1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيااروپا

د درې په څلورمه برخه مړينو علت غير ساري ناروغۍ دي

۱۴۰۱ شهریور ۳۱, پنجشنبه

د روغتیا د نړیوال سازمان د رپوټ له مخي غیر ساري ناروغۍ لکه د زړه، سرطان او شکرې ناورغي، په نړۍ کی د ټولو مرگونو درې پر څلورمه برخه جوړوي. په تیره بیا په بې وزلو هېوادونو لکه افغانستان کی یې د مړیني کچه ډیره لوړه ده.

https://p.dw.com/p/4HDIl
Deutschland |  Intensivtherapie-Station in Leipzig
آرشیف:د جرمني په لایپیزیک کي عاجل سرویس انځور: Waltraud Grubitzsch/dpa-Zentralbild/picture alliance

لکه څنگه چي د روغتیا نړیوال سازمان د چارشنبه په ورځ (د سپتمبر پر ۲۱ مه  ۲۰۲۲م کال ) په خپل رپوټ کي څرگنده کړه، ددغو ناروغیو په وړاندي تدابیر کیدای سي له دغه ډول ناروغیو سره د میلیونو مخامخ کسانو له وخت څخه مخکي مړیني مخه ونيسي. د رپوټ په حواله د ساري ناروغیو له امله د نړۍ په کچه هرکال ۴۱ میلیونه انسانان له منځه ځي چي ۱۷ میلیونه یې تر اویا کلونو کم عمر لري. په دې ډول د مړیني د اصلي عامل په توگه دغه ډول ناروغۍ تر ساري یا میکروبي ناروغیو مخکي سوي دي.

بوره د کولمو گټوري باکتریاوي له منځه وړي

د روغیتا د نړیوال سازمان د غیرساري ناروغیو د څانګي مشري، بینیته میکلسون په ژنیو کي وویل چي په هرو دوو ثانیو کي یو کس چی عمر یې تر ۷۰ کلونو کښته دی، د غیر ساري ناروغیو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. خو د ناروغیو په وړاندي د مبارزې له پاره په ملي او بین المللی کچه د ځانگړو سوو پیسو ډیره کمه برخه ددغو ناروغیو په برخه کي په مصرف رسیږي. میکلسون انتقاد کوي چي « دا واقعاً یوه تراژیدي ده.»

Symbolbild | Rauchen
د سرطان د ناروغۍ یو عامل د سگریټو څکول ديانځور: Noah Wedel/Kirchner-Media/picture alliance

غیرساري ناروغۍ نه یوازي دا چی په نړیواله سطحه د مړیني د پیښو اصلي عامل دي، بلکې د روغتیا د نړیوال سازمان په حواله، پر دې باندي هم اغیز کوي چي ساري ناروغۍ په کومه کچه خپل اغیز اچوي. د کرونا پاندیمي وښودله چي چاغو انسانانو او هغو کسانو چي شکر درلود، په هغو کي دا خطر ډیر وو چی د ناروغۍ بهیر یې سخت وي او یا هم ورڅخه مړه سي.

غیرساري ناروغۍ ډیری وخت د دُخانیاتو د استعمال او یا هم غیر صحي خوراک له امله رامنځته کیږي. د ياد سازمان په رپوټ کي راغلي چی د عامو باورونو برعکس په اصطلاح د "ژوندانه طرز" په نامه ناروغۍ په عمومي ډول په شتمنو هیوادونو کې نه رامنځته کیږي. د غیرساري ناروغیو له امله،  له وخته مخکي مرگونه په هغو هیوادونو کي رامنځته کیږي چي خلک یې لږ او یا هم متوسط عاید لري.

الکول: د انسان بدن ته زهر دي

میکلسون وایی چي په همدې دلیل خبره نه یوازي پر روغتیا بلکې د عدالت پر ستونزه ده. دا ځکه چي په بې وزلو هیوادونو کي خلک ډیری وخت د ژوندانه د اړتیا وړ موادو، درملني او پالني ته لاس رسی نلري. د روغتیا د نړیوال سازمان یو نوی پورتال چي د چارشنبې په ورځ پیل سوی، ښيی چي په افغانستان او منگولیا غوندي هیوادونو کي د زړه د ناروغۍ له امله د مړیني پیښي تر ټولو ډیری دي.

دغه سازمان ټینګار کوي چي د غیرساري ناروغیو په وړاندي د خطر اصلي فکتورونه په ښه ډول کنترول کیدلای سي. یو له هغو څخه د دُخانیاتو استعمال دی چی له امله یې د روغتیا نړیوال سازمان د نړۍ په سطحه د مړیني له ۸ میلیونه څخه زیات موارد ثبت کړي دي. په کال کي نوري د مړیني ۸ میلیون پیښي د غیر صحي خوراک له امله رامنځته کیږي. یعني د لږ، ډیر او یا هم خراب خوراک له کبله. د شرابو یا الکولو څښل سرطان او د یینې سیروز  رامنځته کوي او په کافي اندازه د بدن نه حرکت د شاوخوا ۸۳۰ زرو مړينو د پيښو دلیل کیدای سي.

د روغتیا نړیوال سازمان څرګندوي، کله چي ټول هیوادونه د هغوی له خوا وړاندي سوي تدابیر، ددغو ناروغیو د خطر د فکتورونو د کمولو له پاره عملي کړي، نو کیدای سي په راتلونکو ۷ کلونو کي د  ۳۹ میلیونو انسانانو ژوند وژغورل سي. حکومتونه کولای سي د دې غم وخوري چي نور بې شمیره انسانان لا اوږد، صحي او خوشاله ژوند وکولای سي.

همدارنگه د (ډبلیو اچ او ) په حواله له اقتصادي پلوه هم د غیر ساري ناروغیو په وړاندي مبارزه گټوره ده. په بې وزلو هیوادونو کي د ۱۸ میلیارډه ډالرو اضافي پانگې اچوني له لاري به تر ۲۰۲۳ م کال پوري تر ۲،۷ تریلیونو ډالرو پوري گټه په لاس راسي.

GP/BS/AG