1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآلمان

یو افغان چې د خپلې ښځې په وژنې تورن دی برلین کې نیول شوی

۱۴۰۳ مرداد ۱۳, شنبه

د المان پولیسو وروسته له هغې یو سړی د برلین په هوایي ډګر کې ونیوه چې د میرمنې جسد یې په اتریش کې وموندل شو. دغه شکمن افغان د خپلې ښځې په وژلو او د تیښتې په هڅې تورن دی.

https://p.dw.com/p/4j4yL
Zwei Hände in Handschellen
د وژل شوې ښځې مړی په ویانا کې په خپل کور کې مودل شویانځور: Romain Fellens/picture alliance

د اتریش پولیسو د جمعې (د اګست میاشتې ۲ نیټه) په ورځ اعلان وکړ چې د المان د امنیتي ځواکونو له خوا د دغه هیواد په پلازمېنه برلین کې یو شکمن کس نیول شوی دی.

د دې سړي د ښځې جسد یا مړی د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د دوی په ګډ اپارتمان کې موندل شوی دی. مخکې له دې د وژل شوي ښځې یو له خپلوانو څخه له پولیسو سره تماس نیولی وو او د دغه میړه او ښځې ترمنځ د مشاجرې خبر یې ورکړی وو.

وروسته له دې چې د دغې ښځې مړی وموندل شو، د اتریش پولیسو یې په نړیواله کچه لټون پیل کړ. پولیسو د المان خبري آژانس ته ویلي چې احتمالاً شکمن کس غوښتل له برلین څخه یو بل ځای ته وتښتي. خو د هویتي پلټنو پر مهال د برلین- براندنبورګ په هوایي ډګر کې ونیول شو.

د ویانا څارنوالۍ له المان څخه غوښتنه کړې ده چې دغه کس دې اتریش ته وسپاري. د عدلي طب له معایناتو څخه معلومه شوې ده چې دغه میرمنه د سینې او اورمیږ په برخه کې په یوه تیره شي وهل شوې ده.

د پولیسو په وینا تر اوسه پورې د قتل ابزار نه دي موندل شوي. تحقیق کوونکي په دې باور دي چې د قتل اله یو چاقو یا د تیره څوکې درلودونکې کومه بله وسیله ده.

تر اوسه پورې د قتل انګیزه نه ده معلومه او تورن کس هم له پولیسو سره کومه جُرمي سابقه نه ده درلودلې.

آژآنسونه: ش.ن/ ا.و.ا

د اوشويتڅ د آزادۍ ۷۰ کاليزه

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب