1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهپاکستان

پاکستان کې له یوه زیارت څخه سره زر ورک شوي

۱۴۰۲ دی ۲, شنبه

د رپوټونو په حواله د پاکستان په کراچۍ ښار کې د «لعل قلندر» په نوم زیارت څخه د لس میلیونه کلدارو په ارزښت سره زر ورک شوي دي. د غلا تور د دې زیارت پر مسوول پورې کړل شوی دی.

https://p.dw.com/p/4aWSb
د پاکستان په کراچۍ کې د شهباز لعل قلندر زیارت
د پاکستان په کراچۍ کې د شهباز لعل قلندر زیارتانځور: Getty Images/AFP/Y. Nagori

د پاکستاني رسنیو د رپوټونو له مخې، د پاکستان د سند ایالت په کراچۍ ښار کې له یوه مشهور زیاتر څخه د میلیونونو کلدارو په ارزښت سره زر ورک شوي دي. د کراچی لعل قلندر زیارت مسؤل زبیر بلوچ پردې غلا تورن دی او د سند ایالات د مذهبي چارو وزیر ویلي چې په نوموړي دې د غلا قضیه درج شي.

رپوټونه د سند ایالت د اوقافو څانګې پروینا، تورن کس په لومړنیو پلټنو کې په غلا اعتراف کړی.

لعل قلندر زیارت د پاکستان د سند ایالت په سیون سېمه کې دی چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې پرې یوې چاودنې کې پکې شاوخوا ۸۸ کسان وژل شوي ول.

تردې چاودنې وورسته دغه زیارت تر کلکو امنیتي تدابیرو لاندې ساتل کېده.