1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي يوه افغان خپله ميرمن وژلې

۱۳۹۹ آذر ۵, چهارشنبه

د آلمان په مونشن ښار کي يوه ۴۱ کلن افغان خپله ۳۴ کلنه ميرمن وژلې او د هغې جسد يې تر تخت لاندي پټ کړی وو. لکه څنګه چي جنايي پوليسو د سه شنبه په ورځ خبر ورکړی دی، قاتل ښايي د ايټاليا له لاري افغانستان ته تښتيدلی وي.

https://p.dw.com/p/3loFm
Deutschland Symbolbild Polizei München
انځور: picture-alliance/dpa/T. Hase

د پلټنو په حواله ګومان کيږي چي نوموړي شخص چي يو افغان دی، خپل د ميرمني تر وژلو وروسته، لومړی ايټاليا او له هغه ځايه افغانستان ته تښتديلي وي.

د ۳۴ کلني وژل سوي ښځي جسد د هغې تر وژل کيدو درې ورځي وروسته، يعني د جمعې په ورځ د دغي جوړې په کور کي د هغوی د زوي تر تخت لاندي موندل سوی دی.

پوليس تر پيښي وروسته څو واره په دغه آپارتمان کي ول، خو مړي يې نه وو پيدا کړی. پلټونکي ددې کار علت دا بولي چي په اول سر کي يې په يوه داسي کس پسي کتل چي د ورک کيدو اعلان يې ورکړل سوی وو. وروسته يې د وينو د نښو په پيدا کولو پسي پلټني پيل کړې. خو جدي پلټني بيا د جمعې په ورځ تر سره سوې.

وژل سوي ښځي دوه کوچنيان درلودل. دغه ۳ کلن او ۷ کلن کوچنيان اوس د پالني له پاره د وژل سوي ښځي خپلوانو ته سپارل سوي دي.

(dpa) گ.پ/ن.ز