1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
هنر

هغه فلم چې د کوريا سينما یې مشهوره کړه

۱۳۹۸ بهمن ۲۳, چهارشنبه

په داسې حال کې چې د سينما مينه والو لا دمخه د کوريا فلم جوړونکي ستايلي ول، د دغه هيواد فلمونو د نړيوالو پام هم ځان ته راړولی دی. د بونگ جون – هو د «پيراسايت» په نوم فلم اوس د اوسکار څلور جایزې گټلي دي.

https://p.dw.com/p/3Xfd2
Los Angeles: Oscarpreisträger Bong Joon Ho
انځور: Getty Images/A. Sussman

کله چې د پيراسايت يا پرازيت په نوم فلم جوړونکي بونگ جون – هو د يکشنبې په ورځ په لاس اينجلس کې د اکادمي د جایزو د ورکړې په ۹۲ غونډه کې د ښه تصوير له پاره اوسکار جایزه ترلاسه کوله نو د کوريا  ډېرې د پامه غورځول شوې سينما ته یې يو وار بيا د خلکو پام وگرځوه. د هغو په آند چې د کوريا فلمي صنعت پيژني اوس د دې وخت رارسېدلی وو.

په ډولبي تياتر کې د دې محفل په ترڅ کې بونگ څلور وارې د سټيج سر ته ور وبلل شو. د بهترين فلم تر څنگ، پرازيت د تر ټولو ښه فلم جوړونکي، بهترينې کيسې او د بهترين نړيوال فلم په گتگوريو کې هم د اوسکار جایزه وگټله.

دغه فلم د لومړي غیر انگلسي ژبي فلم په توگه د تر ټولو ښه انځور په برخه کې د اوسکار په گټلو سره تاريخ جوړ کړ. پيتريک پريزیسکي چې د بولي وډ د مجلې له پاره د کوريايي سينما په اړه رپوټونه ليکي د بونگ بریا له «‌‌ډېرو زاويو د يوه مهم بدلون» په توگه تشريح کړه.  هغه وويل: «له سږ کال مخکې بل هیڅ کوريايي فلم تر اوسه په يوه گټگورۍ کې هم د اوسکار له پاره نه وو نومول شوی.»

نوموړي په خپلو خبرو کې زياته کړه: «منتقدينو او د فلم مينه والو دا [د کوريا فلمونو نه ستايل] يوه افتضاح گڼله. کله چې سړی دې ته وگوري چې په دې تېرو شلو کلونو کې د کوريا فلمي صنعت ډېر نوښتونه کړي او نه هيرېدونکي فلمونه یې وړاندې کړي دي.»

ژوره انتقادي کاميډي

دا فلم پر دوو کورنيو راڅرخيدونکی ټولنیز طنز دی چې د جنوبي کوريا په مختلفو طبقاتي سيسټمونو پورې اړه لري. بونگ د شوخۍ د خپل حس او خلکو په ښکيل ساتلو سره د دغه کورنيو ترمنځ برخورد نندارې ته وړاندې کړی دی. د پيتريک پريزیسکي په خبره په داسې حال کې چې د کوريا د سينما ميعار له تېرو دوو لسیزو راهيسې يو حقيقت دی، پرازيت فلم د لا زياتو ليدونکو زړونو ته لاره پيدا کړه.

Filmstill - Parasite von Bong Joon-ho
د فلم يوه صحنهانځور: picture-alliance/dpa/Koch Film

فلم په عصري ټولنه کې يو شمير نړيوالې ستونزې انځور کړي دي. په تېره بيا په ټولنه کې د شتمن او بې وزله ترمنځ واټن. په عين وخت کې بونگ چې يو ماهر فلم جوړونکی دی په دې توانیدلی چې درنې ستونزې او د ساعت تیرۍ موضوگانې سره خوا په خوا وښيي.

د پرمختگ ملي احساس

د سيول د ښځو د پوهنتون استاد او ټولنیز څارونکی ديود تیزارد وايي چې د بونگ بريا په جنوبي کوريا کې د «د ملي وياړ او خوښۍ د احساس» د رامنځته کيدو باعث شوې. نوموړي له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل: «لکه څرنگه کې چې په لويدیځو هيوادونو کې کله د فوټبال يو ملي ټیم د نړيوال جام سياليو کې لوبيږي او خلک ورته هیجاني وي، په جنوبي کوريا کې هم خلک په دې ډول کلتوري پېښو کې د خوښۍ او يا درد يو مشترک احساس لري نو له همدې کبله ټول هيواد د پرازيت فلم تر شا ولاړ وو.»

نوموړي په دې تړاو زياته کړه چې خلک ښايي د حکومت او د جنوبي کوريا د اقتصاد په اړه د نظر اختلافات ولري، خو په دې اړه هیڅ ډول منقتد يا بېل نظرونه موجود نه ول.»

تیزارد هم وايي چې د کوريا فلم صنعت د نړۍ له خوا «ډېر له پامه غورځول» شوی وو.

Los Angeles, Oscarverleihung: Parasite ist bester Film
د پیراسايت فلم جوړونکې ډلهانځور: Reuters/M. Anzuoni

د کوريايي فلمونو توریع کوونکي به هم د بونگ له بريا څخه مالي گټه ترلاسه کړي. د يوازې ۱۱ ميليون امريکايي ډالرو په لگښت جوړ شوي دې فلم تر اوسه په ټوله نړۍ کې ۱۷۰ ميليون امريکايي ډالرو ډېره گټه کړې ده.

د ليکلې ژباړې ستونزه

بهرنيو ليدونکو ته توزيع شوي ټول فلمونه د لاس رسي د ستونزې سره مخامخ کيږي. يعني دا چې يو کوريايي فلم به څنگه امريکايی ليدونکو ته وښوول شوي. د بريزسکی په خبره بونگ تیره میاشت د گولدن گلوب جایزې د ترلاسه کولو پر وخت په خپله وينا کې دا خبره په ډېره ښه توگه تشريح کړه: «که سړی يو وار د ليکلې ژباړې له کوچني خنډ څخه تیره شي نو د ډېرو ښو فلمونو د ليدو چانس به ورته برابر شي.»

بونگ د اسکر ترلاسه کولو وروسته خبريالانو ته وويل چې سړی نن سبا ډېر خنډونه د ژونديو خبرونو د خدماتو، د يوټيوب ويديوگانو او ټولنیزو رسنيو له لارې له منځه وړي. هغه زياته کړه: «په هغه فضا کې چې موږ پکې دمگړۍ ژوند کوو، زه فکر کوم موږ سره په تماس کې يو.»

جوليان ريال

زموږ له آرشيف څخه: