1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چین د بهرنیو چارو وزیر له دندې ګوښه شوی

۱۴۰۲ مرداد ۴, چهارشنبه

چین د دې هیواد د بهرنیو چارو وزیر له دندې ګوښه کړ. د بهرنیو چار وزیر چین ګانګ چې له څو اونیو راهيسي لادرکه وو اوس ېې په رسمي ډول د لرې کیدو اعلان وشو.

https://p.dw.com/p/4UP5r
آرشیف: د چین د بهرنیو چارو وزیر انخور
آرشیف: د چین د بهرنیو چارو وزیر انخورانځور: Thomas Trutschel/photothek/picture alliance

د چین دولتي رسنیو خبر ورکړی دی چې د دې هیواد د بهرنیو چارو وزیر چین ګانګ له خپلې دندې ګوښه شوی، خو دا خبر داسي مهال را برسیره کیږې چې دا لوړ رتبه سیاستوال له څو اونیو راهیسې په عام محضر کې نه وو را څرګند شوې.

د "سي سي ټي وي" دولتي ټلویزیوني چینل د راپور پر بنسټ د خلق ګوند د کانګرس دایمي کمیټې د بهرنیو چارو وزیر د ګوښه کولو په هدف رایه کارولې.

په ریپوټ کې راغلي دي چې د کمونيست ګوند د بهرنيو چارو پخوانی وزير وانګي به یوځل بيا د دغه وزارت مسؤلیت پر غاړه واخلي. چينايي رسنيو په مشخص ډول د چین ګانګ د ګوښه کېدو لامل نه دی څرګند کړی.

ویل کیږې د چین هیواد دغه ۵۷ کلن سیاستوال د ۲۰۲۲م کال په ډسمبر میاشت کې د بهرنیو وزارت دنده پر غاړه واخیسته. تر دې مخکې هغه په ​​امريکا کې د چين سفير او د چين د بهرنيو چارو وزارت مرستيال هم وو.

زموږ د يوټيوب کانال هم درسره تعقيب کړئ

د چین ګانګ د نه شتون په اړه ګمانونه

وروستی ځل چې چين ګانګ په یوه رسمي غونډه کې راڅرګند شوې وو، له هغه وخت تر اوسه نیږدې یوه میاشت تیریږې، هغه د جون میاشتې پر ۲۵ مه نیټه په بېجينګ کې د روسيې د بهرنيو چارو له مرستيال وزير اندري رودينکو سره کتلې وه.

خو وروسته ېې نورې لیدنې لکه د اروپایی اتحادیې د بهرنۍ تګلارې له مشر جوزپ بوریل او یا د "آسه‌آن" اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ګډون لغوه شو. هغه وخت د چین د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې چین ګانګ د روغتیايي ستونزو له امله په یادو غونډو کې ګډون نه شي کولاې.

خو اوس د چین د ليرې شوې سیاستوال چین ګانګ د ليرې کیدو او ورکیدو په تړاو بحثونه ګرم شوې په خاص ډول په مجازي نړۍ کې ځکه ویل کیږې چې یاد سیاستوال د یوې ټلویزیوني شبکې د ښځینه چلوونکي سره اړیکه لري.

رپوټ: چین له پیکینګ څخه د بلینکن د لیدنې مخه نیولې

په چین کې د چارواکو ورکیدل پخوانی دود

په چین کې د لوړ پوړو چارواکو، مشهورو خلګو او صنعتکارانو ورکېدل یوه نسبتآ عامه موضوع ده، ځکه ډېر وختونه له مودو وروسته په ډاګه کېږي چې یاد کسان تر عدلي څېړنو لاندې او یا هم په یوشمیر نورو جنجالونو کې ګیر دي.

زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

په وروستیو کلونو کې له یادو پیژندل شویو کسانو له ډلې یو ېې منګ هونګوی د انټرپول پخوانی مشر وو چې په ۲۰۱۸م کال کې چین ته تر سفر وروسته ورک شو خو دوه کاله وروسته په چین کې یوې محکمې هغه د بډو اخیستو په تور په اوږد بند محکوم کړ.

بل لور بیا په ۲۰۲۱م کال کې د پخواني چینايي ټینس لوبغاړي پینګ شوای موضوع هم د نړۍ د عامه افکارو پام ځانته را واړوی.

لاوروف: په اوکراین کې د سولې له پاره ډیر خنډونه وینم

د نړۍ د د ټینس یادې اتلي د تیر کال په نومبر کې د چین په ټولنیزو شبکو کې یوه مقاله خپره کړه چې لیدونکو د کمونيست ګوند د لوړ پوړي چارواکو له خوا د جنسي تیري تورونه پرې تفسیرول، خو وروسته یاد پوست حذف او د یو څه مودې له پاره د شواې درک نه وو خو وروسته ېې بیا په ډسمبر میاشت کې د یوې سنګاپوري رسنۍ سره په یوه ویډیويي مرکه کې په ډاګه کړه چې ما هیڅکله نه و ویلي چې د آزار او جنسي تیری سره مخ شوې یم.