1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

«د اوکراین جگړه کې د چین منځگړیتوب د تصور وړ دی»

۱۴۰۲ اردیبهشت ۱۰, یکشنبه

د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت مرستیال آندرې ملنیک په اند، د روسیې او کراین په جگړه کې د چین د منځگړیتوب نقش د تأمل او تصور وړ دی. ملنیک دا څرگندونې په داسې یو وخت کې کړي چې ظاهراً د جگړې لمن کریمیا ټاپو ته هم غځیدلې ده.

https://p.dw.com/p/4Qj31
Ukraines Präsident Selenskyj entlässt Botschafter Melnyk
د اوکراین د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ملنیک آندرېانځور: Kay Nietfeld/dpa/picture alliance

د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت مرستیال آندرې ملنیک د یکشنبې (د اپریل میاشتې ۳۰ نیټه) په ورځ په المان کې د فونکه رسنیزې ډلې سره په خبرو کې د روسیې او اوکراین په جگړه کې د چین د منځگړیتوب رول د منلو وړ وباله.

پوتين د اوکراین اشغال شوي ښار ماريوپول ته سفر کړی

ملنیک وویل: «چین یو غیر واقع بینانه شی نه دی.» نوموړي د خپلو خبرو په دوام وویل «چینایان طبیعتاً خپلې گټې او علایق تعقیبوي. خو فکر کوم چې یوه سوله ایزه او عادلانه حل لاره او د جگړو په پای ته رسیدو کې د چين ډیره گټه ده، د دې نه ختمیدونکي او درنې زلزلې په پرتله چې د ټولې نړۍ نظام یي لړزولی دی.»

نوموړي د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي او د چین د ولسمشر شي جین پینگ ترمنځ وروستیو تلیفوني خبرو ته په اشارې سره وویل: «دا د مخ پر وړاندې پر لور یو لوی گام و، څو له چین سره خپلې اړیکې پیاوړې کړو او وکولی شو د روسیې تیري ته د پای ټکې کیدو.»

د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت مرستیال په ورته وخت کې وویل چې کیدای شي د چین دریځ د اوکراین په پرتله بل ډول وي. هغه وویل: «د کیف له پاره له اشغال شوو سیمو څخه د ټولو روسي ځواکونو وتل یو اساسي شرط دی.»

Krim Sewastopol Großbrand in Erdöl-Lager
د کریمیا د نفتو په زیرمتون کې د اورگیدنې انځور انځور: Mikhail Razvozhaev/telegram/AP/picture alliance

په کریمیا کې د سون توکو د زیرمو سوځیدل

د چین د منځگړیتوب نقش په هکله د ملنیک څرگندونې په داسې یو وخت کې خپریږي چې ظاهراً د جگړې لمن د کریمیا ټاپو ته هم غځیدلې ده.

د شنبې په ورځ د تورې بحیرې په څنډه سواستوپل بندري ښار کې د روسي بیړیو د دریدو په ځای کې د نفتو په زیرمه تون کې اورلگیدنه رامنځته شوه. د اوکراین د یوه استخباراتي چارواکي په وینا د دغې اورلگیدنې په جریان کې ۴۰ ټنه نفتي محصولات سوځېدلي دي.

روسي چارواکو د دې پيښې پړه پر اوکراین ور اچولې ده او ویلي یې دي چې دغه اور لگیدنه د یوه بی پيلوټه الوتکې د برید په پایله کې رامنځته شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې کیف دغه تورونه رد کړي او د اوکراین یوه استخباراتي چارواکي بیا په دې اړه [د جمعې په ورځ د روسیې د توغندیز برید په مقابل کې] د «الهي جزا» خبره کړې ده.

روسیې د جمعې (د اپریل میاشتې ۲۸ نیټه) په ورځ د اوکراین په مختلفو ښارونو کې د هوایي بریدونو یوه لړۍ پیل کړه چې په پایله کې یې لږ تر لږه ۲۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دا د څو میاشتو راهیسې د دې ډول لومړنی برید دی.

روسیه: پر کریمیا ټاپو د بي پيلوټه الوتکې برید مخه نیول شوې

د یادونې وړ ده چې روسیې په ۲۰۱۴م کال کې د کریمیا ټاپو له خپلې خاورې سره الحاق یا یو ځای کړ او په توره بحیره کې د روسیې د سمندري بیړیو اصلي اډه هم په همدې ټاپو کې موقعیت لري.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و. ا