1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

د پروسس شويو غوښو خوړل په شکر د اخته کيدو خطر ډېروي

۱۴۰۳ شهریور ۸, پنجشنبه

د يوې څېړنې په حواله په ورځ کې د پروسس شوې غوښې دوې ټوټې هم بسنه کوي چې په ديابتیز يا په عامه اصطلاح د شکرې په ناروغۍ د اخته کيدو خطر تر ۱۵ سلنه لوړ شي.

https://p.dw.com/p/4k2Cc
يو ډول ساسيج چې په پولنډي باربي کیو ساسيج مشهور دي
يوې نوې څېړنې موندلې ده چې د پروسس شوې غوښې په ډېره مقدار کې کارول د شکرې د ناروغۍ خطر په ځانګړي توګه ډېروي.انځور: Artur Widak/NurPhoto/picture alliance

دا څرګنده خبره ده چې خواړه هغه څه دي چې د ديابت يا شکرې د ناروغۍ په دويم ډول د اخته کيدو پر خطر اغیزې لري، خو يوې نوې څېړنې موندلې ده چې د پروسس شوې غوښې په ډېره مقدار کې کارول د شکرې د ناروغۍ خطر په ځانګړي توګه ډېروي.

د « Lancet Diabetes and Endocrinology» په نامه ژورنال کې د خپرې شوې يوې څېړنې په حواله په یوه ورځ کې د پروسس شوې غوښي د دوو نريو ټوټو خوړل د شکري ناروغۍ خطر ۱۵ سلنه ډيروي.

په شلو هېوادونو کې پر کابو ۲ میليونو کسانو ترسره شوې څېړنه کې د غير پروسس شوې سرې غوښې، پروسس شوې غوښې او چرګانو او نورو مرغانو د غوښې د خوړلو او شکرې د ناروغۍ ترمنځ تړلی خطر پلټل شوی دی.

څېړنې د انسان عمر، جنس او وزن په نظر کې نيولو سره وموندله چې په ورځ کې د ۵۰ ګرامه پروسس شوې غوښې خوړل کافي ول چې د ديابت يا شکرې د دويم ډول خطر تر ۱۵ سلنه لوړ کړي. 

د کيمبرج پوهنتون د څيړونکو په حواله چې دا څېړنې ترسره کړې، د سلو ګرامو په اندازه د سرې شوې غوښې [سټېک] استفاده کول دا خطر لس سلنه لوړوي خو په دې ترڅ کې د چرګانو د غوښو کارول او له ناروغيو سره یې تړاو څرګند نه دی. 

څه مو په شکر اخته کوي؟

د شکرې دويم ډول داسې يو حالت چې په ترڅ کې یې په وينه کې د شکر [ګلوکوز] کچه ډېره لوړه وي. د دې علت دا دی چې بدن د انسولين په نوم هارمون په مقابل کې چې په عمومي توګه په وينه کې د شکرې کچه راټيټوي، مقاومت پيدا کوي.

د شکر دويم ډول زياتره وخت د بدن د وزن د زياتوالي او يا لږ فعاليت له کبله رامنځته کيږي، خو دا په جنيتک پورې هم تړاو لرلی شي.

انرژي لرونکي نوشابې څومره خطرناکې دي؟

د ټولې نړۍ روغتيايي چارواکي د شکرې په دويم ډول د اخته کيدو د چانس راکمولو په موخه د سالمو خوړو، ورزش، له سګريتو د ځان ساتلو، د وينې د فشار نورمال ساتلو او په وينه کې د غوړو د کچې د راټيټولو توصيه کوي.

د بريتانيا د کميبرج پوهنتون څخه د دې څېړنې يو معتبر ليکونکی نېک وارېهم، وايي د دوی څېړنې ښيي چې د غوښې کارول د ديابت پر خطر ځانګړې اغیزه لري چې په چاغښت او يا د بدن په ډله ایز شاخص [Body-Mass-Index] پورې تړاو نه لري.

هغه وايي چې د پروسس شويو غوښو استعمال کمول کولی شي د ديابت په دويم ډول د اخته کیدو خطر هم راکم کړي.

وارېهام وايي: «که هر څوک يو څه لږ غوښه وخوري، نو خطر هم ورسره کميږي او ظاهره ده دا زموږ د ځمکې کرې ته ګټه رسوي.»

په ارقامو کې نيمګړتياوې

د ديابت د نړيوال فدراسيونن (آی ډي اف) د معلوماتو په حواله په ټوله نړۍ کې په ۵۳۷ ميليونه کسانو کې ديابت تشخيص شوی دی. کابو ۹۰ سلنه د ديابت په دويم ډول باندې اخته دي.

د ديابت د نړيوال فدراسيون او نورو روغتيا څارونکو ادارو اټکلونه ښيي چې په ټوله نړۍ کې د شکرې دويم ډول د پراخیدو په حال کې دی. زياته شوې چې د ۲۵ کاله پخوا په پرتله اوس درې برابره ډېر کسان ديابت لري.

د نفوس له لحاظه په ډېره چټکۍ سره مخ پر وده سيمو لکه په افريقا کې د شکرې د دويم ډول د رامنځته کيدو په اړه اټکل کيږي. خو د هغه معلوماتو کيفيت چې له موږ سره د دې پرمختګ په درک کولو کې مرسته وکړي، ډېرې نيمګړتياوې لري.

د دې تازه خپرې شوې څېړنې يو ليکونکی او ميتابولیزم د ناروغيو څېړونکی د امريکا متحده ایالاتو د هارورډ پوهنتون څخه والتر ويليټ، وايي: «موږ لا دمخه د دې رابطې په اړه پياوړي شواهد درلودل خو دې څيړنې پکې د اضافي مطالعاتو او جغرافيايي پوښښ سره نور معلومات هم ور اضافه کړل.«

نوموړی وايي: «دا د هغو هېوادونو له پاره چې د وګړو عايد پکې ډېر دی او ډېره غوښه پکې کارول کيږي، ډېره مهمه خبره ده، خو د هغو هېوادونو له پاره هم چې وګړي یې لږ عاید لري ځکه هغوی هم مخ پر زياتيدونکي توګه د سرې غوښې استعمال ډېر کړی دی.»

په پاکستان کې ولې د شکرې ناروغي مخ پر زیاتیدو ده؟

پروسس شوې او سره غوښه په عمومي توګه د اشباع شوې وازدې ډېر مقدار لري. په داسې حال کې چې څرګنده ده چې د دې غوړو کارول روغتيا ته ډېر زيان رسوي، ساينس پوهان پر دې هم پوهيدلي چې ولې داسې ده. 

يوې جلا څېړنې د سيراميدز په نوم ماليکيولونو يو نوی نقش پيژندلی دی چې په کلمو کې فعال وي او د شکرې په دويم ډول د اخته کيدو خطر په لوړولو کې ونډه لرلې شي.

هغه خواړه چې اشباع شوي غوړ پکې ډېر وي، د يوې ميتابوليک زهرجنې بڼې چې سي ۱۶ بلل کيږي، د رامنځته کيدو له پاره اړين مواد جوړوي.

مخکې داسې انګيرل کيدل چې یوازې ينه دا زهرجن سي ۱۶ ماليکيولونه جوړوي خو تازه څېړنو ښوولې ده چې کولمې هم دا ماليکيول جوړوي. 

ساينس پوهان اوس پر دې څېړنې کوي چې څرنګه سي ۱۶ او ميتابوليکي پروسې د شکرې د دويم ډول باعث کيږي. په دې اړه ډېره پوهه به په دې کې مرسته وکړي چې ولې هغه خواړه چې ډېره پروسس شوې غوښه لري، د شکرې په دويم ډول د اخته کيدو خطر لوړوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب