1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سولي نړيوال شاخص: افغانستان د ليست په پای کي قرار لري

۱۴۰۲ تیر ۷, چهارشنبه

د يوه تحقيقاتي سازمان د رپوټ له مخي تيرکال د نړۍ په شخړو کي د قربانيانو شمير، په ۱۹۹۴م کال کي په رواندا کي د نسل وژني د وخت کچي ته رسيدلی دی. افغانستان د سولې د نړيوال شاخص د هيوادونو د ليست په پای کي قرار لري.

https://p.dw.com/p/4T9uL
Afghanistan l Taliban kontrollieren Straßen in Kabul
انځور: Wali Sabawoon/AP/dpa/picture alliance

د سولې او اقتصاد انستيتوت د چهارشنبې په ورځ د سولې د نړيوال شاخص په خپريدو سره په لندن کي وويل چي په ۲۰۲۲م کال کي په ټوله نړۍ کي د شخړو په ترڅ کي څه د پاسه ۲۳۸ زره کسان وژل سوي دي.

د سولي نړيوال شاخص د سولې وضعيت د ۲۳ شاخصونو پر بڼسټ د نړۍ په ۱۶۳ هيوادونو کي ارزولی دی او تر ټولو سوله ايز او هغه هيوادونه چي وضعيت يې تر ټولو کم سوله ايز دی، درجه بندي کړي دي. د دغه رپوټ په حواله نړۍ د نهم پرله پسې کال له پاره ډيره لږ سوله ايزه سوې ده.

 زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

په دغه شاخص کي آيسلند، ډنمارک او آيرلند د تر ټولو سوله ايزو هيوادو په توگه درجه بندي سوي او افغانستان د ۱۶۳ هيوادونو د جدول په آخر کي راغلی دی. د يمن او سوريې هيوادونه په ډير کم توپير سره له افغانستان څخه مخکي په ۱۶۲ او ۱۶۱ ځاي کي موقعيت لري.

په دغه شاخص کي تر ټولو سوله ايزو هيوادو په جمله کي جرمني په ۱۵، اتريش په پنځم او سويس په لسم ځاي کي راغلي دي.

م.م: د طالبانو له واکمنېدو راهیسې تر زرو ډېر ملکيان وژل شوي

تير ميلادي کال په ايتوپيا کي «تيگاري شخړې» د تر ټولو زياتو کسانو ژوند واخيست. رپوټ ورکول سوی چي د ۲۰۲۲م کال په ترڅ کي په دغه شخړه کي څه د پاسه ۱۰۰ زره انسانان ووژل سول. ويل کيږي چي د دغه رقم دوه برابره انسانان بيا د ايتوپيا او اريتره د حکومت او تيگاري ياغيانو ترمنځ چي »د خلکو آزادۍ بخښونکې جبهه« نوميږي، د جگړو په نتيجه کي رامنځه سوي لوږي او ناروغيو له امله مړه سوي دي.  

د طالبانو رهبر په افغانستان کې د فېسبوک د محدوديت غوښتنه کړې

په دغه رپوټ کي راغلي دي چي پر اوکراين کي د روسيې تهاجمي جگړې د تلفانو له مخي دوهم ځای خپل کړی او په تير کال کي د ۸۲ زرو انسانانو د وژلو سبب سوې ده.

زموږ د يوټيوب کانال هم درسره تعقيب کړئ

دغه درجه بندي د هغو شاخصونو لکه د داخلي او خارجي شخړو د قربانيانو د شمير، د وژنو د کچي، د نظامي جوړولو درجې، د وسلو د صادارتو، د ترهگرۍ پيښو، سياسي بې ثباتۍ او د زندانيانو د شمير له مخي ترسره سوې ده.

د سولي په نړيوال شاخص کي د وسله والو شخړو اقتصادي تاوانونه هم ارزيابي سوي دي. د دغه رپوټ له مخي د تيرکال شخړو، ۱۷ اشاريه ۵ تريلونه ډالر اقتصادي تاوان رامنځته کړی دی چي د ټولي نړۍ د مجموعي ناخالص توليد ۱۳ سلنه ده.

GP/NZ/AG