1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هيبت الله امنیتي جلسه؛ آیا دطالبانو ترمنځ اختلافات جدي دي؟

۱۴۰۳ تیر ۲۶, سه‌شنبه

د طالبانو مشر ملا هيبت الله اخوندزاده، په کندهار کي له امنیتي وزیرانو سره لیدلي دي. شنونکي وايي چي د طالبانو د مشرتابه په منځ کي اختلافونه مخ پر زیاتیدو دي.

https://p.dw.com/p/4iMfV
Afghanistan | Kabul Präsidentschaftspalast
آرشیف: د افغانستان د جمهوري ریاست پر ارگ باندي د طالبانو بیرغانځور: Balkis Press/ABACA/picture alliance

د طالبانو د ادارې ویاند ذبیح الله مجاهد، پر ایکس ټولنیزه شبکه لیکلي دي چي د طالبانو مشر ملا هيبت الله اخوندزاده،  په کندهار کي له کورنیو چارو او دفاع وزیرانو او همدارنگه د ملی امنیت له رئیس سره کتلي او په دغه غونډه کي د دفاع وزارت سرپرست ملایعقوب، د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني، او د طالبانو د عمومي استخباراتو  رئیس عبدالحق وثیق، حاضر ول.

مجاهد ویلي دي: «په دغه غونډه کي په امنیتي ارگانونو پوري تړلي ستونزو باندي هم بحث سوی او د مشرتابه چارواکو د هغوی د حل له پاره لازمي لارښوونې کړې دي.»

که څه هم مجاهد په دغو بڼسټونو کي د«ستونزو» په هکله جزیات ور نه کړل، خو شنونکي وايي چي د طالبانو په لیکو کي په بیلابیلو کچو اختلافات موجود دي. 

که څه هم د طالبانو مشران په اوس وخت کي په ښکاره ډول خپل اختلافات نه څرگندوي، خو په ۲۰۲۱ کال کي واک ته له رسیدو وروسته، د دغي ډلې د واکمنۍ په لومړیو کلونو کي د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني، او د دفاع وزارت سرپرست مولوي یعقوب، په مستقیم او یا غیر مستقیم ډول د دغي ډلې د مشر پر پریکړو باندي انتقادونه کول.

د دغو انتقادونو له امله د طالبانو مشر د روان کال په می میاشت کي کابل ته سفر وکړ او د کورنیو چارو وزارت په مقر کي یې د دغي ډلې له چارواکو  سره خبري اتري وکړې.

آیا د دوحې ناسته به د طالبانو او نړۍ پر اړیکو اغیز ولري؟

شنونکي وايي چي طالبان  په دې دلیل چي په افغانستان کي د قدرات د اداره کولو له پاره هیڅ ډول میکانیزم نه لري، د واک د ویشلو د ډول پرسر یو له بل سره اختلاف لري.

د دغو شنونکو په باور، د حقاني شبکه چي څو وزارتونه د هغو له ډلې څخه د کورنیو چارو وزارت په اختیار کي لري، په کندهار کي د طالبانو د مشر له پریکړو سره مخالفت لري.

د سیاسي چارو شنونکي مصطفی مدثر، دویچه ویله ته وویل: «طالبان له یوې خوا د قدرت پرسر او له بلي خوا د واک د ویشلو د ډول په اړه یو له بل سره اختلاف لري.»

د امنیتي مسائلو شنونکي او د امنیتي مطالعاتو په برخه کي د دوکتورا محصل بسم الله تابان، دویچه ویلي ته وویل چي د حقاني څانگه، سراج الدین حقاني، ته جواب وايي او د طالبانو د کندهار شبکه بیا زیاتره د کندهار څانگې یعني ملابرادر او ملا حسن اخوند زاده، ته رپوټ ورکوي. د تابان په باور «د طالبانو په مشرتابه کي د نفاق له دلایلو څخه یو یې د سرچینو کمښت دی.»

له نړۍ سره د تعامل کړنلاره

طالبان په انزوا کي دي او تر اوسه نړۍ او حتی د سیمي هیوادونو د هغوی حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.

شنونکي  وايي چي د طالبانو مشران له نړۍ سره د تعامل د شکل په اړه د نظر اختلاف لري. شنونکي وايي، هغه کړۍ چي په کندهار کي یې هيبت الله اخوند زاده احاطه کړی، تندلارې ده او له نړۍ او سیمی سره د طالبانو له تعامل سره مخالفت کوي.

د تابان په باور، د طالب جنگیالیو هغه کسان چي له مربوطه ادارو څخه د تصفیې په نتیجه کي ایستل سوي دي، هم د طالبانو په منځ کي د اختلافونو سبب سوي، دا ځکه چي دغو کسانو د داعش خراسان له څانگي سره د یوځای کیدو په نتیجه کي د طالبانو پر وړاندي ځیني گواښونه رامنځته کړي دي.

مدثر هم وايي:«د طالبانو یوه برخه د دې له پاره چي پر قدرت پاته سي، هڅه کوي د نړۍ په وړاندي انعطاف ولري. دغه طالبان  د خپل قدرت د دوام له پاره هر ډول معاملې ته حاضر دي.»

شنونکي په دې نظر دي چی ملا هيبت الله او د هغه پر شاوخوا ملایان تُندلاري دي، د افغان ښځو دحقونو د محدودولو له پاره فرمانونه صادروي او له نړۍ سره د تعامل مخالف دي.

دا په داسي حال کي چي د ملاعمر زوی ملایعقوب، د طالبانو د استخباراتو رئیس ملا وثیق او ملا برادر له نړۍ سره د تعامل غوښتونکي دي.

نیکولسن: د ښوونځیو ستونزه یوازې په کندهار کې حلیدای شي

GP/NZ/Sirat