1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستهندوستان

هند د ولسې جرګې درېمه برخه څوکۍ ښځو ته ورکوي

۱۴۰۲ شهریور ۲۸, سه‌شنبه

مودي ويلي دي چې کابينې یې په ولسي جرګه او ایالتي اسمبلیو کې ښځو ته د یو درېمه برخه څوکيو د ورکړې مسوده تصویب کړه. دغه مسوده تر دې وروسته د راجيه سبها يا هند د مشرانو جرګې او ایالتي جرګه ګیو تائيد ته هم اړتیا لري.

https://p.dw.com/p/4WXy9
د آرشیف انځور - (د ۲۰۲۳م کال د می ۲۸مه) د هندوستان صدراعظم، نريندرا مودي، د دغه هیواد پارلمان ته د وینا پر مهال
د آرشیف انځور - (د ۲۰۲۳م کال د می ۲۸مه) د هندوستان صدراعظم، نريندرا مودي، د دغه هیواد پارلمان ته د وینا پر مهالانځور: AP Photo/picture alliance

د هندوستان صدراعظم، نريندرا مودي، د سه شنبې په ورځ وويل چې په دې کار سره ېې یو داسې وړاندیز چې څو لسیزې ځنډول شوی وو، راژوندی کړ.

مودي دغه اعلان د پارلمان د یوې ځانګړې غونډې پر مهال په داسې یو وخت کې وکړ چې هندوستان کې اته میاشتې وروسته، یعنې د ۲۰۲۴م کال په می میاشت کې عمومي انتخابات تر سره کیږي.

مودي د پارلمان په ولسي جرګه (لوک سبها) کې وويل: «د ښځو د سهمېې په هکله په تېر وخت کې ګڼې مناظرې شوي دي... او زه له قانون جوړونکو څخه غواړم چې له دغې مسودې ملاتړ وکړي.»

د مودي د کابېنې لخوا دغه تائيد شوې مسوده اوس د هند د مشرانو جرګه ګۍ چې متحده شورا هم ورته ويل کيږي او د ایالتي اسمبلیو تائید ته اړتیا لري تر څو یو قانون وګرځي.

هندوستان په انتخاباتو کې د رای ورکولو په شرایطو برابر ۹۵۰ ميلیونه وګړي لري چې نژدې نیمايي برخه ېې ښځې تشکيلوي، اما د پارلمان په تشکيل کې ېې د ښځو برخه یوازې ۱۵ سلنه ده. په ایالتي اسمبلیو کې بیا د ښځو ونډه تر دې هم کمه، شا او خوا ۱۰ سلنه ده.

د ښځو دغه کمه ونډه سبب شوې چې د هندوستان نوم په پارلمان کې د جنسيتی مساواتو په تړاو د هېوادونو په نوملړ کې ډېر ښکته ځای ولري. دا په داسې حال کې ده چې هندوستان د نړۍ تر ټول ډېر نفوس لرونکی هیواد هم دی.

(Reuters)mks/bs

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب