1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کن د فلمونو د فستيوال جايزې سږ چا وګټلې؟

۱۳۹۷ اردیبهشت ۳۰, یکشنبه

سپايک لي د کن د فلمونو د فستيوال دويمه مهمه جايزه وګټله. د هغه فلم «بلېک کلانس مېن» نوميږي چې د تعصب په اړه له طنز او کنايې ډک يو فلم دی. اصلي جايزه يعنې د خورما ونه سږ کال د جاپان يوې ډرامې ته ورکړل شوه.

https://p.dw.com/p/2y1iR
Frankreich Cannes - Hirokazu Kore-Eda gewinnt Palme d'Or für "Shoplifters"
انځور: picture-alliance/Xinhua News Agency/C. Yichen

د فاميلونو په هکله يوه ډراماتيک فلم د کان د فلمونو د فستيوال اصلي جايزه يعنې د خورما طلايي ونه ګټلې ده. فلمي لارښود يې کورې اېدا هيروکازو دی چې د شنبې په ماښام يې جايزه تر لاسه کړه. د هغه فلم «شْوپ ليفترس» نوميږي چې پکې د يوې داسې کورنۍ کيسه راغلې ده چې د ټولنې په حاشيه کې ژوند کوي. ۵۵ کلن جاپاني رژيسور هيروکازو پنځه کاله وړاندې هم د يوې بلې ډرامې له پاره د ژوري جايزه تر لاسه کړې وه. دا اوس د جاپان له پاره څلورمه د خورما ونه ده چې د دغه هېواد فلم جوړونکو ته ورکول کيږي.

د ژوري لويه جايزه چې د فستيوال دويمه مهمه جايزه بلل کيږي، سږ کال امريکايي چمتو کوونکي، سپايک لي، وګټله. د هغه طنزيه فلم «بلېک کلانس مېن» د يوې حقيقي او رښتينې کيسې پر بنياد جوړ شوی دی. هغه د يوه تورپوستي پوليس په هکله کيسه ده چې په اويايمو کلونو کې يې د کو کلوکس کلېن په نوم په نژادپاله ډله کې غړيتوب اخيستی و. اصلي نقش پکې جون واشنګټن لوبوي چې د مشهور فلمي لوبغاړي، دېنزل واشنګټن، زوی دی.

ښځو هم خپل غږ پورته کړ

د غوره فلمي لوبغاړي په توګه د انتظار سره سم ايټالوی، مارسېلو فونته، انتخاب شو. هغه د ماتېو ګارونې په «دوګ مېن» نومي فلم کې د يوه ساده او پاک زړي سړي رول لوبوي چې په وار وار د مجرمينو له خوا تر فشار لاندې راوستل کيږي تر هغه حده پورې چې دی هر څه له لاسه ورکوي. تر ټولو ښه او غوره ښځينه لوبغاړې سامال يېسلياموفه له قزاقستان څخه ونومول شوه. هغه د «آيکا» په نوم په يوه ډرامه کې د مور نقش لوبوي چې خپل نوی زېږېدلی ماشوم پرېږدي ځکه چې کافي خوراک ورته نه شي برابرولی. د «آيکا» فلم په چمتو کولو کې آلمان هم برخه اخيستې ده.

د ښځو موضوع سږ کال په کان کې ډېره مطرح وه. دا په داسې حال کې ده چې له ۲۱ سيالۍ ته ولاړو فلمونو څخه يوازې درې د ښځو له خوا جوړ شوي دي. خو سره له دې هم ښځو خپل غږ پورته کړ. ټولې برخوالې مېرمنې يو ځای او په ګډه د سره فرش د پاسه راڅرګندې شوې. وتلې هسپانوۍ ايکټرې، پېنېلوپې کروز په دې هکله وويل:
«زه هيله لرم چې دا به د بدلون پيل وي او غواړم چې اوس دې نور هغسې شيان هم تغيير شي چې د ښځو سره پکې منصفانه چلند نه کيږي، يعنې په ټوله نړۍ کې او تقريبا په هره برخه او هره رشته کې.»

Frankreich 71st Cannes Film Festival |  Screening des Films "Girls of the Sun"
ښخې سږ کال په ګډه د سره فرش د پاسه راڅرګندې شوېانځور: Reuters/J.-P. Pelissier

يو بل نوښت سږ کال دا و چې په لومړي ځل يوه ځانګړې د خورما طلايي ونه هم ډالۍ شوه. هغه ژن لوک ګودارد ته ډالۍ شوه، ځکه چې هغه د ژوري په خبره «سينما په دوامداره توګه او له سره په نوي ډول تعريفوي»، دغه خبره د ژوري د پلاوي مشرې، کېټ بلانچېټ، وکړه. ګودارد يو فرانسوی فلمي لارښود دی چې د «ايماج بُوک» په نوم يو تجربوي فلم يې نندارې ته وړاندې کړی دی. د ژوري جايزه بيا د لبنان «کاپېرناوم» په نوم فلم ته ورکړل شوه چې لارښودې نادين لبکي چمتو کړی دی. د ښې فملي لارښوونې جايزه پول پاوېل واخيستله، چې تور او سپين د «ساړه جنګ» په نوم فلم يې چمتو کړی دی. د غوره نندارليک جايزه دوه وارې ورکړل شوه. يوه دغه ډول جايزه ايټالوۍ، آليس رورواخر او بله دوو ايرانيانو، جعفر پناهي، او نادر سيور وګټله. د کان د فلمونو فستيوال سږ کال د می په اتمه نېټه د يوه بل ايراني، اصغر فرهادي، د فلم په نندارې سره پرانيستل شوی و.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه (26.12.2017):