1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هندوستان ترمپ ته: موږ په افغانستان کې د خلکو ژوند جوړوو

۱۳۹۷ دی ۱۴, جمعه

د هندوستان واکمن او اپوزیسیون ګوندونو د دونالد ترمپ پر هغو څرګندونو نیوکې وکړي چې په روانه اوونۍ کې یې په افغانستان کې د هندوستان د نقش په اړه کړې وې. هندوستان د افغانستان په بیا رغاونه او د پوځ په روزنه کې ونډه لري.

https://p.dw.com/p/3B1Vh
Eröffnung von Salma Wasserkraftwerk Afghanistan Besuch Narendra Modi
انځور: DW/A.Mutmaien

هندوستان او امریکا متحده ایالات په وروستیو کلونو کې د چین د مخ په پراخیدونکي نقش د کمولو په موخه یو له بل سره نزدې شوې دي. خو په افغانستان کې د هندوستان د هڅو په اړه د ترمپ وروستیو څرګندونو نه یوازې هندي سیاستوال بلکه عام وګړي هم په غوسه کړي دي.

ترمپ د چهارشنبې په ورځ وویل چې د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي، ورته په وار وار ویلي چې په افغانستان کې یې یو کتابتون جوړ کړی دی. ترمپ زیاته کړه: «تاسو پوهیږي دا څه دي؟ دا [د کتابتون د جوړولو لکښت په افغانستان کې] زموږ د پنځو ساعتونو لګښت سره برابر دی.»

ترمپ د کابینې د یوې غونډې پر مهال خبریالانو ته وویل: «بیا هم له موږ تمه کیږي چې ووایې: اوه له کتابتون نه مو مننه. زه نه پوهیږم چې په افغانستان کې څوک له کتابتون څخه کار اخلي.»

روښانه نه ده چې ولسمشر ترمپ د کوم کتابتون په اړه خبرې کولې. خو د هندوستان حاکم ګوند بهارتیا جنتا او په کانګریس کې اپوزیسیون د ترمپ دغه څرګندونې وغندلې.

هندوستان له افغانستان سره له ډیرو کلونو راهیسې ډیرې نزدې اړیکې لري. نوي ډهلي او کابل دواړه پر پاکستان باندې تور لګوي چې د دغو هیوادونو په خاورو کې د یاغیانو د ځپلو له پاره کافي اقدامات نه کوي. خو پاکستان دغه تورونه په کلکه ردوي.

د هندوستان د بهارتیا جنتا ګوند لوړپوړي غړي رام مدوو، د تویتر ټولنیزې شبکې له لارې وویل: «ښه ده چې ترمپ په دې خبره پوه شي چې که څه هم هغه په افغانستان کې نورې ټولې مرستې له پامه غورځوي، هندوستان نه یوازې کتابتونونه بلکه سړکونه، د بریښنا بندونه، ښوونځي او آن د پارلمان ودانۍ جوړې کړي دي.»

هغه زیاته کړه: «موږ د خلکو ژوندونه جوړو چې له کبله یې افغانان زموږ منندوی دي. دا مهمه نه ده چې نور څه وایي.»

د هندوستان کانګرس ګوند ویلي چې دغه هیواد د افغانستان په اړه «د امریکا متحده ایالاتو نصیحتونو ته اړتیا نه لري».

امریکا متحده ایالات په افغانستان کې اوسمهال ۱۴۰۰۰ ځواکونه لري خو داسې رپوټونه ورکړل شوي چې ترمپ غواړي له دې هیواد څخه خپل نیمایي ځواکونه وباسي. دغه رپوټونه او د ترمپ وروستۍ څرګندونې ښيي چې د افغانستان د جګړې په تړاو د ترمپ حوصله مخ پر کمیدو ده. ترمپ لا وختي له سوریې څخه د خپلو ټولو ځواکونو د ایستلو پریکړه کړې ده.

د ولسمشر مودي دفتر په دې اړه د رویترز خبري آژانس بریښنالیکونو ته ځواب نه دی ویلي.

هندوستان د افغانستان د بیا رغاونې په برخه کې په سویلي اسیا کې تر ټولو ډیرې مرستې کړي دي. په کابل کې د نوي ډهلي سفارت وایي چې د افغانستان پر بیا رغاونه یې تر دوه میلیاردو ډالرو ډیرې پیسې مصرف کړي دي. د تیرو کلونو په اوږدو کې هندوستان له افغانستان سره د سړکونو، د بریښنا د لیږد، بریښنا بندونو او پارلمان د ودانۍ جوړولو په اړه مرسته کړې ده.