1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کانکور ځنډول د افغانستان پر تحصیلي نظام څه اغېز لري؟

۱۴۰۱ مرداد ۱۰, دوشنبه

د طالبانو سرپرست حکومت اعلان کړی، چې د لوړو زده کړو وزارت تر چتر لاندې د کانکور ازموېنه پر خپل وخت نه شي اخستی؛ خو د دغې ازموینې اخستو له پاره یې کره نېټه نه ده ښودلې. په دې اړه د پوهنتون استادان او زده کوونکي څه وايي؟

https://p.dw.com/p/4Ey91
Afghanistan Symbolbild Bildung Frauen
انځور: Majid Saeedi/Getty Images

د لوړو زده کړو وزارت له پاره د طالبانو ویاند احمد تقي وايي، دا پرېکړه یې وروسته له دې کړې چې له پوهنتونونو د یوه سمستر زده کړیالان نه دي فارغ او تر هغې چې دوی فارغېږي، تر هغې به کانکور ځنډېدلی وي.

نوموړي هغه ویډیويي کلیپ کې چې رسنیو ته یې استولی ویلي، کرونايي بندیزونو له امله د پوهنتونونو په تدریسي بهیر کې ځنډ رامنځته شوی و او دغه ځنډ د دې لامل شو، چې دوی د کانکور د ځنډولو پرېکړه وکړه.

نوموړی وايي: «تاسې ته مالومه ده، چې د کرونا ویروس او وروستیو تحولاتو له امله د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زده کړو تحصیلي بهیر ځنډېدلی، هغه محصلین چې وروستی کال او وروستی سمستر یې دی او تر اوسه نه دي فارغ، کله چې هغوی فارغ شي نویو محصلینو ته به د جذب ځای پیدا شي. د کانکور ازموینه به تر پخوا ډېره شفافه وي او په هېچا به هېڅ ډول ممانعت نه وي.»

احمد تقي په دې ویډیويي کلیپ کې ویلي چې د کانکور ازموینه به له سنبلې میاشتې وروسته واخلي، خو کره نېټه یې نه ده ښودلې.

پوښتنه داده چې تر نامالومې نټې د کانکور ځنډول د افغانستان په تحصیلي نظام څه اغېز لرلی شي؟

د پوهنتون استادان وايي، د طالبانو وروستۍ پرېکړه د لوړو زده کړو پر نظام او زده کړه یز بهیر ناوړه اغېز لرلی شي.

د ننګرهار پوهنتون استاد دوکتور محمد داود وفا چې اوس المان ته کډه شوی دویچه ویله ته وویل، د کانکور ځنډېدل د روزنې بهیر ځنډنی کوي او دا چاره یو کال یو نسل له روزنې وروسته پاتې کوي.

Afghanistan Frau stillt Baby bei Examen
انځور: picture-alliance/AP Photo/K. Ahmadi

هغه وویل، که څه هم طالبانو ظاهرآ ټولې ادارې فعاله ساتلي؛ خو د کانکور ځنډول ښايي د نجونو ښوونځیو تړلو مسئلې پورې هم اړه ولري.

نوموړي وویل: «په داسې حال کې چې په نورو برخو کې د طالبانو حکومت لګیا دی کار کوي، لازمه ده چې کانکور واخستل شي. فکر کوم د کانکور مسئله د نجونو ښوونځیو بندېدو او همدا رنګه د پوهنتونونو د زده کړو ځنډېدو پورې تړاو ولري. خدای دې وکړي ښوونځي هم پرانستل شي او د کانکور مسئله کې له سره غور وکړي.»

د چارو شنونکی دوکتور هاتف مختار هم دویچه ویله ته وویل، طالبانو د کرونا ویروس پلمه نیولی او په دې بهانه یې کانکور ځنډولی دی.

نوموړي وویل، دا پرېکړه د افغانستان د ملي ګټو خلاف ده او طالبانو د کانکور ځنډولو له پاره کمزوری دلیل وړاندې کړی دی.

نوموړي وویل: «یوه ورځ د کانکور امتحان شاته پاتې کېدل، یو ملت په سیاسي او نړیوال لحاظ شاته غورځېږي. فکر نه کوم دا د ملي منافعو په ګټه وي. دلیل یې ضعیف او باطل دی.»

هاتف مختار وویل، طالبان د نجونو ښوونځیو پرانستلو او اوس کانکور ته یوازې پلمې لټوي او د دوی دا چاره د دوی د نظام او ملت تر منځ واټن زیاتوي.

په افغانستان کې د کانکور ازموينې له لارې د ښوونځیو له دولسمو ټولګیو بریالي زده کوونکي پوهنتون ته ځي.

تېرو کلونو کې دغه ازمویېنه په وږي یا سنبلې میاشت کې اخستل کېدله.

«غواړم د افغانستان د آبادۍ له پاره زیار وباسم»

د ننګرهار ولایت یو ځوان ذکرالله رحماني چې تازه له ښوونځي فارغ شوی او اوس کانکور ازموینې ته تیاری نیسي دویچه ویله ته وویل، که چېري د طالبانو حکومت کانکور ځنډوي نو دوی زړه ماتي کېږي او ویل شوي درسونه یې هم له یاده وځي.

نوموړي وویل: «دا اوس موږ درسونه وایو. چې کانکور شاته کېږي، زموږ زړه ماتېږي. موږ په دې غریبۍ کې درس وایو، دا چې دوی امتحان نه اخلي، دا غټ مشکل دی. اوس چې درس ونه وایو زړه مو ترې تورېږي. یو کال مو بې ځایه ځي.»

د کونړ ولایت یو ځوان منصور چې ده هم کانکور ته تیاری نیولی دویچه ته وویل، د طالبانو وروستۍ پرېکړه د دوی پر ژوند او زده کړو منفي اغېز کوي. وايي، په ډېرې بې وزلۍ کې یې ښوونځی او د کانکور د تیارۍ کورسونه ویلي؛ خو که کانکور ازموینه وځنډېږي، نو دوی ته تاوان کوي.

نوموړي وايي: «موږ غریب ولس یو. دوه کاله مو د کانکور له پاره اماده ګي وویله، فیسونه مو ورکړل او د اتاقونو کرایه مو ورکوله، مصارف مو ډېر وشو؛ د دې هر څه باوجود مو وخت ضایع شو. لوړو زده کړو وزارت چې کانکور ځنډولی دا زموږ پر ژوند منفي اغېز کولی شي.»

طالبان د کانکور ازمویېنې ځنډولو پرېکړه داسې حال کې کوي چې دغې ډلې د خپل واک په نیږدې یوه کال کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي چې تر اوسه یې د پرانستې له پاره کومه کره نېټه نه ده ښودل شوې.

امید دیدار