1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په چمن کې ولې نښتې وشوې او پوله وتړل شوه؟

۱۳۹۷ مهر ۲۳, دوشنبه

د افغانستان او پاکستان ترمنځ له دوو مهمو سرحدي دروازو څخه يوه يې د دواړو هېوادونو د عسکرو ترمنځ تر نښتو وروسته تړل شوې. د چمن سرحد تر تړل کيد وروسته دواړو خواو ته په زرونه کسان بند پاته دي.

https://p.dw.com/p/36YUI
Chaman Pakistanisch-afghanische Grenze geschlossen
انځور: picture alliance/ZUMAPRESS.com

د آلمان خبري آژانس د دواړو غاړو د چارواکو په حواله خبر ورکړی چې د چمن سرحد د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸ م کال د اکتوبر ۱۴ نيټه) د افغان او پاکستاني عسکرو ترمنځ تر څو ساعتو سختو نښتو وورسته تړل شوی دی. 

نښتې هغه وخت پیل شوې چې افغان عسکرو پر هغو پاکستاني سرتیرو ډزې وکړې چې د دواړو هېوادونو پر لانجمن سرحد د کټارو په لگولو بوخت ول.  د پاکستان د سرحدي مليشو ځواک يوه وياند خان واسع وويل: «زموږ پر ځواکونو د افغان لوري ډزې وشوې.»

د افغانستان په سپين بولدک ولسوالۍ کې د پوليسو يوه وياند احمد ضياء دراني هم له پاکستاني عسکرو سره د نښتو او سرحد د بندیدو خبر تائید کړی.

دواړو خواو د سرحد د تړلو پړه پر يو بل اچولی.

د چمن دوازه د دواړو هيوادونو ترمنځ د تگ راتگ يوه مهمه لار ده. واسع او دراني دواړو وويل چې د پولې د بندیدو له کبله په زرونه انسانان، په سونه موټر او په افغانستان کې د نړيوالو عسکرو په سونه اکمالاتي لارۍ بندې پاته دي.

افغاني رسنيو په نښتو کې د دريو پاکستاني عسکرو د وژل کيدو خبرونه خپاره کړي خو د پاکستان د سرحدي ځواک وياند واسع دا خبرونه ناسم وبلل.

د پاکستان او افغانستان پر پوله دا ډول د ډزو تبادله د هغه راهيسې چې پاکستان د دواړو هېوادونو ترمنځ د لانجمنې پولې پر ځينو برخو د کټارو په لگولو پيل کړی، وخت نا وخت رامنځ ته کیږي.

پاکستان په دې آند دی چې پر پوله به د دا ډول خنډونو له نصبولو سره د القاعدې شبکې او نورو وسله والو ډلو سره د تړاو لرونکو وسله والو د تگ راتگ مخه ونيوله شي.  

زموږ له آرشيف څخه: