1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيپاکستان

پنجاب: د پاکستاني طالبانو حمله کې پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

۱۴۰۲ مهر ۹, یکشنبه

د پاکستاني طالبانو د يکشنبې په ورځ وختي په پنجاب ایالت کې د پولیسو پر يوه پوسته بريد کړی چې په کې د پولیسو یو افسر وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي. پاکستاني چارواکو پېښه تائید کړې او وايي دوه حمله کونکي هم وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/4X0xl
د آرشیف انځور - پاکستاني ځواکونه د ګزمې پر مهال
د آرشیف انځور - پاکستاني ځواکونه د ګزمې پر مهالانځور: Muhammad Hasib/AP Photo/picture alliance

اسوشتید پریس د پولیسو د یو ویاند، عمران نواز له قوله خبر ورکوي چې يوه ډله وسلوالو چې شمېر ېې د ۱۰ تر ۱۲ پورې وو، تر نیمې شپې وروسته ېې د میانوالي ولسوالۍ په عيسی خيلو سیمه کې د پولیسو پر کوندل پوسته حمله وکړه. د کوندل پوسته د خيبر پخښتونخوا ایالت ته نژدې پرته ده.

نواز وويل چې تر حملې وروسته کمکي ځواکونه سیمې ته ورسېدل چې د دغو ځواکونو او وسلوالو تر منځ ډزو د ساعتونو له پاره ادامه درلوده. هغه زیاته کړه چې د ډزو په جریان کې دوه وسلوال هم ووژل شول او يو ټپي شو، خو ټپي شوی کس له خپلو نورو ملګرو سره په تېښته بریالی شو.

نواز وویل چې د حمله کونکو د موندلو په موخه د پلټنې عملیات پيل شوي دي.

په رپوټ کې زیاته شوې چې د تحریک طالبان پاکستان يا تي تي پي یو ویاند، محمد خراساني، د دغې حملې مسئولیت منلی دی.

پاکستاني طالبانو د افغان طالبانو څخه جلا ډله ده چې په پاکستانکې د امنيتي ځواکونو پر ضد حملې کوي. دغې له هغه وخته چې په افغانستان کې افغان طالبان واک ته رسېدلي دي، خپلې حملې ډېرې کړي دي.

(AP)mks/aa

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب