1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سولې نړيواله ورځ: افغان ښځې وايي «سوله مو آزادي ده»

۱۴۰۲ شهریور ۳۰, پنجشنبه

نن، د سپتمبر میاشتې ۲۱مه نیټه چې په ټوله نړۍ کې د سولې د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي، افغان ښځې یې په مناسبت وایي چې د دوی له پاره سوله هغه آزادي ده چې دوی ترې اوس بې برخي دي.

https://p.dw.com/p/4WePn
افغان ښځې وایي سوله ورته د آزادۍ معنا لري
افغان ښځې وایي سوله ورته د آزادۍ معنا لريانځور: Reza Shirmohammadi/AFP/ Getty Images

ملګرو ملتونو دغه ورځ د سولې ارمانونو د غښتلي کولو لپاره ځانګړې کړې او سږ کال یې دا ورځ د »سولې لپاره د عملي کار« تر شعار لاندې ولمانځله.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش ددغې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وويل چې سږ کال د سولې نړیواله ورځ په داسې حال کې لمانځل کيږي چې انسانان او د ځمکې کره مو له ستونزو سره مخامخ ده.

نوموړي وويل چې اور لګېدنې، سېلابونه، د ځمکې د تودوخې ډېرېدل، غربت، نا برابري، نا انصافي، نا باوري، تعصب او توپیرونه دا ټول هغه لاملونه دي چې سوله ګواښي.

خو سږ کال چې افغانستان له نسبي امنیت برخمن دی، افغان ښځې او ځوانان اوسنی حالت له جګړې هم ناوړه ګڼي ځکه په خبره یې روحي او فزیکې وژل ورته معنا لري.

یو شمېر ځوانانو له دویچه ویله سره د خبرو پر مهال وویل چې دوی ته سوله  د انساني ازادۍ او اقتصادي پیاوړتیا په معنا ده. 

په افغانستان کې واک ته د طالبانو په رسيدو سره نجونې له ښوونځي منع شوي او پر ښځو يو شمیر بندیزونه لګول شوي چې په ترڅ کې یې ښځې له کار کولو، تفریحي پارکونو ته له تللو او یوازې سفر کولو راګرځول شوي دي.

«افغان ښځې سوله نه لري»

د پوهنتون محصله ثریا چې له زده کړو او کار کولو منع شوې، وایي: «زما لپاره د سولې معنا دا ده چې زه پوهنتون ته ولاړه شم، کار وکړای شم او خپلې ټولې انساني ازادۍ ولرم.»

بل لور ته یو شمېر نورې ښځېوایي چې سوله د افغان ښځو روحي ارامي او د جنسیت په نوم نه ځورول دي.

افغان دیني عالمه او د ښځو حقونو فعاله نظیفه جلالي وایي: »د یوې ښځې په توګه زما لپاره سولې خپله معنا بایللې ده، ځکه سوله هغه څه ده چې د انسان فزیکي، روحي او رواني حالت ارام وي او ونه ځپل شي خو افغانستان کې اوس ښځې په روحی او رواني ډول هره ورځ وژل کېږي او دا ورځ زموږ لپاره نه ده.»

خو د هلمند ولایت یو اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې واخېستل شي، دویچه ویله ته وویل چې افغانستان کې د تیر په نسبت جګړه درېدلې او خلک ارام دي خو اقتصادي وضعیت او له هیواد د خلکو تیښته د اندیښنې وړ موضوع ده.

هغه وويل: «سوله په دې معنا چې خلک ونه وژل شي، ځوانان کار ولري او خلک له هیواده وتلو ته مجبور نه شي».

ملګرو ملتونو ۴۲ کاله وړاندې په ۱۹۸۱ کال کې د سپتمبر ۲۱م  نيټه د سولې د نړيوالې ورځې په توګه ونوموله.