1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

لاوروف: په اوکراین کې د سولې له پاره ډیر خنډونه وینم

۱۴۰۲ خرداد ۶, شنبه

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګئی لاوروف د اوکراین له پاره د چین له ځانګړي استازي لي هوی، سره په لیدنه کې په اوکراین کې د جګړې پای ته رسیدو په هکله شک او ناهیلي څرګنده کړې ده.

https://p.dw.com/p/4RtRV
Russland | Außenminister Sergei Lawrow und der chinesische Sondergesandte für eurasische Angelegenheiten Li Hui treffen sich in Moskau
انځور: RUSSIAN FOREIGN MINISTRY/REUTERS

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت رپوټ ورکړی دی چې لاوروف د جمعې (د می میاشتې ۲۶ نیټه) په ورځ په مسکو کې په دغو خبرو اترو کې د سولې مذاکراتو د بیا پیلیدو په لاره کې د «ډیرو خنډونو» خبره کړې ده.

چین او روسیه خپلې سوداګریزې اړیکې پراخوي

د دغه رپوټ پر بنسټ لاوروف د دغو ستونزو پړه پر اوکراین او د دغه هیواد پر لویدیځ متحدینو ور اچولې ده. نوموړي ټینګار کړی دی چې مسکو هڅه کوي چې «شخړې ته یوه دیپلوماتیکه حل لاره» پيدا کړي.

په رپوټ کې زیاته شوې ده چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د اوکراین په کړکیچ کې د چین د «متوازن دریځ» او «د حل له پاره یې د یوه مثبت رول لوبولو» په خاطر تیاري ښودلو له کبله مننه کړې ده.

د دغه رپوټ پر بنسټ دواړو خواو پر خپلې امادګۍ ټینګار کړی دی چې «د بهرني سیاست په برخه کې به د چین او روسیې همکاري لا زیاته پياوړې کوي»، څو په سیمه او ټوله نړۍ کې سوله او ثبات وساتلی شي.

لي هوی، مخکې تر دې په مسکو کې د چین سفیر و. اوس د پيکنګ له خوا هغه ته دنده سپارل شوې ده چې د اوکراین د شخړې له پاره یوه سیاسي حل لاره ولټوي.

نوموړی د یوه اروپایي سفر د پروګرام په چوکاټ کې په تیرو ورځو کې د نورو ترڅنګ کیف او برلین ته تللی و.

مسکو د باخموت د نیولو ادعا کړې، کیف يې نه مني

لي په کیف کې د اوکراین د بهرنیو چارو له وزیر دیمیترو کولیبا، سره ولیدل. کولیبا په دې لیدنه کې د اوکراین د ځمکنۍ بشپړتیا پر اهمیت ټینګار کړی و.

له برلین څخه د لي هوی، د لیدنې پر مهال د المان حکومت له هغه څخه غوښتي وو چې پر مسکو فشار وارد کړي، څو روسي سرتیري له اوکراین څخه ووځي.

چین او روسیې د ۲۰۲۲م کال د فیبرورۍ په ۲۴ نیټه پر اوکراین د روسیې د برید د پيل راهیسي خپلې دیپلوماتیکې او اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي دي.

بریتانیا اوکراین ته اضافي توغندي او جنګي ډرون ورکوي

پیکنګ پر اوکراین د روسیې برید نه دی غندلی او د چین ولسمشر شي جین پینګ، د مارچ په میاشت کې له مسکو څخه د لیدنې پر مهال د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د یوه «نوي عصر» خبره کړې وه.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص