1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د نجونو د زده کړو له پاره انلاین کمپاین

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۲ تیر ۱۲, دوشنبه

د افغان نجونو د زده کړو په تړاو د دغه کمپاین ګډونوال وايي چې د نجونو پر زده کړو څه کم دوه کلن بندیز نور ولس نه شي زغملی. خو آیا د طالبانو حکومت تراوسه په دې اړه خلکو ته قناعت ورکړی؟

https://p.dw.com/p/4TLxa
طالبانو له شاوخوا دوو کلونو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي
طالبانو له شاوخوا دوو کلونو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي ديانځور: AFP

د افغان نجونو د زده کړو په انلاین بڼه ملي کمپاین تېر ماښام د ټویټر د یوه سپس بحث په ترڅ کې پیل شوی دی. په دغه بحث کې د ویناوالو سربیره ۱۷۰۰ کسانو ګډون درلود.

کله چې طالبان د ۲۰۲۱م کال په اګست کې واک ته ورسېدل نو په لومړي ګام کې یې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځی وتړل. یوشمېر په دې اند ول چې ښايي د نجونو د زده کړو په اړه طالبان خپله پریکړه واخلي، خو څو میاشتې وړاندې یې په پوهنتونونو کې هم د نجونو لوړې زده کړې وځنډولې.

په کورسونو او انلاین بڼه هم د نجونو پر زده کړو د بندیز اندېښنه

د نجونو د زده کړو په اړه د ملي کمپاین یوه تنظیمونکي خوشال روهي دویچه ویله ته وویل: «د ولس د پرله پسې غوښتنو سره سره، د ولسي اعتراضونو، د نړېوالو ټولنې او اسلامي نړۍ د غوښتنو باوجود نه یواځې دا چې ښوونځي خلاص نه شول، بلکې ومو لېدل چې د پوهنتونونو دروازې هم بند شوې او نن سبا حتی د کورسونو او انلاین پروګرامونو د تړل کېدو خبرونه هم اورو.»

آیا طالبان به پر ښوونیزو مرکزونو محدودیتونه لا ډیر کړي؟

د دغه کمپاین د ګډونوالو په اعلامیه کې په دې اړه راغلي: « څرنګه چې د علم زده کړه هم ديني فريضه ده، هم يو بنسټيز بشري حق دی، هم د ولس غوښتنه ده او هم د يوه هيواد د خپلواکۍ، ثبات، ځان بسياينې او سوکالۍ مهم شرط دی، نو د نجونو د زده کړو پر وړاندې بنديزونه نور د منلو او زغملو نه دي، په همدې دليل ګڼ شمېر افغان پوهانو، ديني عالمانو، ملي او ټولنيزو شخصيتونو پرېکړه کړې چې د خپلو لوڼو د روا او بنسټيز حق له پاره به يو پراخ ملي او ولسي کمپاين پيلوي.»

خوشال روهي وايي، چارواکو د نجونو پر زده کړو د بندیز په تړاو په تېرو دوو کلونو کې نه ولس ته د قناعت وړ ځواب ویلی او نه هم د هغوی په ټکو د یوې طرحې په جوړولو وتوانېدل: «بله خبره دا کوي چې د نجونو زده کړو ته مناسب شرایط چمتو کوو، نو له یوې خوا دوی خپله واکمني د امنیت یوه طلايي دوره ګڼي، خو له بلې خوا عذر وړاندې کوي چې دوی د خپلو لوڼو او خویندو امنیت نه شي ساتلی نو دا خپله د یو دولت بې مسؤولیتي ښيي.»

روهي زیاتوي سره له دې چې د نجونو د زده کړو په تړاو پخوا هم اعتراضونه شوي، خو د نوي پيل شوي کمپاین بنسټیزه موخه داده چې دا هڅې همغږ کړي او لا به یې پسې وغځوي: «دا کمپاین یواځې په انلاین بڼه نه پاتې کیږي، بلکې کنفرانسونه به جوړیږي، قومي جرګې جوړیږي، پلاوي به وګومارل شي او دوی به د سرپرست حکومت سره مخامخ خبرې وکړي او هغوی ته به قناعت ورکړي چې د نجونو ښوونځیو تړل نه یواځې د خلکو او هيواد په ګټه نه ده، بلکې دا د اسلامي امت په خیر نه دی، ځکه نړۍ ته د اسلام په اړه یو ناسم تصویر وړاندې کوي.»

اړوند مطالب:افغان ديني عالمانو د نجونو پر زدکړو بنديز باندې نيوکه کړې

افغان نجونې وايي، زده کړې یې حق دی او دا حق یې تردې ډېر باید تر وا نه خيستل شي. یوې افغان پېغلې د کمپاین ګډونوالو ته په پيغام کې وویل: «زه د نن لور د سبا مور او د خپل هيواد د راتلونکو نسلونو روزونکې یم، زده کړه زما حق دی زما د ښوونځي دروازه پرانیزئ.»

افغان مېرمنې د دغه کمپاین له پيلېدو هرکلی کوي او ټينګار یې دادی چې خلک او نړېواله ټولنه باید په دې اړه پر طالبانو فشارونه ډېر کړي.

د راپرځول شوي پخواني افغان حکومت د پوهنې وزارت د نشراتو مشرې لیلا ساماني دویچه ویله ته وویل: «دا د افغان ملت غږ دی، موږ هیله من یو چې ننني واکمنان د افغانستان د خلکو دغه غږ واوري، زموږ غږ نرم دی، خو قاطع دی، د ښځو او نجونو پروړاندې دغه تبعیض د منلو نه دی.»

د کمپاین دې ګډونوالې خبرداری ورکړ چې کمپاین به د ښوونځیو د دروازو تر پرانېستلو دوام وکړي.

زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

هڅه مو وکړه چې د افغان نجونو د زده کړو په اړه پيل شوي دغه کمپاین د طالبانو حکومت غبرګون ترلاسه کړو، خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه زموږ پيغام ځواب نه کړ.