1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د خوړو نړېوال پروګرام: بشري مرستو له پاره بوديجه کمه شوې

۱۴۰۱ اسفند ۲۷, شنبه

د خوړو نړېوال پروګرام خبرداری ورکړی، چې د بودجې کمښت افغانستان کې له اړمنو سره په بشري مرستو سخت منفي اغیز کولای شي. د ملګرو ملتونو وروستۍ شمېرې هم ښيي چې شاوخوا ۲۸ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړ دي.

https://p.dw.com/p/4OsLz
افغانستان/کندهار: د خوړو نړېوال پروګرام مرستې
افغانستان/کندهار: د خوړو نړېوال پروګرام مرستېانځور: Javed Tanveer/AFP/Getty Images

د خوړو نړېوال پروګرام یا WFP د مالوماتو له مخې، همدا اوس افغانستان کې ۱۹،۹ میلیونه افغانان د ژوند کولو له پاره خوندي خواړه نه لري.

د ملګرو ملتونو د خوړو دغه سازمان په خپله یوه اعلامیه کې لیکلي: «نړېواله ټولنه باید افغانستان کې د یوه بشري ناورین په مخنیوي کې ګام پورته کړي، د خوړو نړېوال پروګرام راتلونکو شپږو میاشتو کې یو اعشاریه ۴۶ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري، چې اړمنو افغانانو ته بیړنۍ مرستې ورسوي.»

اړوند مطالب:ډبلیو، اف پي: میلیونونو کسانو ته مو مرستې رسولي؛ خلک: اړمنو ته نه دي رسیدلي

د خوړو نړېوال پروګرام د شمېرو پر بنسټ، راتلونکو شاوخوا ۱۲ میاشتو کې به نیږدي نیمايي افغان ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي او په ډېر شمېر کې مینداورې او شېدې ورکوونکې میرمنې د خوړو ژغورنکي ملاتړ ته اړتیا ولري.

د ملګرو ملتونو وروستۍ شمېرې هم ښيي چې شاوخوا ۲۸ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړ دي.