1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«افغانستان د قحطۍ له ګواښ سره مخ دی»

شبنم الکوزۍ
۱۴۰۲ فروردین ۲۳, چهارشنبه

د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اف پي) په افغانستان کې د سختې قحطۍ له خطر څخه خبرداری ورکوي. دغه بنسټ ویلي چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې له افغانستان سره ۸۰۰ میلیونه ډالرو مرستو ته اړتیا لري.

https://p.dw.com/p/4PwPJ
افغانستان له بشري ناوړین سره مخ دی
افغانستان له بشري ناوړین سره مخ دیانځور: ATIF ARYAN/AFP

د خوړو نړيوال سازمان په خپل وروستي راپور کې ویلې چې افغانستان د تیرو ۲۵ کالو د تر ټولو لوی د قحطۍ د ګواښ سره مخ دی. 
د دغه سازمان د معلوماتو له مخې نژدې شل میلیونه افغانان نه پوهیږي چې څه ډول خوړو ته لاسرسۍ پیدا کړي، چې له دوی څخه شپږ میلیونه یې د قحطۍ په لومړي قدم کې دي. 
د خوړو نړیوال سازمان (WFP) د اړمنو کسانو سره د مرستي له پاره په راتلونکي شپږو میاشتو کې ۸۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري. "نړۍ کې د لوږې کړکیچ، کډوالي به ډېره شي"


یاد سازمان وايي که مرستي پر وخت ونه رسیږي افغانستان کې به بشري ناوړین لا پسي لوی شي. 
په دغه راپور کې د خوړو نړیوال پروګرام د بشري مرستو په رسولو کې د ښځینه کارکوونکو پر رول ټینګار کړی او ویلي یې دي چې ښځینه کارکوونکې د بشري مرستو په رسولو کې مهم رول لوبوي.

د خوړو نړېوال پروګرام: بشري مرستو له پاره بوديجه کمه شوې


یاد سازمان ویلي چې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر نه کار کولو د طالبانو د وروستي حکم د اغیزو ارزونه کوي او ټینګار کوي چې ددوی ادارې د ټولو کارکوونکو حضور ته اړتیا لري.
دغه سازمان ویلي دي چې د یوې حل لارې د موندلو له پاره به هڅه وکړي چې د دې موسسې ښځینه کارکوونکي هم د بشري مرستو په رسولو کې فعاله ونډه واخلي. 
ډبلیو اف پي ټینګار کړی چې د خلکو د جدي اړتیاوو له امله به په ټول افغانستان کې اړمنو کورنیو ته د بیړنیو مرستو رسولو هڅې جاري وساتي.
د خوړو نړیوال پروګرام په داسې حال کې په افغانستان کې د بشري ناورین خبرداری ورکوي، چې طالبانو په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار کولو بندیز لګولی دی.
 

شبنم الکوزۍ له دویچه ویلې سره په پښتو او دري ژبو د مولټي میدیا خبریالې په توګه کار کوي.@dwalokozai