1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

دریو لسیزو کې به د شکرې ناروغانو شمیر له دوه میلیاردو لوړ شي

۱۴۰۲ تیر ۳, شنبه

یوې وروستۍ څیړنې موندلې چې د اټکل له مخې به په نړۍ کې د شکرې ناروغانو شمیر په راتلونکو دریو لسیزو کې درې چنده شي. د دې ناروغۍ د خپریدو کچه به په شمالي افریقا او منځني ختیځ کې تر ټولو لوړه وي.

https://p.dw.com/p/4T19S
Symbolbild | Diabetes bei Kindern
انځور: CHASSENET/BSIP/picture alliance

په راتلونکي کې دا وېره شته چې د شکرې ناروغي په نړیواله کچه په دومره چټکۍ سره خپره شي چې د یوې تازه څېړنې له مخې که په دې اړه سمدستي او کوټلي ګامونه پورته نه شي، نو د نړۍ په هر هېواد کې به د شکرې د ناروغانو شمېر لا ډېر شي او په راتلونکو دریو لسیزو کې به ډیر لوړ شي. دا څیړنه د بیل او میلندا ګیټس فاونډیشن په مرسته بشپړه شوې او پایلې یې په طبي مجله «دی لانسیټ» کې خپرې شوې دي.

د شکرې ناروغانو په شمیر کې د حیرانتیا وړ زیاتوالي ویره

د دغې څېړنې له مخې، تر ۲۰۵۰ کال پورې به په ټوله نړۍ کې د شکرې د ناروغانو شمېر نږدې دوه برابره ۱،۳ میلیارده ته ورسېږي. اوس مهال په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۵۲۹ میلیونه وګړي د شکرې په ناروغۍ اخته دي، چې ۹۵ سلنه یې د دوهم ډول ډایبېټس ناروغان دي. سربېره پر دې، ډایبېټس یو له لسو مخکښو لاملونو څخه دی چې د فزیکي معلولیت او د انسان د مړینې لامل کیږي.

په پاکستان کې د شکرې مرض ولې په زياتېدو دی؟

په ټوله نړۍ کې د شکر ناروغۍ خپریدل یو شان ندي. ځینې ​​هیوادونه او سیمې به په راتلونکي کې ډیر اغیزمن شي. په پام کې ده چې په شمالي افریقا او منځني ختیځ کې د دې ناروغۍ د خپریدو کچه ۱۶،۸ سلنه وي، په داسې حال کې چې په لاتینې امریکا او کارابین کې به یې کچه ۱۱،۳

په دې توګه، تر  ۲۰۵۰ پورې به په ټوله نړۍ کې د شکر ناروغۍ د ناروغانو شمیر د زیاتوالي کچه ۹،۸ سلنې ته ورسیږي. د دې ناروغۍ د خپريدو اوسنۍ کلنۍ کچه ۶،۱ سلنه ده.

زمونږ له فیسبوک شبکې پاڼې سره یوځای شئ:

زمونږ له یوټيوب شبکې سره یوځای شئ:

د دغې څېړنې لیکوال لین اونګ وايي: «د شکرې ناروغۍ چټک زیاتوالی نه یوازې د اندېښنې وړ دی، بلکې د هر روغتیايي سیستم له پاره یوه لویه ننګونه ده، چې د زړه او مغزي سکتې په څېر ناروغۍ به هم ورسره زیاتې شي.

د چاقۍ د زیاتوالي له امله د شکرې ناروغانو شمیر مخ په ډیریدو دی. په ورته وخت کې د نفوس بدلون او د ژوند اټکل هم په دې کې ستر رول لوبوي. د دې ناروغۍ تناسب په زړو او منځني عمر لرونکو خلکو کې لوړ دی.

د ماشومانو په خوړو کې د خوږو په هکله خبرداری

دا هم د یادولو وړ ده چې په دې څیړنه کې د ۲۰۴ هیوادونو څخه د راټولو شويو معلوماتو پراساس د کرونا ویروس د نړیوالې ناروغۍ اغیزې شاملې نه دي، ځکه چې په اړه يې جلا او د اعتبار وړ، کره معلومات شتون نه لري.