1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان پوځ: وسلوالو د پنجاب پر یوه هوايي اډه حمله کړې

۱۴۰۲ آبان ۱۴, یکشنبه

د پاکستان پوځ وايي یوې وسلوالې ډلې د شنبې په ورځ وختي په پنجاب ایالت کې د روزنې پر ېوې هوايي اډې بريد کړی چې پر ضد ېې چاڼيز عملیات د بریدګرو په وژلو پای ته رسېدلی دی. په هوايي اډه کې ولاړې درې الوتکې زیانمنې شوي دي.

https://p.dw.com/p/4YOhB
د آرشیف انځور - د پاکستان پوځیان په اسلام آباد کې
د آرشیف انځور - د پاکستان پوځیان په اسلام آباد کېانځور: Aamir Qureshi/AFP

تازه رپوټونه وايي چې پر هوايي اډې د حمله کونکو پر ضد د امنيتي ځواکونو چاڼيز عملیات پای ته رسيدلی او پوځ په کې د ۹ تنو وسلوالو د وژلو ادعا کړې ده. د فرانسې خبري آژانس د رپوټ پر اساس، د دغې حملې مسئولیت یوې نوې وسلوالې ډلې، تحریک جهاد پاکستان (TJP) منلی دی. ويل کيږي دغه نوې ډله د پاکستاني طالبانو یا تحريک طالبان پاکستان ډلې پورې اړونده ده او د حملې مسئولیت ېې په یوه اعلاميه کې منلی دی.

د پاکستانپوځ د شنبې ورځې (د ۲۰۲۳م کال د نومبر ۴مه) اعلامیه کې ويلي دي چې وسلوالو یاغیانو دغه بريد د میانوالي پر هوايي روزنیز مرکز (میانوالې ترينېګ ایر بیس) کړی چې د ځواکونو د «چټک او موثر غبرګون» په نتيجه کې بريد شنډ، پرسونل او شتمنې حفظ شوي دي.

پوځ ويلي چې په دغه حمله کې په هوايي اډه کې ولاړې درې الوتکې زیانمنې شوي او د تيلو یو ټانکر له منځه تللی دی. په لومړنیو رپوټونو کې د پوځ له قوله ويل شوي وو درې وسلوال چې اډې ته د دننه کېدو په حال کې ول، ووژل او درې نور راچاپېر شوي ول.

د پاکستان پوځ وايي چې د پېښې ځای د پاک کارۍ په موخه يو ستر ګډ عملیات په لاره اچول شوی چې اوس پای ته رسېدلی دی.

په پنجاب کې دغه حمله په بلوچستان ایالت کې د پاکستان پوځ پر یو کاروان د شوې یوې حملې څخه يوه ورځ وروسته کيږي کوم چې ۱۴ عسکر په کې ووژل شول. تېره ورځ د پاکستان د خيبر پښتونخوا په دېره اسمعیل خان کې هم د پولیسو یوه موټر ته نژدې چاودنه وشوه چې درې تنه په کې ووژل او ۲۰ نور ټپیان شول. په ځينو رپوټونو کې د وژل شوو کسانو شمېر څلور ښودل شوی دی.

(AFP, AP)mks/mns

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل