1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چین او اوکراین ولسمشرانو تلیفوني خبرې کړي دي

۱۴۰۲ اردیبهشت ۷, پنجشنبه

د چين او اوکراین ولسشمرانو تلیفوني خبري کړي چې لويديځ ېې هرکلی کړی دی. دا تر جګړې وروسته له اولودیمیر زيلنسکي سره د شي جن پينګ ترمنځ لومړنۍ ټيلفوني خبرې دي.

https://p.dw.com/p/4Qcv3
د چين د ولسمشر، شي جین پینګ (ښي لور) او د اوکراین د ولسمشر ولودیمیر زيلنسکي ترکيبي انځور
د چين د ولسمشر، شي جین پینګ (ښي لور) او د اوکراین د ولسمشر ولودیمیر زيلنسکي ترکيبي انځورانځور: Ukrainian Presidentia/IMAGO/MONCLOA PALACE/REUTERS

د چين ولسمشر شي جن پينګ، د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۳م کال د اپریل ۲۶مه) له خپل اوکرایني سیال، ولاديمير زیلنسکي، سره پر ټيلفون خبرې کړي دي او ويلي دي یې چې چېن تل د سولې پلویتوب کړی دی. دا پر اوکراین د روسيې تر پوځي یرغل وروسته د دواړو رهبرانو ترمنځ لومړنۍ نيلفوني خبرې دي.

د چين دولتي تلویزيون سي سي ټي وي، د ولسمشر شي له قوله وويل چې «چېن د اوکراين په بحران کې تل په طرف دی کړی او اصلي دریځ یې د سولې د مذکراتو پرمختګ دی.»

د چين ولسمشر ويلي چې له زيلنسکي سره ېې خبرې د دې ښکارندوي کوي چې په نړیوالو چارو کې ېې د هیواد موقف «ناپېلې» او له «ګټو» ورهاخوا دی. شي وويل چې بيجنګ اوکراين ته خپل يو ځانګړی استازی استوي، چې اوکراین بحران پورې له اړوندو ټولو اړخونو سره خبرې وکړي.

ورته نور ولولئ: اوکراين لس چنده زياته نظامي مرسته غواړي

چين د اوکراین په شخړه کې ځان د یو مصلح منځګړي په توګه رامخ ته کوي. دغه هیواد د روان کال په فبروري میاشت کې په اوکراین کې د جګړې د پای له پاره، یو ۱۲ ټکیز سند هم خپور کړ. دا په داسې حال کې ده چې بيجنګ له مسکو سره هم خپله «نامحدوده» ملګرتیا حفظ کړې ده.

زيلنسکي، له خپل چينايي سیال سره دغه ټيلفوني خبرې، اوږدې او ګټورې بللي دي. هغه پر ټويټر ليکلي: «زه په دې باور یم چې له دغې ټيلفوني اړېکې سره، به په چین کې د اوکراین سفير وګمارل شي، چې زموږ ترمنځ به د دوه اړخيزو اړيکو د پرمختګ له پاره یو ځواکمن حرکت رامنځ ته کړي.» اوکراین د ۲۰۲۱م کال د فبرورۍ راهیسې په چين کې سفیر نه لري. زیلنسکي ويلي چې پاول ریابکين به په چین کې د نوي سفير په توګه وګماري.

ورته نور ولولئ:تايوان ته نيږدې د چين د پوځي تمريناتو سره سم د امریکا د جنګي بېړۍ ګزمه

سپينې ماڼۍ د شي او زيلنسکي تر منځ د ټيلفوني خبرو هرکلی کړی، خو ويلي دي چې دا لا له وخت څخه د مخه ده چې ووايي دغه خبرې دې د امن او ثبات پر ېو تړون منتج شي.

فرانسې ويلي دي چې د «بحران د حل له پاره له ټولو هغو خبرو اترو چې د نړیوالو قوانینو مطابق او د کیف اساسي ګټي په کې خوندي وي، ملاتړ کوي.» د آلمان حکومت بیا د چين او اوکراین د ولسمشرانو ترمنځ خبرې «یوه ښه اراده» بللې ده. د حکومت یو ویاند وويل چې چين د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یو خپلواک غړي په توګه، د «اوکراین پر ضد د روسيې د یرغل او ناقانونه جګړې په پای ته رسولو کې ځانګړی مسئولیت لري.»

ورته نور ولولئ: ایران، چین، روسیه او اوکراین؛ د جې۷ غونډې د بحث اصلي موضوعګانې دي

اروپايي ټولنې هم د شي او زيلنسکي تر منځ خبرو باندې خوښې ښکاره کړې ده. د دغې اتحادېې یو لوړ پوړي چارواکي وويل: «دا ښه خبره ده چې بلاخره ولسمشر زيلنسکي او ولسمشر شي جن پينګ تر منځ خبرې شوي او د ارتباطاتو لارې پرانیستل شوي دي.»

دا په داسې حال کې ده چې د ناروې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې مسکو له روسيې څخه د دغه هیواد لږ تر لږه لسو ديپلوماتانو ته وتلو امر کړی دی. اوسلو دا یو «غچ اخیستونکی» عمل بللی او ويلي دي چې مسکو دغه کار د ناروې حکومت له خوا د روانې مېاشتې په پیل کې د جاسوسۍ په تور د ۱۵ روسي سفارت کارانو د اخراج په غبرګون کې کړی دی.

دويچه ویله ا/م.ک.ص./س.ر.

دلته زموږ له آرشیف څخه د اوکراین جګړې په هکله يو انځوریز معلوماتي البوم هم کتلی شئ: