1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان:د خپلې میرمنې د وژلو په تور د یوه افغان د محاکمې پیل

۱۳۹۹ بهمن ۸, چهارشنبه

په یوه بس کي د خلکو په مخکې د خپلي میرمني د وژلو په تور د یوه افغان سړي محاکمه د سه شنبه په ورځ پیل سوه. څارنوالۍ ویلي چي دغه سړي له دې کبله خپله ښځه وژلې چې فکر یې کاوه میرمن یې د هغه آبرو او عزت ته تاوان رسولی دی.

https://p.dw.com/p/3oTTD
Deutschland Kempten | Prozessbeginn wegen Mordes in Linienbus
انځور: Karl-Josef Hildenbrand/dpa/picture alliance

د نوموړي محکمې ویاند ویلي چې محمد صالح ام. چې خپله ۲۷ کلنه میرمن یې وژلې، د سه شنبه په ورځ د جرمني د کمپتن د ښار د ایالتي محکمې په مخکي راحاضر سو خو د نظر له ورکولو څخه یې ډډه وکړه.

د پیښې څرنګوالی

دغه میرمن چې له نوموړي سړي څخه یې څلور کوچنیان درلودل، د تیر کال په جولای مياشت کي د چړې په ګوزارونو سره ووژل سوه. د نوموړي ۳۸ کلن سړي پر ضد دعوی کي راغلي چي هغه مخکې له دې د ۲۰۱۹ م کال په نومبر کي هم له خپلې ميرمن او لور سره ډېر زرو زياتی کړی وو.

د څارنوالۍ پلټني ښیي چي دغه سړي د پیښي په ورځ په هدفمندانه ډول د هغه بس شاتنۍ خواته پورته سو چي میرمن یې د آلماني ژبي تر کورس وروسته پکې ناسته وه. کله چي میرمن یې د کور تمځای ته رسیږي او د دروازې د پرانیستلو د دکمې په فشار سره، د بس د چلوونکي شاته دریږي، دغه سړی د آشپزخاني د یوې چړې په مرسته ۱۱ وارې د هغې پر ځيگر، ملا او مټ باندې گوزارونه کوي.

Deutschland Kempten | Prozessbeginn wegen Mordes in Linienbus
تورن کس د محکمې سالن ته د ننوتو پر حالانځور: Karl-Josef Hildenbrand/dpa/picture alliance

دغي ښځي پر زړه باندي د چړې د زخم له امله ساه ورکړه. د بس ځیني هغه مسافر چې د پیښې لیدونکي ول، تر رواني درملني لاندي ونیول سول.

همدارنګه پر نوموړي سړي تور لګول کیږي چي مخکي تردې پیښې یې د ۲۰۱۹ م کال په نومبر مياشت کې لومړی پر خپلې لور باندي، کور ته د ناوخته راتلو له امله برید وکړ او پس له هغه یې له لور څخه د دفاع کولو له امله پر میرمني حمله وکړه او هغه یې په مرګ وګواښله.

میرمن یې په هماغه ورځ پولیسو ته مراجعه وکړه او پولیسو هم نوموړی سړی د مهاجرو یوه کمپ ته انتقال کړ.

درې میاشتي وروسته بیا هم نوموړې ښځه د خپل خاوند له خوا تهدیدیږي او پولیس مجبوریږي چې هغه منع کړي چې خپلې ميرمنې ته تر ۱۰۰ مترو ډېر ور نزدې نه شي. 

د قتل انګیزه؟

څارنوالي په دې نظر ده چي دغه سړي له دې امله خپله ښځه وژلې چې احساس یې کاوه چې میرمن یې د قانوني اقدام او پولیسو ته د ورتګ له امله د هغه عزت ته تاوان رسولی.

همدارنګه څرنګه چی دغه سړي نور نه سوای کولای د کورنۍ مشري وکړي او له همدې کبله اندیښمن وو، نو فکر یې کاوه چي د اوبر ګونسبورګ د ښار میشتو افغانانو په وړاندي یې خپل عزت له لاسه ورکړی او له همدې کبله یې خپله ښځه وژلې ده.

د محاکمې د پیل پر مهال شاهدانو شهادت ورکړ او د وژل سوي میرمن یوې نژدې ملګری د تورن کس د بد چلند د تأییدولو تر څنګ ویلي چي تورن له خپلې میرمنې په مقابل کې ډېر حسود وو او په دې اړه یې بدگماني لرله چې هغه له نورو نارينه وو سره خبرې کوي. هغه خپلو کوچنيانو ته ويلي ول چې له دغي ښخي څخه به د کوفتې غوښه جوړي کړي. له همدې کبله یې ښځه تل بیریدله.

عینی شاهدانو ویلي چې که څه هم د بس چلوونکي نوموړی سړی له موټره وایست خو دغي میرمني د سختو ټپونو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.  دا تورن کس وروسته د پولیسو له خوا ونیول سو. انتظار کیږي چې د فبرورۍ په نیمایي کې به د هغه په مقابل کې د محکمې حکم اعلان سي. که هغه مجرم ثابت سي نو د عُمري بند له سزا سره به مخامخ سي.