1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان د دفاع وزیر او د استخباراتو رئیس کابل ته سفر کړی

محمد ابراهيم سپيڅلی
۱۴۰۱ اسفند ۳, چهارشنبه

د پاکستان د دفاع وزیر د یو پلاوي په مشرتوب کابل ته تللی او د طالب چارواکو سره پر امنیتي مسئلو خبري اتري کوي. دغه سفر د پاکستاني طالبانو د بریدونو د زیاتوالي څخه د راپيدا سویو اندېښنو پرمهال ترسره کیږي.

https://p.dw.com/p/4Nqtf
China Pakistans Außenminister Khawaja Asif
انځور: Nicolas Asfouri/AFP/Getty Images

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف او د دغه هیواد د نظامي استخباراتو «آی ایس آی» مشر د چهارشنبې په ورځ د کابل او اسلام اباد ترمنځ تر یوې لږي ترینګلتیا وروسته افغانستان ته سفر کړی او د طالبانو له مسؤلانو سره يې خبري اتري کړي.
دغه سفر وروسته له هغه ترسره کیږي چي د پاکستان د باندنیو چارو وزیر په ښکاره وویل چي د افغانستان له خاوري وسله وال يې د پاکستان امنیت ګواښي. طالب چارواکو دغه ادعا رد کړې او له اسلام اباده څخه غواړي چي په دې اړه له دوی سره د امنیت په اړه ځانګړي خبري وکړي. 

اړوند: د پاکستاني چارواکو سره د طالبانو د مهمو غړو لیدنه
پر دې سربېره درې ورځي کیږي چي د تورخم پوله تړل سوې ده. طالب چارواکو ویلي دي چي دغه پوله يې ځکه تړلې ده چي پاکستان لوري د هغو ناروغانو د ورتګ مخنیوی کړی چي د درملني له پاره ورتلل. 
د طالبانو د رئیس الوزرا د مرستیال ملابردار له دفتره په خپاره سويو عکسونه کي جنرال ندیم د پاکستان د دفاع وزیر او احمد انجم د پاکستان د استخباراتو مشر له ملا غني برادر او د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر ملا یعقوب سره د لیدني پرمهال لیدل کیږي. 
د پاکستان د باندنیو چارو وزارت ویاند ویلي دي: «د امنیت او د تروریزم پر وړاندي د جدي ګام اخیستلو مسایل به وڅېړل سي.»

اړوند: له طالبانو سره د خبرو په اړه د افغان او پاکستاني چارواکو ملاقات
د پاکستان حکومت ا دعا کړې ده چي د پاکستاني طالبانو غورځنګ«ټي ټي پي» له افغان خاوري پر دغه هیواد بریدونه کوي، خو طالبان بیا په افغانستان کي د پاکستاني طالبانو شتون نه مني.
د طالبانو د ریاست الوزار اقتصادي مرستیالۍ پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي دي چي په دې کتنه کي، ملابردار پر دوه اړخیزو مناسباتو، سوداګرۍ، سیمه ایز اتصال او اقتصادي پرمختګ باندي د پاکستان له دفاع وزیرسره خبري اتري کړي دي.

اړوند: کابل ته د پاکستان د استخباراتي ادارې د رییس حیرانونکی سفر
په دې ټویټ کي راغلي دي: «ښاغلی ملاعبدالغني بردار اخوند ویلي دي اسلامي امارت غواړي چي د پاکستان له زندانونو څخه دي افغان بندیان راخلاص سي. ښاغلي ملا صاحب زیاته کړې ده، چي د ټولو مسافرو له پاره دي پر تورخم او سپين بولدک لازمي اسانتیاوي په پام کي ونیول سي  او د ناروغانو د تګ راتګ له پاره دي ځانګړی اسانتیاوي چمتو سي.»
که څه هم ویل سوي دي چي پاکستاني چارواکي د پاکستاني طالبانو د غورځنګ په اړه د خبرو اترو له پاره کابل ته سفر کړی دی، خو د طالبانو په دغه ټویټ کي په دې اړه هیڅ اشاره نه ده سوې. 

na/af (dw,Reuters)