1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

د عمران خان پر رسنيز پوښښ بندیز لگول شوی؟

۱۴۰۲ خرداد ۱۶, سه‌شنبه

د پاکستان د رسنيو د څار ادارې په احتمالي لارښوونه عمران خان د دغه هيواد له مهمو خبري کانالونو حذف کړل شوی دی. دې ادارې د نوموړي تر نیول کيدو وروسته د هغه د پلويانو له خوا د پوځ بنسټونو ته د زيان اړولو حواله ور کړې ده.

https://p.dw.com/p/4SFkp
د پاکستان پخوانی لومړی وزير او د پاکستان تحريک انصاف گوند مشر عمران خان
د پاکستان پخوانی لومړی وزير او د پاکستان تحريک انصاف گوند مشر عمران خانانځور: Arif Ali/AFP/Getty Images

د رويټرز خبري آژانس په حواله «پيمرا» يا د پاکستان د الیکرونيکي رسنيو د څار ادارې د يوې خبر پاڼې په جاري کولو سره د هيواد ټولو خبري کانالونو ته لارښوونه کړې ده چې د تېرې مياشتې په پېښو کې لاس لرونکو کسانو ته دې رسنیز پوښښ نه ورکوي. تر دې لارښوونې وروسته د پاکستان پخوانی لومړی وزير عمران خان تر اوسه د کوم مهم خبري چينل پر پرده نه دی را ښکاره شوی.

د رويترز په حواله په دې اړه يو لارښود چې د دې خبري آژانس خبريالانو لیدلی دی، پيمرا تېره اوونې جاري کړی وو. په دې لارښود کې تېره میاشت د عمران خان تر نيول کيدو وروسته د رامنځته شويو خونړيو پېښو او همدا راز د پوځي تاسيساتو د په نخښه کولو يادونه شوې وه.

اړونده موضوع: چارواکي: عمران خان او مېرمن ېې ممنوع الخروج اعلان شوي

پیمرا د تلویزيوني خپرونو ټولو جواز لرونکو ته ويلي دي چې باید د دې زمینه برابره کړي چې «کرکه او گډوډي خپرونکي، د هغوی پلويان او همدا راز مجرمين په بشپړه توگه د تلویزيون له پردې لېرې شي.» په دې لارښوونه کې د عمران خان نوم نيغ په نیغه نه دی اخیستل شوی. 

د ټولو څارنو له مخې د پاکستان تر ټولو محبوب سياسي مشر او پخوانی لومړی وزير تر دې حده له رسنیز پوښښ څخه بې برخې کړل شوی دی چې اوس یې حتی نوم او عکس هم نه خپريږي او په انترنت پاڼو کې یې هم يادونه نه کیږي.

اړونده موضوع: په بیلا بیلو قضیو کې د عمران خان ضمانت وغځول شو

د پيمرا چارواکو په دې اړه د رويترز خبري آژانس پوښتنو ته ځواب ور نه کړ چې آيا دا لارښود د عمران په هکله دی او يا دا چې آيا موخه یې پر عمران خان د بشپړ بندیز لگول دي؟

عمران خان له اوږدې مودې راهېسې په پاکستان کې د تلویزيون پر پردو را څرگندیدونکی تر ټولو محبوب سياستوال دی. تل به د هغه ويناوې او غونډې په بشپړه توگه له رسنیو نشريدلې او زيات شمیر خلکو به تعقيبولې.

عمران خان په يوه مرکه کې ویلي ول چې د تاوتريخوالي له پيښو څخه پر هغه او د هغه پر گوند د «بشپړ بندیز» له پاره د «بهانې» په توگه استفاده کیږي.
عمران خان په يوه مرکه کې ویلي ول چې د تاوتريخوالي له پيښو څخه پر هغه او د هغه پر گوند د «بشپړ بندیز» له پاره د «بهانې» په توگه استفاده کیږي.انځور: Akhtar Soomro/REUTERS

«بشپړ بندیز»

دا تازه بندیز د عمران خان او د هغه د گوند پر ضد د روانو سترو عملیاتو په ترڅ کې لگول شوی دی. د دې عملياتو په پايله کې د نوموړي د گوند يو شمیر مشران او په زرونه پلويان نيول شوي دي. عمران خان وایي چې دا عمليات د هيواد د پوځ په لارښوونه ترسره کیږي.

د عمران خان د دې تور په اړه له پوځ څخه د تبصرې غوښتنه شوې وه خو هیڅ ځواب ترلاسه نه شو. خو پوځ تر دې د مخه تېر کال له دندې څخه د عمران خان د گوښه کیدو په قضيه کې د لاس درلودو تورونه رد کړي ول.

زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

عمران خان هم په فساد کې د ښکيلتيا په تور نيول شوی وو خو محکمې د هغه د نيولو کړنلاره غير قانوني بللې وه او هغه یې دوې ورځې وروسته بيرته آزاد کړ. نوموړی اوس په ضمانت آزاد دی خو له ډېرو قضيو سره مخامخ دی.

عمران خان په يوه مرکه کې ویلي ول چې د تاوتريخوالي له پيښو څخه پر هغه او د هغه پر گوند د «بشپړ بندیز» له پاره د «بهانې» په توگه استفاده کیږي.

هغه ويلي ول: «اوس مو په تلویزيون کې ذکر نه کيږي.» هغه زياته کړې وه چې د خپل گوند د يوټيوب پر چينل خپل نظر تل له خلکو سره شريکوي.

د تلویزيون له پردې د عمران خان د ليرې کولو په اړه د پاکستان د څلورو سترو خبري کانالونو لوړپوړو استازو هم د رويترز پوښتنو ته ځواب ونه وايه.

حتی د «ای آر وای نیوز» په څېر تلویزيون هم چې د عمران خان سياسي مخالفينو د هغه ملاتړی باله، د دوشنبې په ورځ د عمران هیڅ يادونه ونه کړه. دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو اونیو راهېسې له پوځ سره د خان د اختلافاتو خبرونه په ټوله نړۍ کې د خبرونو سر ټکي جوړوي.

د سويلی آسيا له پاره د بخښنې د نړيوال سازمان د مرستيالې مشرې دينوشيکا ديسانایکې په حواله «د عمران خان په تړاو د ټولو خبرونو د بندولو اطلاعات د هغو انديښنه پارونکو اقداماتو تازه کړۍ ده چې چارواکو په دې وروستیو کې د اپوزيسيون پر وړاندې ترسره کړي دي.»

ب. ص/ ن. ز (Reuters)

زموږ له آرشيف څخه: