1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

د روسيې د پوځ کمزوري نکتې چيري دي؟

۱۴۰۲ اردیبهشت ۱۴, پنجشنبه

روسیه پر اوکراین ځوابي برید ته چمتووالی نیسي او اوس یې لا په سونو کیلومتره دفاعي ځایونه جوړ کړي دي. د اوکراین پوځ به د نیول سوو سیمو د آزادولو پر وخت له څه ډول حالت سره مخامخ سي؟

https://p.dw.com/p/4QtuR
Ukraine Kämpfe bei Bachmut | Ukrainische Armee feuert Raketen in Richtung Bakhmut
انځور: Diego Herrera Carcedo/Anadolu Agency via picture alliance

له دسمبر راهیسي د روسيې پوځ د جبهې په ټوله کرښه کي دفاعي کرښي جوړي کړي دي. د سټلایت تصویرونه ښيي، هغه ځواکونه چي د ۲۰۲۲م کال په فبروري مياشت کي اوکراین ته ننوتلي دي، اوس په اشغال سوو سیمو کي خندکونه جوړوي او د متقابلو بریدونو پر وړاندي تیاری نیسي. د بریتانیا د استخباراتي ادارې په حواله په نړۍ کي له لسیزو راهیسي دا ډول ستري دفاعي کرښي نه دي جوړي سوي.

امریکا اوکراین ته د نورو پوځي مرستو اعلان وکړ

همدارنگه د رویترز خبري آژانس د سټلایتي تصویرونو له ارزوني وروسته رپوټ ورکوي چي د روسیې په سرحدي سیمه او همدارنگه د اوکراین په جنوب او ختیځ کی په زرونو نوي دفاعي ځايونه جوړي سوي دي. د محافظت داسي خندکونه، د نقله وسایلو د تلاشۍ ځایونه او ژوري کندي چي اوږدوالی يې څه د پاسه سلو کیلومترو ته رسيږي.

په فلادلفیا کي د خارجي پالیسۍ د څیړني انستیتوت لوړپوړی غړی روب لي، په نظر، روسيې تیرکال د اوکراین له متقابلو بریدونو څخه عبرت اخیستی دی. هغه وايي: «پر خارکیف باندي تر برید وروسته  روسیه په دې پوه سوه چي د یوې ماتي امکان سته او کیدای سي قلمرو بیرته له لاسه ووځي. زما په فکر سړی اوس په دې پوهیږي چي اوکراین کولای سي ځوابیه بریدونه ترسره کړي.»

روسیه څه ډول دفاعي ځایونه جوړوي؟

تر ټولو دمخه به د ساتني داسي ژور خندکونه جوړ سي چي یو سړی پکښي دریدلای سي. د هغوی مخ به د ریگو په بوجیو او یا هم ډبرو تقویه سي. په دې ډول به د روسیې پیاده پوځ له مرمیو، لاسي بمونو او توپخانه یې ډزو څخه وساتل سي. دا ډول ځایونه اوس لا ستراتیژیکو ښارونو ته نیژدې د مهمو سړکونو په اوږدو کي جوړ سوي دي. په واشنگټن کي د امریکن اینترپرایز له انستیتوت څخه برادی افریک، چي د سټلایت انځورونه لیدلي دي په دې هکله خپل رپوټ وړاندي کړی دی.

Russland Region Belgorod | TASS-Material | Verstärkung des Grenzschutzes zur Ukraine
له اوکراین سره په سرحد کی د موانعو ایښودلانځور: Belgorod Region Governor Press Office/ITAR-TASS/IMAGO

د رویترز په حواله دغه انځورونه همدارنگه ښيي چي روسیه غواړي د اوکراین د درنو وسایلو په وړاندي لار وتړي. هغه هم د بیلابیلو موانعو له لاري لکه، کټارو، کندو، کانکریټي دیوالونو او یا هم اغزي لرونکو دیوالو په واسطه چي په دوهمه نړیواله جگړه کي چي جوړ سوي وه. علاوه پر دې د څارونکو په حواله هغوی ماينونه هم فرش سوي.

 اوکراین به کوم ځایونه تربرید لاندي راولي؟

د روسیې د کوماندو په نظر، اوکراین به په تیره بیا هغه ځایونه  تر بریدونو لاندي راسي چي سترې کلابندۍ پکښي جوړي سوي دي. په دې ډول روسیه د زپروږيا سیمي د جنوب ختیځي برخي پر جبهې، د اوکراین پر ختیځ او هغه سیمه باندي تمرکز کوي چي کریمیا د اوکراین له پاته برخي سره تړي.

آندري ملنیک: د روسیي او اوکراین په جگړه کې د چین د منځگړیتوب رول د تصور وړ دی

د اوکراین پوځي کارپوه اولیح شانو وايي چي: «دا داسي کلک دفاعي ځايونه يا کرښي دي چي په شپږو میاشتو کي جوړي سوي دي.» خو هغه ټینگار کوي چي دا یوازي ټاکل سوي ځایونه دي، د مثال په ډول د میلیتوپول په ختیځ کي د سړکونو شبکه د هیڅ ډول کلابندۍ په واسطه نه ده تړل سوې.

د روسیې د کمزورو سیمو پر وړاندي تدابیر

د زوریخ د تخنیکي پوهنتون د امنیتي مطالعاتو له مرکز څخه نیکلاس ماسوهر، اټکل کوي چي روسیه به په خپلو دفاعي ځایونو سره، ډیر لږ دا هڅه وکړي چي د جبهې په ټوله کرښه کي د اوکرایني ځواکونو مخه ونیسي، بلکي هغوی غواړي په متقابلو بریدونو سره له اوکراین څخه د لا لوړی بیې غوښتنه وکړي. ماسوهر څرگندوي: «دفاعي کرښي د وړاندویني قابلیت او د راتلونکو عملیاتو جوړښت رامنځته کوي. دا کار د روسیې کمزوري راکموي، دا ځکه چي د اوکراین پوځ په حقیقت کي د پوځي وضعیت په بدلولو کي ښه تره دی.» د هغه په وینا، دغه حقیقت هم چي روسي ځواکونه په کلابندو سیمو پوري تړلي دي، اوکراینیان د راتلونکي په هکله ښه اټکل کولو ته هڅوي، دا ځکه چي هغوی هلته په خپل موقعیت پوهیږي.

اوکراين لس چنده زياته نظامي مرسته غواړي

د خارجي پالیسۍ د څېړني انستیتوت لوړپوړی غړی روب لي په نظر، پر یوه مشخص ځای باندي د خپلو ځواکونو تمرکز کولای سي اوکراینیانو ته گټه ورسوي او هغوی ته اجازه ورکړي تر څو د روسیې ترکنترول لاندي سیمو ژورو ته ورننوزي. دا کار کولای سي دفاعي کرښي هم له منځه یوسي او د یوه ستر پرمختگ سبب وگرځي.

GP/NZ/DW.Online