1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د رفح له لاري له غزې څخه د وروستيو بهرنيانو وتل

۱۴۰۲ آبان ۱۰, چهارشنبه

مصر د غزې له تراډې سره د رفح سرحدي لار پرانيستې ده، ترڅو د اول وار له پاره بهرنيانو ته د وتلو امکانات برابر کړي. د گوتیریش د اسرائيل پوځ او حماس ترمنځ نښتو په هکله خپله سخته اندېښنه څرگنده کړه.

https://p.dw.com/p/4YHmu
Gazastreifen, Rafah | Grenzübergang zu Ägypten
انځور: Mohammed Abed/AFP/Getty Images

د بهرنيانو لومړۍ ډلې وکولای سوای د فلسطين له کلابندي غزې تراډي څخه د رفح پر سرحد مصر ته ولاړ سي. عيني شاهدانو خبر ورکړی دی چي بې شماره دوه تابعيته کسان له دغه سرحد څخه تير سوي دي.

دا د حماس او اسرائيل ترمنځ تر متقابله بريدونو وروسته  لومړی ځل دی چي مصر هغو خارجي اتباعو ته د ورننوتو اجازه ورکوي چي د اکتوبر له ۷ م نيټې راهيسي په ساحلي تراډه کي بند پاته ول.

مصري چارواکو مخکي له دې د غزې په تراډه کي د هغې سرحدي لاري د استثنايي پرانيستلو اعلان وکړ چي د اسرائيل په کنترول کي نه ده. په دې ډول به د بهرني پاسپورټ درلودونکي ۴۰۰ کسان او نږدې ۹۰ زخمي فلسطينيان مصر ته سفر وکړي. د هغوی لومړني کسان په امبولانسونو کي له سرحد څخه واړول سول.

په نورد سيناي کي د سرې مياشتي عمومي مشر رايد عبدل ناصر، ويلي دي چي روغتيايي ټيمونو ته خبر ورکړل سوی دی چي په سرحدونو کي تياری ونيسي. د سيمه ايزو روغتيايي چارواکو په حواله له رفح څخه څه ناڅه ۱۵ کيلومتره ليري په يوه ۱۳۰۰ متره مربع ساحه کي يو روغتون جوړ سوی دی.

گوتيريش: نړيوال قانون د خوراک کومه انتخابي مينو نه ده

د ملگرو ملتونو عمومي منشي  انتونيو گوتيريش د اسرائيل پوځ اوحماس ترهګري ډلي ترمنځ پر مخ په زياتيدونکو ډول نښتو په هکله خپله سخته اندېښنه څرگنده کړه. نوموړي وويل چي د حالت په لاخرابيدو کي «د سختو هوايي بريدونو تر څارني لاندي د اسرائيل پوځمځکني عمليات» او همدارنگه پر اسرائيل باندي له غزې تراډې څخه په پرله پسې ډول راکټي بريدونه نقش لري. د هغه په خبره بشري نړيوال قوانين داسي ښکاره مقررات لري چي بايد له پامه ونه غورځول سي. دا د غذا کومه مينو نه ده چي په خپله خوښه وټاکل سي.

په ملګرو ملتونو کي د کوچنيانو د ملاتړ ادارې (يونسف) په غزې تراډه کي د کوچنيانو له ډله ايزو وژنو څخه خبرداری ورکړی دی. د نوموړي ادارې وياند ويلي دي چي همدا اوس لا فلسطيني سيمې د کوچنيانو په هديرو اوښتې او په راتلونکي کي ښايي حالت تر دې هم خراب سي.

Ägypten, Rafah | Hilfgüter am Grenzübergang zum Gazastreifen
د غزې تراډه ته د مرستو لیږدولانځور: Kyodo/picture alliance

د رپوټونو په حواله د جگړې له پيل راهيسي څه د پاسه ۳۴۵۰ کوچنيان وژل سوي دي. خو د اوبو، دارو درملو او خوراکي توکو د انتقال او تښتول سوو کوچنيانو له آزاديدو پرته به دغه ډول ناورين همداسي ادامه پيدا کړي او د قربانيانو شمېر به خپل اوج ته ورسيږي. 

اسرائيل: څه د پاسه ۱۱ زره هدفونه ويشتل سوي دي

د اسرائيل پوځ د معلوماتو له مخي، د افراطي ډلي حماس د بې سارو ترهگري بريدونوراهيسي په غزې تراډه کي تر ۱۱ زره اضافه هدفونه ويشتل سوي دي. پوځ څرگنده کړې ده چي په دې کي د نوموړي «ترهگر سازمان»هدفونه په نخښه سوي.

قطر په جبليه کې «قتل عام» غندلی دی

قطر د غزې تراډې په شمال کي پر جبليه باندي د اسرائيل بريد سخت غندلی دی. په دوحه کي د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چي دا «د فلسطين د بې دفاع ولس پر وړاندي يو بل قتل عام» دی.

Gaza | Bodenoffensive der israelischen Armee
د غزې په تراډه کی اسراییلي ټانکونهانځور: Israel Defense Forces/Handout via REUTERS

د سې شنبې په ورځ په دغه بريد کي د فلسطينيانو په حواله په مهاجر کمپ کي په لسونو انسانان وژل سوي دي. خو د اسرائيل پوځ بيا هغه د حماس ترهگر سازمان او د هغه پر زيربنايي تاسيساتو يو بريد بولي چي وايي پکښي د نوموړي ډلي اصلي استازی ابراهيم بياري او ډېر نور جنگيالي وژل سوي دي.

قطر قطر د حماس له بند څخه د یرغمل شوو خوشې کیدو ته خوشبینه دیچي د امريکا متحده ايالاتو او ډېرو لويديځو هيوادونو مهم تجارتي ملگری دی، خو د حماس لوړپوړو استازو ته يې هم اقامت ورکړی دی. دغه هيواد ته د منځني ختيځ د کړکيچ د منځگړي په سترگه کتل کيږي او په دې وروستيو کي يې د حماس څخه د يرغمل سوو کسانو د خلاصون په برخه کي کليدي نقش لرلی دی.

GP/NZ/DW.Online