1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران، چین، روسیه او اوکراین؛ د جې۷ غونډې اصلي موضوعګانې

۱۴۰۲ فروردین ۲۸, دوشنبه

په جاپان کې د نړۍ د اوو صنعتي هیوادونو (جي ۷) د بهرنيو چارو وزيران سره راټول شوي وو. ایران، چین، روسیه او اوکراین د غونډې مهم موضوعات. یادو وزیرانو د دغو موضوعاتو په تړاو د موجوده ترینګلتياو پر کمولو ټینګار کړی دی.

https://p.dw.com/p/4QCfn
په جاپان کې د نړۍ د اوو صنعتي هیوادونو (جي ۷) د بهرنيو چارو وزيران سره راټول شوي وو.
په جاپان کې د نړۍ د اوو صنعتي هیوادونو (جي ۷) د بهرنيو چارو وزيران سره راټول شوي وو.انځور: Andrew Harnik/ASSOCIATED PRESS/picture alliance

د نړۍ اوه صنعتي هیوادونه؛ امریکا، بریتانيا، آلمان، فرانسه، ايټالیا، جاپان او کاناډا نن دوشنبه د اپریل ۱۷مه د جاپان په مرکز ساحلي ښار، کاروئیتساوا، کې په خپله غونډه کې د هند او پیسفیک سېمې اړوند پر تر ټولو مهمو موضوعاتو بحثونه وکړل. د روسېې او اوکراین جګړه او د ټايوان په هکله د چين وروستي تحرکات هم د هغو موضوع ګانو له جملې څخه دي چې په دغه ناسته کې پرې بحث وشو.

د جاپان د بهرنیو چارو وزير، د یکشنبې په ماښام د دغې غونډې د پرانیستنې پر مهال وويل: «موږ هر ډول یو اړخيزې هڅې چې غواړي اوسني نظم ته په تاوتریخوالي سره بدلون ورکړي، ردوو... د جي۷ دغه قاطعانه تصمیم به نړیوالو ته د قانون د حاکمیت پر بنست ولاړ د نړیوال نظم ساتنه وښيي.»

ورته نور ولولئ:بېربوک جاپان ته ورسېده؛ پر کومو موضوعاتو خبرې کيږي؟

 د جاپان د بهرنیو چارو وزیر ټينګار وکړ چې پر نړیوالو ستونزو غلبه او چین سره د یوې «باثباته او جوړونکې» رابطې بیاررغوول، ډير مهم دي.

د هغه په خبره، د جي۷ ډلې د بهرنيو چارو وزيران د ټایوان په تنګي کې پر سولې او ثبات ټينګار کوي او هغه د «نړېوالې ټولنې د امنیت او رفاه له پاره د یو داسې عامل په توګه پېژنې چې سترګې پرې پټېدای نه شي.» چين تایوان د خپلې خاورې یوه برخه ګڼي او وايي چې دغه جزیره به حتی په تاوتریخوالي سره هم بېرته چين ته راوګرځوي.

د آلمان ZDF تلویزیون د آلمان د بهرنيو چارو له وزېرې، انالینا بېربوک څخه پوښتنه وکړه که چېرته د چین او تایوان تر منځ وضعیت لاپسې ترينګلی شي نو آلمان به له تایوان څخه ملاتړ وکړي؟ بېربوک ېې په ځواب کې وويل: «اصلي موضوع دا ده چې موږ ترينګلتياوې راکمې کړو، په همدې دليل د  "څنګه، که او په هغه صورت کې "په څير هر ډول انګيرنې غلطې دي. خو باید دا مسئله روښانه کړو چې موږ به هيڅ کله یوه پوځي نښته ونه منو.»

ورته نور ولولئ:تايوان ته نيږدې د چين د پوځي تمريناتو سره سم د امریکا د جنګي بېړۍ ګزمه

د انالينا بېربوک په خبره د جي۷ په غونډه کې همدارنګه د امریکا متحده ایالاتو او چین د روابطو په هکله هم خبرې شوي دي.

د اوکراین جګړه 

د آلمان د بهرنیو چارو وزيره انالینا بېربوک له خپل امریکايي سیال، آنتوني بلینکن سره - جي۷ غونډه
د آلمان د بهرنیو چارو وزيره انالینا بېربوک له خپل امریکايي سیال، آنتوني بلینکن سره - جي۷ غونډهانځور: Andrew Harnik/ASSOCIATED PRESS/picture alliance

د نړۍ د اوو سترو صنعتي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د روسېې ولسمشر ولاديمیر پوتین ته په خپل وړانديز کې د جګړې پر فوري پای او له قید و شرط پرته د خپلو ټولو سرتېرو پر ایستلو ټينګار کړی دی. دغو هیوادونو همدارنګه د مسکو پر اټومي ګواښونو هم کلکې نېوکې کړي دي.

چین

د جاپان په غونډه کې د چین پر وروستيو ګواښکونکو تحرکاتو هم ډير تمرکز شوی دی. د جاپان په یو امنيتي سند کې د چین سمندر په شرق او جنوب کې د دغه ستر قدرت د پوځي اقداماتو یادونه شوې او هغه ېې «په ټولو وختونو کې د تر ټولو سترې ستراتيژیکې ستونزې» په توګه یاد کړی دی. 

ورته نور ولولئ:چين په دويمه ورځ هم د تايوان شاوخوا نظامي تمريناتو ته ادامه ورکړې

خو دا ېوازې جاپان نه دی چې اندېښنه کوي چې چین به د تایوان پر وړاندې احتمالا پر داسې یو اقدام لاس پورې کړي لکه څرنګه چې روسېې د اوکراین پر وړاندې وکړ. جاپان هڅه کوي چې د چين ديکتاتوورۍ پر وړاندې کوم چې په تاوتريخوالو سره د نړېوال امنیت د پاشلو په لټه کې دی، یوه مصممه جبهه جوړه کړي.

افغانستان

د جي۷ ډلې د بهرنیو چارو وزیران به د هند او پسفیک سېمې په غونډه کې د افغانستان په هکله هم خبرې وکړي. په افغانستان کې د ۲۰۲۱م کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهيسې د ښځو حقونو د دغې اسلامپاله ډلې لخوا په پراخه کچه نقض شوي، چې په غونډه کې به پرې بحث وشي. د دې ترڅنګ به د افغانستان خلکو ته د مرستې رسولو پر موضوع هم خبرې اترې وشي.

ورته نور ولولئ:طالبانو د نجونو تحصيل د ممنوعيت دفاع وکړه؛ جي۷ سخت غبرګون ښوولی

ایران

د ايران په هکله به په غونډه کې ایران سره د اټومي پروګرام په اړه ځنډول شوې خبرې او د ایران حکومت له خوا اعتراض کونکو سره د تاوتریخوالي ډک چلن پر موضوع ګانو بحثونه وشي.

دویچه ویله ف/م.ک.ص./س.ر