1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
کلتورفرانسه

د فرانسې د سینما افسانوي ستوری آلن دلون ومړ

۱۴۰۳ مرداد ۲۸, یکشنبه

د فرانسې د سینما د افسانوي ستوري آلن دلون اولادونو تایید کړه چې پلار یې د پاریس په جنوب کې په خپل کور کې د ۸۸ کلونو په عمر مړ شوی. دغه فلمي لوبغاړی له څو مغزي سکتو وروسته خورا ناروغ و.

https://p.dw.com/p/4jbBx
Frankreich Schauspieler Alain Delon verstorben
د فرانسې د سینما افسانوي ستوری آلن دلونانځور: Oleg Nikishin/TASS/dpa/picture alliance

د آلن دلون دریو بچیانو آلن فابین، انوشکا او انتوني، د یکشنبې په سهار (د ۲۰۲۴ کال د اگست ۱۸مه) فرانسې خبري آژانس  ته په یوه ګډه خبر پاڼه کې  ویلي چې دسینما افسانوي ستوری « د پاریس په سویل کې په خپل کور کې د ۸۸ کلونو په عمر مړ شو.»د هغه کورنۍ غوښتنه کړې چې «په دې لوی غم او دردونکې وخت کې دې» د دوی خصوصي حریم ته درناوی وشي.دغه ممثل له څو مغزي سکتو وروسته په روغتون کې بستر شو. د هغه درې بچیانو له میاشتو په دې بحث کوه چې پلار یې چیرته او څنګه تر درملنې لاندې وي.

Frankreich Schauspieler Alain Delon verstorben
په ۲۰۱۹ کې، هغه د کن فلم فستیوال کې د خپل هنري کار لپاره د طلایي ونې جایزه واخیسته.انځور: United Archives/kpa Publicity/picture alliance

په وروستیو کې د دلون حقوقي ملاتړي چې وړاندې یې د نوموړي طبي مسولیت درلوده مالي مسولیت هم واخیسته.

آلن دلون په ۶۰ او ۷۰ کلونو کې له رومي شنایډر سره په «پول» او د ژان پال بیلموندو سره «بورسالینو» او له لوچینو ویسکونټي سره په « پړانګ» په څیر فلمونو سره مشهور شو.

په ۲۰۱۹ کې، هغه د کن فلم فستیوال کې د خپل هنري کار لپاره د طلایي ونې جایزه واخیسته.

Rsh/Aj/zn/aa (AFP)