1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکیه او قطر لا هم د طالبانو پریکړې ته په تمه دي

۱۴۰۰ دی ۷, سه‌شنبه

د قطر او ترکيې خصوصي شرکتونه د افغانستان د پنځو هوايي ډګرونو د مدیریت له پاره سره سلا شوي او د طالبانو پریکړې ته په تمه دي. دغه شرکتونه له یوې مودې راهیسې په کابل کې دي او له طالبانو سره یې خبرې کړي دي.

https://p.dw.com/p/44vFC
Afghanistan I Taliban I Flughafen Kabul
انځور: Wana News Agency/REUTERS

د سه شنبې په ورځ د قطر او ترکیې هیواد هغو خصوصي شرکتونو چې د افغانستان د پنځو هوايي ډګرونو د مدیریت له پاره یې توافق کړی، د یادو هوايي ډګرونو د مدیریت په برخه کې لا هم د طالبانو شنه څراغ ته منتظر دي.

د دوشنبې په ورځ د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وویل چې د روانې میاشتې په پیل کې په دوحه کې یو تفاهم لیک لاسلیک شوی وو. د هغه په خبره د توافق پر اساس د افغانستان د کابل هوايي ډګر په ګډون څلور نور هوايي ډګرونه به د ترکيې او قطر خصوصي شرکتونو له لوري په ګډه مدیریت شي.

د ترکیې د بهرنیو چارو د وزیر چاوش اوغلو په خبره، د متحده عربي اماراتو هغه شرکت چې واک ته د طالبانو تر رسیدو مخکې یې د کابل د هوايي ډګر ملکي برخه مدیریت کوله، د قطر او ترکيې له شرکتونو سره په ګډه د افغانستان د هوايي ډګرونو د مدیریت له پاره علاقمند دی. د هغه په خبره، د نوامبر میاشتې په وروستیو کې له ترکیې څخه د متحده عربي اماراتو د ولیعهد شیخ محمد بن زاید د سفر پرمهال هم پر دغه موضوع بحث شوی وو.

Afghanistan Erster ziviler Evakuierungsflug seit US-Abzug aus Kabul gestartet
انځور: Wakil Kohsar/AFP

اوغلو زیاته کړه چې «دوی [متحده عربي اماراتو] ویل چې ښايي په درې اړخیزه توګه دغه کار وشي» او زیاتوي چې په دې برخه کې نهايي وړاندیز ونه شو او دا چې موږ [ترکیې] هم هغه ته په دې برخه کې کوم وړاندیز نه دی سپارلی. د اوغلو په خبره، د لنډ وخت له پاره د هوايي ډګرونو چلولو ښايي په اجندا کې شامل وي.

بل لوري ته د قطر او ترکيې چارواکو په خپلو کې د تفاهم لیک د جزئیاتو په هکله څه نه دي ویلي او نه یې هم د ښکیلو شرکتونو په هکله معلومات وړاندې کړي دي. وروسته له هغې چې د کابل او ځينو نورو ولایتونو د هوايي ډګرونو د مدیریت د ځنډ په هکله راپورونه خپاره شول، د طالبانو د ملکي هوايي چلند وزارت ویاند امام الدین احمدي د فرانسې خبري آژانس ته د سه شنبې په ورځ وویل چې په دې برخه کې «لا هم کوم تړون لاسلیک شوی نه دی.»

تر دې وړاندې طالبانو د ترکیې هغه وړاندیز ته د رد ځواب ویلی وو چې غوښتل یې د کابل د هوايي ډګر امنیتي چارې پر غاړه اخلي چې له کبله یې هغو افغانانو ته له افغانستان څخه د وتلو زمینه هم برابریږي چې غواړي د تهدیدونو له کبله دغه جګړه ځپلی هیواد ترک کړي. سربیره پر دې، د افغانستان هوايي ډګرونه اوس د بشري مرستو د رسولو په برخه کې هم رغنده او مثبت نقش لوبوي.

Afghanistan | Ankunft katarischer Außenminister | Mohammed bin Abdulrahman Al Thani
انځور: Karim Sahib/AFP/Getty Images

د ترکیې د بهرنیو چارو د وزیر مولود چاوش اوغلو په خبره، تر هغو پورې به توافق ته ونه رسیږي ترڅو چې طالبان د هوايي ډګرونو د مدیریت په هکله با اعتباره شریک پیدا نه کړي. ټاکل شوې چې د توافق په صورت کې به طالبان د هوايي ډګرونو امنیت پر غاړه ولري او د چلولو چارې به یې د یادو دوو شرکتونو پر غاړه وي.

چاوش اوغلو د دوشنبې په ورځ وویل: «زموږ ټیمونه کابل ته ولاړل...ترڅو [طالبانو ته] وړاندیزونه ور وسپاري او بیا به زموږ ملګري په دوحه کې بحثونو ته ادامه ورکړي.» دا هم په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت چارواکو ویلي دي چې دوی له مختلفو هیوادونو څخه د هوايي ډګرونو د مدیریت په برخه کې وړاندیزونه مني.