1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان او چین تر منځ هوایي دهلیز پرانیستل شو

۱۳۹۷ آبان ۱۵, سه‌شنبه

د افغانستان او چین تر منځ هوایي دهلیز پرانیستل شو او د افغان چارواکو په وینا په لومړني کارګو پرواز کې ۲۰ ټنه جلغوزه چین ته ولیږدول شوه. افغان ولسمشر د دولتي مقاماتو په حضور کې دغه دهلیز پرانیست.

https://p.dw.com/p/37kOD
Afghanistan - Luftbrücke nach Indien
انځور: picture alliance/AP Photo/R. Gul

افغانستان چې په وچه کې راګیر هیواد دی په دې هڅه کې دی چې د نړۍ له بیلا بیلو هیوادونو سره د هوایي دهلیزونو له لارې خپله سوداګرۍ زیاته کړي.

لومړنی کارګو چې ارزښت یي ۵۰۰ زرو ډالرو ته رسیږي د چین سوداګریز مرکز شانګهای ته پرواز وکړ او د دواړو هیوادونو چارواکي هیله من دي چې دغه ډول ډیر پروازونه تر سره شي. دغه ډول هڅې به افغان شرکتونو ته د نړیوالې سوداګرۍ د لمن پراخیدو امکان برابر کړي.

له بهرنیو بازارونو سره د اړیکو د ښه کیدلو موخه د افغانستان د کرهنیزو محصولاتو او غالیو صنعت پراختیا ښوول کیږي.

په کابل کې د افغانستان– چین د سوداګرۍ شورا مشر نسیم ملکزي په خپلو څرګندونو کې وویل چې شا او خوا ۵۰ افغان شرکتونه چینایي شریکان لري چې په راتلونکو درو میاشتو کې ورته جلغوزې صادرې کړي.

هغه په خپلو څرګندونو کې وړاندې وویل: «دا شانګهایي ته زموږ د کارګو لومړني تولیدات دي، خو ډیر ژر به موږ پیکینګ او کوان ژوو ته افغان تولیدات واستوو.»

د افغانستان اقتصاد تر ډیره په وارداتو ولاړ دی. د افغانستان د سوداګرۍ وزارت د چارواکو په وینا په ۲۰۱۷م کال کې له چین څخه د وارداتو حجم ۱،۰۹ میلیارده ډالرو ته رسیده.

رویټرز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې افغان ولسمشر محمد اشرف د دغه هوایي دهلیز د پرانیستلو پر مهال په خپلو څرګندونو کې وویل: «زموږ موخه دا ده چې افغانستان په یوه تولیدونکي هیواد واړوو. جلغوزي به چین او نورو هیوادونو ته صادریږي.»

د افغان ولسمشر یوه سلاکار چې د نوم د نه ښوولو په شرط یې له نوموړي خبري آژانس سره خبري کړي دي، ویلي دي چې د یو شمیر هیوادونو سره د هوايي دهلیزونو له پرانیستو راهیسې حکومت صادرونکو ته دوه میلیونه ډالر مالي مرستي (سبسایډي) ورکړې ده. دغه سلاکار وړاندې ویلي دي: «له ۲۰۱۷م کال راهیسې افغان سوداګرو د هوایي دهلیزونو له طریقه د خپلو تولیداتو د صادرولو له لارې تر لسو میلیونو ډالرو ډیره ګټه کړې ده.» د هغه په خبره چین د افغانستان د طبیعي محصولاتو له پاره ښه مارکیټ دی.

تر اوسه هند ته د افغانستان ۸۷ سلنه صادرات د هوايي دهلیز له لارې انتقال مومي او په دې توګه د هندوستان سیال هیواد پاکستان له لارې توکي نه انتقاليږي. دا ځکه چې پاکستان د دواړو ګاونډیو هیوادونو سره په اغلب ګومان د پولې پر سر کړکیچونو کې ښکیل دی.

له ۲۰۱۷م کال راهیسې په ۱۵۳ پروازونو کې د هند درو ښارونو ته ۳،۳۳۴ میترک ټنه تازه میوه، وچه میوه او طبي بوټې، هنجاڼه، او زعفران لیږدول شوي دي.

زموږ له آرشیف څخه: