1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د خوست هوایي ډګر څخه به کله نړیوال پروازونه پیل شي؟

فريدالله ظاهر
۱۴۰۱ مهر ۲۵, دوشنبه

د خوست ملکي هوایي ډګر، چې ۹۹۱ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی، له پرانستل کيدو راهيسې ترې تر اوسه په منظم ډول ملي او نړیوال پروازونه نه دي شروع شوي. د طالبانو اداره وایي، د خوست او عربي اماراتو ترمنځ پروازونه پیلیږي.

https://p.dw.com/p/4IHj4
Afghanistan Flughafen Khost
انځور: Najibullah Alokhil/DW

نږدې دوه کاله وړاندې د خوست ملکي هوایي دګر د پخواني ولسمشر اشرف غني له لورې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. تمه وه، چې په خلیجي هېوادونو کې د خوست ډېرو مسافرو ته په کتو  او په خوست کې د جلغوزیو زیاتو صادراتو د هوایي دهلیز لپاره به د خوست له هوایي ډګر نړیوال پروازونه پیل شي، خو تر اوسه ترې په منظمه توګه  پرواز نه دی ترسره شوي.د خوست اوسیدونکي او مسافر وایي، چې په دې ولایت کې د هوایي ډګر جوړیدل د خوستیانو یوه ستره هیله او غوښتنه وه، خو اوس له جوړیدو وروسته یې فعالیدل ستره هیله ده.

 

د خوست اوسیدونکی نور بادشاه په متحده عربي اماراتو کې یو مسافر دی. هغه چې کلونه په دغه خلیجي هېواد کې مزدوري کوي وایي، چې پخوا د پاکستان له لارې افغانستان ته تلل، چې وروسته بیا د کابل له لارې سفر کوي.

اړوند مطالب: خوست ته ملکي الوتني پيل سوې

دی وايي هیله یې لرله، چې یوه ورځ په خوست کې له الوتکې ښکته شي: «دغه د خوست میدان ته موږ دومره خوشاله وو، چې تصور یې نه کیږي. موږ تمه لرله، چې خوست ته به طیاره کې ځو او څو دقیقو کې به کور ته رسیږو او چې دلته راځو، لنډ به له کوره میدان ته ځو، خو نه پوهیږم دا ارمان به مو کله پوره شي.»

د خوست هوایي ډګر ته د زلزله لپاره په الوتکو کې مرستې راوړل شوې وې
انځور: Najibullah Alokhil/DW

د خوست هوایي ډګر د خوست اسماعیل خيل او مندوزیو ولسوالۍ کې جوړ شوی دی. ځایي خلک وایي، د خوست هوایي ډګر په جوړیدو کې د خلکو سلګونه جریبه ځمکه تللې، خو هغې هیلې چې خلکو د هوایي ډګر جوړیدو ته لرلې، نه دي پوره شوي.

د دغه ولسوالۍ یوه اوسیدونکي ریحان دویچه ویله ته وویل: «زموږ تر سلو جریبو ډېره ځمکه د میدان په جوړیدو کې تللې ده. موږ څه هیڅ شکایت ونه کړو، ځکه د نورو خلکو ځمکې هم په میدان کې لاړې او دا مو ابادي بلله. موږ هیله لرله، چې دا میدان جوړ شي، دلته به دوکانونه وي، کار به وي او زموږ سیمه به اباده شي، خو هیڅ ونه شول.»

خو د خوست هوایي ډګر اوس په کوم حالت کې دی؟

د طالبانو ادارې د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت مسؤلین وایي، چې د خوست نړیوال هوایي ډګر په تخنیکي لحاظ بشپړ دی او هر ډول پرواز ته اماده دی.

خوستيان په يوه خوله د ملکي هوايي ډګر غوښتنه کوي

د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت ویاند امام الدین احمدي دویچه ویله ته وویل، د خوست هوایي ډګر له تخنیکي اړخه بشپړ او فعال دی.

هغه وویل: «موږ الوتکو ته ټول خدمات وړاندې کولی شو. زموږ تخنیکي ټيم هر د ډول داخلي او نړیوال پرواز جوګه دی. اوس د یو شمېر بهرنیو مرستندویه مؤسساتو الوتکې خوست ته پروزاونه ترسره کوي.»

د خوست هوایي ډګر کې د طالبانو ادارې اړوند یوه الوتکه
انځور: Najibullah Alokhil/DW

احمدي وایي، چې په نږدې راتلوونکي کې به د اریانا افغان هوایي شرکت الوتکې د خوست او متحده عربي اماراتو ترمنځ پروازونه پیل کړي.

هغه زیاته کړه: «د اریانا افغان هوایي شرکت غوښته دا وه او پلان لري، چې د خوست نړیوال هوایي ډګر څخه متحده عربي اماراتو ته مستقآ الوتنې پیل کړي. نور نړیوال هوايي شرکتونه چې پروازونه یې په موقت ډول افغانستان ته بند دي، هم پروازونه شروع کوي، چې په دې سره به د خوست نړیوال هوایي ډګر ته هم الوتنې پیل شي.»

په نړيوال ستندرد برابرهوايي ډګرونه جوړيږی

د طالبانو د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت ویاند زیاتوي چې د هېواد ټول داخلي او نړیوال هوایي ډګرونه په مخابروي سیستم وصل دي او د متحده عربي له یوې کمپنۍ سره د هوایي ډګرونو د هوایي خدماتو په شوي قرارداد کې هم شامل دي.

خوست په بهرنیو هېوادونو او په ځانګړي توګه په خلیجي هېوادونو کې زیات مسافر لري.