1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان د نړۍ تر ټولو ناامنه او سنګاپور تر ټولو امن هېواد

۱۴۰۱ آبان ۴, چهارشنبه

په دې سروې کې افغانستان ۵۱ نمرې خپلې کړي چې تر ټولو نا امن او سینګاپور د ۹۶ نمرو په لرلو سره لومړی ځای خپل کړی او د نړۍ تر ټولو خوندي هېواد بلل شوی دی.

https://p.dw.com/p/4Ihub
Afghanistan Kabul | Frauen Protestieren gegen Gewalt gegen Hazara
انځور: AFP/Getty Images

د ګالپ د سروې له مخې افغانستان د نړۍ تر ټولو ناامنه هېواد بلل شوی دی

خو د دغې ادارې د تېرې سروې پر تله په افغانستان کې خلک یو څه د خوندیتوب احساس کوي. په دې سروې کې زیاتره نارینه ګډونوال دا احساس لري.

د ګالپ څېړنیز انسټیټیوټ دغه سروې په ۲۰۲۱ کال کې په ۱۲۰ هېوادونو کې د نړیوال قانون او نظم تر عنوان لاندې ترسره کړې او له ۱۲۷ زره  ګډونوالو څخه یې پوښتلي چې ایا پر پولیسو باور لري او ایا د شپې په اوږدو کې د یوازیتوب پر مهال ځان خوندي احساسوي او که نه؟