1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د هند او پاکستان ترمنځ کړیکچ تر ډیره افغانان اغیزمن کړي»

۱۳۹۸ فروردین ۱۳, سه‌شنبه

د هند او پاکستان تر کړکیچ وروسته د پاکستان د هوايي حریم بندښت هندوستان ته د تداوۍ، زده کړو او سوداګریزۍ له پاره د افغانانو تگ ستونزمن کړی دی. افغانان اوس په ډیرو پیسو د ایران د هوايي حریم له لارې هند ته سفر کوي.

https://p.dw.com/p/3G6GC
Afghanistan - Luftbrücke nach Indien
انځور: picture alliance/AP Photo/R. Gul

د سوداګریزو او مسافر وړونکو الوتکو پرمخ د پاکستان د هوايي حریم بندیدل د دې سبب شوي دي چې افغانان اوس د ایران د هوايي حریم له لارې هند ته سفرونه وکړي. هندوستان د افغانستان له پاره ستر سوداګریز ملګری دی او په دې وروستیو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د هوايي دهلیز له لارې د توکو راکړه ورکړه هم پیل شوې وه. په دې ترتیب د کابل او دهلي ترمنځ د الوتکې سفر چې مخکې یوازې دوه نیم ساعته پرواز وو، اوس شاوخوا پنځو ساعتونو ته اوږد شوی دی.

د الوتکې د مزل اوږدیدل د دې سبب ګرځیدلي دي چې الوتکې لا ډیر تیل مصرف کړي او په پایله کې مسافرین اړ دي چې د کابل او ډهلي ترمنځ د پرواز له پاره لا ډیره کرایه ورکړي.

ډير افغانان هندوستان ته د دوی په خبره د ښې درملني له پاره ځي. په کابل کې میشت ۳۷ کلن دوکاندار قسیم د شکرې د ناروغۍ د درملنې له پاره په دوامداره توګه هندوستان ته سفرونه کوي. هغه وايي چې نوي ډهلي ته اوس دوه طرفه ټکټ دوه برابره لوړ شوی او ۷۰۰ ډالرو ته رسیدلی دی چې دا ډيري پيسې دي. قسیم وویل: «زما ټول درمل خلاص شوي او اوس باید هرڅومره چې ژر امکان ولري بیرته هندوستان ته سفر وکړم.» نوموړي زیاته کړه چې د هغه ځینې ملګري په هندوستان کې پاتې شوي ځکه د بیرته راتګ له پاره یې پیسې نه درلودې. قسیم پوښتنه کوي چې آیا پوهیږئ چې دا څومره ستونزمن کار دی؟

پنځه ویشت کلن عبدالرحمن میرزايي د هند په هریانا ایالت کې د ماسټري په کچه زده کړې کوي. د نورو افغانانو په څیر هغه هم ډاډه نه دی چې دا ځل به د اوړي په رخصتیو کې بیرته افغانستان ته ستون شي او که نه. میرزايي وویل: «د افغانانو او افغان زده کوونکو له پاره دا ډیر بد وضعیت دی. ډیر هغه زده کوونکي چې هندوستان ته [د لوړو زده کړو له پاره] راغلي بډایه نه دي او د ټکټونو د اخیستو وس نه لري.

د پاکستان د هوايي حریم خلاصیدل

په پاکستان او د دې هیواد د سترو هوايي ډګرونو له لارې زیاتره هوايي سوداګریز ترافیک بیرته عادي حالت ته ګرځیدلی دی خو لا هم ځینې هغه نړیوالې لارې چې د پاکستان له هوايي حریم څخه تیریږي، تړلې پاته دي. د پاکستان د هوايي چلند د ادارې یوه چارواکي وویل چې [د پاکستان] هوايي حریم په قسمي توګه تړلی دی خو زیاتوي چې د هوايي حریم د خلاصون او یا بندښت په هکله کې به نن د [پاکستان په وخت] د ماښام پر شپږو بجو پریکړه وشي. نوموړي په دې هکله چې کومې لارې به اغیزمنې شي، له تبصرې کولو ډډه وکړه.

رويترز خبري آژانس پخپل رپوټ کي لیکلي دي چې د سه شنبې په ورځ، د کام ایر او آریانا افغان هوايي شرکت په نامه د افغانستان د دوو هوايي شرکتونو ویندویانو وویل چې دوی لا هم نوي ډهلي ته مستقیم پروازونه نه لري. د آریانا هوايي شرکت د پیردونکو د خدماتو مدیر سید ادریس زیوري وویل چې د پاکستان له لوري د هوايي حریم د بندښت له کبله آریانا هوايي شرکت چې هندوستان ته په اونۍ کې څلور مستقیم پروازونه لري، ۵۵۰ زره امریکايي ډالره زیان لیدلی دی. د کام ایر هوايي شرکت د پیردونکو د اړیکو مدیر محمد یوسف ظاهر بیا وايي چې په دې موده کې د مصارفو د لوړوالي او د ټکټونو د نه خرڅلاو له کبله کام ایر شرکت ۱ میلیون ډالره زیان کړی دی.

بل لوري ته د سپایس جټ په نامه هندي هوايي شرکت د کابل او ډهلي ترمنځ مستقیم پرازونه لغو کړي دي. په دې هکله د تبصرې له پاره د یاد هندي شرکت ویاند پر مکررو هڅو سربیرو ونه موندل شو.

هندوستان تر پاکستان وروسته د افغاني توکو د صادراتو له پاره دوهم ستر بازار دی. د نړیوال بانک، سوداګریز نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخې په ۲۰۱۶م کال کې یادو دواړو هیوادونو ته د افغانستان د صادراتو کچه ۸۶ سنله وه.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د ویاند جان آقا نويد په حواله د پاکستان د هوايي حریم د بندیدو له کبله د هوايي توکو د لیږد را لیږد په بیو کې ۶۶ سلنه زیاتوالی راغلی دی چې له امله یې صادرونکې شرکتونه له یو لړ زیانونو سره لاس او ګریوان دي.

په مجموع کې د پاکستان د هوايي حریم د بندیدو له کبله افغاني سوداګرو شاوخوا ۱ میلیون ډالر زیان لیدلی دی، ځکه دوی اوس د مستقیمې لارې پر ځای د ایران له هوايي حریم څخه کار اخلي. د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند نوید وویل: «که چیرته موږ زیان وینو، پاکستان هم زیان ویني.»

K.H/N.Z (Reuters)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب