1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

عمران خان بیا ونيول شو

۱۴۰۲ مرداد ۱۴, شنبه

پاکستاني پوليسو د شنبې په ورځ د دغه هېواد پخوانی صدراعظم، عمران خان، د لاهور په ختيځ کې له خپل کوره نیولی دی. دا په روان کال کې دوهم ځل دی چې د پاکستان د حکومت دغه نامتو مخالف مشر توقیف کيږي.

https://p.dw.com/p/4Uo7V
د آرشیف انځور - عمران خان
د آرشیف انځور - عمران خانانځور: K. M. Chaudary/AP Photo/picture alliance

د اسوشتید پریس د رپوټ پر اساس، یوې محکمې د شنبې په ورځ وختي عمران خاند پټو شتمنیو په یوه قضیه کې محکوم کړ. د محکمې دغه صادر شوی حکم کېدای شي خان په بند محکوم او له سیاسي فعالیته منع کړي.

د اسلام آباد محکمې د حکم له صادرېدو سره سم پولیس په لاهور کې په چټکۍ لاس په کار شول او خان يې له خپل کوره پلازمېنې ته د انتقال په موخه ونیوه.

نور ولولئ: عمران خان: ګوند مې د «بشپړه سرکوبۍ» سره مخامخ دی

خان په داسې حال کې چې د سیاست ډګر ته د بېرته راستنېدو هڅې کوي، دغه نيول کېدل ورته په دې لار کې یوه نوې او سخته ضربه ده چې پرې وارديږي.

د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان د ۲۰۲۲م کال په اپریل کې د پارلمان د عدم اعتماد رايې په نتيجه کې له واکه لرې کړل شو. له هغه وخت راهيسې پر هغه د څه باندې ۱۵۰ قضیو تورونه لګول شوي چې په هغو کې د فساد، تروریزم او په می میاشت کې خونړيو اعتراضونو ته د خلکو هڅولو موارد شامل دي.

نور ولولئ: شریف: راتلونکې میاشت واک ځای ناستې حکومت ته پریږدم

په می میاشت کې د خان پلویانو د هغه د نيولو په غبرګون کې له تاوتريخوالو ډګ لاریونونه وکړل چې په جریان کې يې پر پوځي او حکومتي تاسیساتو هم بریدونه وکړل.

نور ولولئ: په بیلا بیلو قضیو کې د عمران خان ضمانت وغځول شو