوه لویه ستونزه ده.»

آیا نجونو ته په کانکور کې د ګډون اجازه ورکول کیږي؟

په تیر کال کې په زرونو نجونې د دولسم ټولګي دوره تیره کړې ده. ځینې یې د ازموینې له اخیستو پرته له ښوونځیو فارغې شوې. د هغوی زیاتره یې وایي چې د کانکور په ازموینه کې د ګډون په هیله د کانګور له پاره چمتووالی نیولی دی.

له دغو نجونو یوه هم د بامیان ولایت اوسیدونکې پریسا سنایي ده، چې تیر کال له دولسم ټولګي فارغه شوې ده. یو کال کیږي چې هغې د کانکور په ازموینه کې د ګډون له پاره چمتووالی نیولی دی.

د افغانستان هرات کې د زده کړیالانو لاریون
د افغانستان هرات کې د زده کړیالانو لاریونانځور: MOHSEN KARIMI/AFP

میرمن سنایي په ژړغونې غږ وویل: «پر دې سربیره چې طالبانو د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې وتړلې، خو زه ناهیلې نه شوم، د شپې او ورځې مې زیار وایست او چمتووالی مې ونیو او هیله منه یم چې د کانکور په ازموینه کې او یوه موفقه ډاکټره شم.»

نجونې هم د هلکانو په څیر هیله لري چې د کانکور په ازموینه کې ګډون وکړي او له طالبانو غواړي چې د نجونې پرمخ د پوهنتونو دروازې بیا پرانیزي، څو وکولای شي خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي.

په افغانستان کې د نجونو د زده کړو له پاره انلاین کمپاین

تیر کال هغه نجونې چې له دولسم ټولګي فارغه شوې وې، له هلکانو جلا د کانکور په ازموینه کې ګډون وکړ. خو تر اوسه د کانکور ملي ادارې په سږني کانکور کې د نجونو د حضور په هکله له رسنیو سره خبرې نه دي کړي. خو د طالبانو د معارف وزارت یوې سرچینې دویچه ویله ته وویل چې نجونو ته اجازه نه ورکول کیږي چې کانکور کې ګډون وکړي.

طالبانو پر افغانستان د دوهم ځل تسلط وروسته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو دروازې وتړلې او په پوهنتونو کې یې د نجونو پر حضور بندیز ولګاوه. دا کار له سختو نړیوالو غبرګونونو سره مخ شو.

زده کوونکې: له زده کړو د پاتې کېدو تشه نه جبرانیدونکې ده