1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

د خان د غوښتنې سربېره يکشنبه د سترو مظاهرو څرک نه وو

۱۴۰۲ مرداد ۱۵, یکشنبه

تېره ورځ د عمران خان د نیول کېدو او پر درې کاله بند يې د محکوم کيدو سربېره د هغه پلویان نن مظاهرو ته راونه وتل. خان پرون تر نيول کېدو وروسته د ېوې وېډيو په خپرولو له خپلو پلویانو د اعتراضونو د ترسره کولو غوښتنه کړې وه.

https://p.dw.com/p/4UpUS
د آرشیف انځور - د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان
د آرشیف انځور - د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خانانځور: Imran Khan/Twitter/REUTERS

د عمران خان د پلویانو له خوا د هغه د نيول کېدو په غبرګون کې په ټول پاکستان کې خال خال مظاهرې وشوې، خو د يکشنبې په ورځ د خان د غوښتنې سربېره د هغه د پلویانو له خوا د لويو مظاهرو کوم څرک نه وو.

د عمران خان حبس د پاکستان راروانو انتخاباتو په درشل کې چې په پام کې ده د روان ميلادي کال په وروستيو کې ترسره شي، د یو لړ تاوتريخوالو اندېښنې راولاړې کړي دي. عمران خان اوس په دغو انتخاباتو کې له ګډونه محروم کړل شوی دی.

ورته نور ولولئ:  عمران خان بیا ونيول شو

د فرانس پریس د رپوټ پر اساس، د عمران خان وکیلانو د اتوار يا يکشنبې په ورځ (د اګست ۶مه) شکایت وکړ چې هغوی نه دي پرېښودل شوي تر څو له خان سره وګوري او د محکومیت پر ضد يې ورسره د فوري قانوني اقدام د ترسره کولو سلا مشورې وکړي.

دوی همدارنګه د اټک په تاريخي زندان کې د خان د بندي کولو په هکله اندېښنه وښودله کوم چې سل کاله مخکې جوړ شوی دی. دغه زندان اټک ښار ته څېرمه د اسلام آباد غرب ته په شاوخوا ۶۰ کيلومترۍ کې واقع دی.

د آرشیف انځور - د ۲۰۲۳م کال د می ۹مه - د عمران خان د لومړي ځل نيول کېدو په غبرګون کې د هغه پلویانو له تاوتريخوالو ډکې مظاهرې وکړې
د آرشیف انځور - د ۲۰۲۳م کال د می ۹مه - د عمران خان د لومړي ځل نيول کېدو په غبرګون کې د هغه پلویانو له تاوتريخوالو ډکې مظاهرې وکړې انځور: Ahmed Khan/AFP

د عمران خان د حقوقي ټيم غړي، ګوهر خان وويل: «هغه یو اویا کلن سړی دی او یو پخوانی منتخب صدراعظم پاتې شوی دی چې قانوناً باید یو بهتره زندان ته (چې داخلي وضعیت يې ښه وي) وليږدول شي.»

ورته نور ولولئ:  عمران خان: ګوند مې د «بشپړه سرکوبۍ» سره مخامخ دی

د عمران خان ګوند، د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) وايي د خان تر نېول کېدو او د هغه د زندان تر حکم وروسته، تېره شپه د هغه پلويانو اعتراضونه وکړل خو پولیسو ېې پر ضد سملاسي اقدامات وکړل او د خان شاوخوا پنځوس پلویان ېې ونیول.

خان د شنبې په ورځ په لاهور کې له خپله کوره ونيول شو خو هغه د اسلام آباد محکمې ته حاضر کړل نه شو، بلکې قاضي هغه د خپلې صدراعظمۍ په دوره کې د ترلاسه شوو ډالیو په تړاو مجرم وپېژاند او په درې کاله حبس ېې محکوم کړ.

د شنبې په ورځ د خان تر نېول کېدو وروسته د هغه د ټولنیزې رسنۍ پر حساب یوه له مخکې ثبت شوې ويډيو خپره شوه چې خان په کې له خپلو پلویانو د قوي اعتراضونو غوښتنه کړې وه.

ورته نور ولولئ:  د عمران خان پر رسنيز پوښښ بندیز لگول شوی؟

خان په دغه وېډیو کې وايي: «زه یوازې یوه غوښتنه او اپیل لرم، هغه دا چې تاسو په کورونو کې پټه خوله مه کېنئ.»

د آرشیف انځور - د ۲۰۲۳م کال د می میاشتې ۹مې مظاهرې - د عمران خان ګوند وايي چې یکشنبه د اګست ۶مې له پاره د هیواد په کچه د سترو مظاهرو پلان نه لري
د آرشیف انځور - د ۲۰۲۳م کال د می میاشتې ۹مې مظاهرې - د عمران خان ګوند وايي چې یکشنبه د اګست ۶مې له پاره د هیواد په کچه د سترو مظاهرو پلان نه لري انځور: Asif Hassan/AFP

عمران خان په دغه ويډيو کې زیاتوي: «دا د عدالت، ستاسو حقونو او ستاسو د آزادۍ له پاره مبارزه ده... زنځيرونه په اسانۍ نه ماتیږي، بلکې باید مات کړل شي. تاسو باید تر هغه وخته چې خپل حقونه مو ترلاسه کړي نه وي، سولیزو اعتراضونو ته ادامه ورکړئ.»

خو د عمران خان د ګوند چارواکو وويل چې د يکشنبې يا اتوار په ورځ د هیواد په کچه د اعتراضونو له پاره کوم پلان نیول شوی نه دی.

ورته نور ولولئ:  چارواکي: عمران خان او مېرمن ېې ممنوع الخروج اعلان شوي

یوه چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط وويل چې تر اوسه د اعتراضونو له پاره کوم پلان نشته، «ځکه چې تېره ورځ اعتراض کونکي د پولیسو تر حملو لاندې راغلل او ونیول شول.»

عمران خان د ۲۰۲۲م کال تر اپریل پورې د پاکستان صدراعظم وو چې د پارلمان د عدم اعتماد رايي په نتيجه کې له واکه لرې شو. هغه روان کال تر دې مخکې هم يو ځل پولیسو نيولی وو.