1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستهندوستان

په هند کې د جي ۲۰ سرمشریزه د ترينګلتيا تر سیوري لاندې ده

۱۴۰۲ شهریور ۱۸, شنبه

په هند کې د نړۍ د شلو سترو اقتصادونو د مشرانو او استازو د غونډې په څنډه کې روسیې د لویدیځو هېوادونو پر وړاندې توند دریځ خپل کړی دی.د چین او روسیې مشران به په دې سرمشریزه کې ګډون ونه کړي.

https://p.dw.com/p/4W8jp
Indien I G20 in Neu Delhi
انځور: Hindustan Times/IMAGO

هند د نړۍ د صنعتي هېوادونو او د نړۍ د مخ پر ودې اقتصادي قدرتونو د دوره یي سرمشریزې مشري کوي، چې دجي ۲۰  ګروپپه نوم یادېږي او د دې ډلې ۱۸مه سرمشریزه به د شنبې او یکشنبې په ورځو کې (د سپتمبر ۹ او ۱۰ مه) د هند په نوي ډهلې کې جوړه سي.

د تېر کال د فبرورۍ په ۲۴مه نېټه د روسيې له خوا پر اوکراين د يرغل د  پيل راهيسې د جي  ۲۰ غونډې د لويديځو هېوادونو او روسيې تر منځ د لانجې تر سيوري لاندې دي او ظاهراً دغه مسئله به په دوو ورځو کې د پخوا په پرتله په نوي ډیلي کې ډېره څرګنده سي.

د هند پلازمینه، د یو داسې هیواد په توګه چې څو میاشتې دمخه یې د نړۍ ترټولو نفوس لرونکی هیواد مقام ترلاسه کړ، د څه مودې راهیسې په سویلي آسیا کې د جې ۲۰  لومړنۍ سرمشریزې لپاره چمتووالی نیولی او یو نوی مرکز چې  د دې غونډې لپاره د « هارات مانداپام » په نامه یادیږي هم جوړ کړی دي.

د هند لومړی وزير نارندرا مودي ډېر هيله من دی چې د نوي ډهلي سرمشريزه غونډه به د اقتصادي، ټولنيزو او اقليمي مسايلو په برخه کې د نړيوالې همکارۍ په برخه کې اغېزمن ګامونه پورته کړي او د سرمشريزې وروستۍ وينا به د دې برياليتوب رېښه وي.

د هند لومړی وزير نارندرا مودي
د هند لومړی وزير نارندرا مودي

د هند لومړي وزیر ټینګار وکړ چې د ډیلي غونډه یوازې د جي ۲۰  غړو لپاره نه ده، بلکې «د هرچا لپاره». پر دې بنسټ، د سرمشریزې شعار «یوه ځمکه، یوه کورنۍ، یوه راتلونکې» وټاکل سو او د څه باندې شپیتو هېوادونو او ګڼو نړیوالو بنسټونو او فورمونو استازي ورته بلل سوي وو.

د وروستۍ اعلامیې د لاسلیک لپاره د مسکو شرط

لاوروف ټینګار کړی چې روسیه به داسې یوه اعلامیه لاسلیک نه کړي چې د اوکراین د شخړې په اړه د دغه هېواد دریځ پکښې نه وي.

په ښکاره ډول، د چین له مشر شي جینپینګ سره د پوتین لیدنه او په سرمشریزه کې د نورو لویو غیر حاضرو غړو او د شمالي کوریا د دیکتاتور کیم جونګ اون سره د هغه احتمالي لیدنه د دې وړاندیزونو څخه دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه هېواد پلاوی به په نوي ډیلي کې د لومړي وزیر لی کیانګ په مشرۍ په دې غونډه کې ګډون وکړي. مسکو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم هند ته استوي.

د هند لومړی وزير نارندرا مودي
د هند لومړی وزير نارندرا موديانځور: via REUTERS

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر لا دمخه اعلان کړی چې هغه به هڅه وکړي چې د نوي ډیلي په سرمشریزه کې د ۲۰ په ډله کې د افریقایي اتحادیې سره یوځای سي. هند به د سږنۍ سرمشریزې کوربه په توګه هم د دې پلان ملاتړ کوي.

د جي ۲۰ هیوادونه د نړۍ دوه پر دریمه برخه نفوس لري او د نړۍ شاوخوا ۷۵٪ تجارت کنټرول کوي.

 دغه ډله په ۱۹۹۹ کال کې د غړو هېوادونو د اقتصادي وزیرانو او د مرکزي بانکونو د مدیرانو د همکارۍ د ټولګې په توګه جوړه سوه.

ص.ذ/ن.ص