1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خوست ته ملکي الوتني پيل سوې

فريدالله ظاهر۱۳۹۲ دی ۲۲, یکشنبه

خوست ولايت ته تر ۱۳ کلن ځنډ وروسته ملکي الوتني پيل شوې. تر دې دمخه د خوست ولايت هوايي ډګر بشپړ د ناټو ځواکونو په اختيار کي وو. د دې ترڅنګ په دغه ولايت کي د يوه بل نړيوال هوايي ډګر د جوړولو چاري هم رواني دي.

https://p.dw.com/p/1ApFj
انځور: DW/F. Zaher

تر يوې نيمي لسيزي ځنډ وروسته يو وار بيا خوست ته ملکي الوتني پيل شوې، چې په دې سره به د سيمي د مسافرو ډېري ستوونزي هواري شي.

د خوست اوسېدونکی جمال سعادت د دې ولايت په مرکز کې د ناټو ځواکونو په پخوانۍ پوځي اډه کي له يو شمېر نورو سپرليو سره له هغي الوتکې څخه راکښته شو، چې خوست ته يې لومړۍ ملکي الوتنه وکړه.

هغه وايي، تر دې دمخه يې کابل ته د سفرونو پر وخت ډېري ستوونزي درلودې او اوس ډېر خوشاله دى، چې په خپل ولايت کې له الوتکي څخه راکښته کيږي:

«مخکې به چې موږ کابل ته تللو، نو شپږ يا اووه ساعته به مو مزل کاوه او لار به هم بنده شوه. داسې هم شوي دي، چې پر مسافرو باندي پر لاري شپه راغلې ده. نن موږ ډېر خوشاله يوو، چې خوست ته پروازونه شروع شول.»

د افغانستان د ترانسپورت وزارت د هوانوردۍ رئيس کېپتان حامد ظاهر د الوتکي تر راکښته کېدو وروسته خبريالان ته وويل، چې د مهال وېش له مخې به د اوس له پاره د کابل- خوست تر منځ په اوونۍ کې درې الوتني کيږي.

هغه دغه راز وويل، چې په دې ولايت کې د نوي ملکي هوايي ډګر په جوړېدو سره، چي اوسمهال يې د جوړېدو چاري رواني دي، غواړي چي بهرنيو هېوادونو او په ځانګړې توګه متحده عربي اماراتو ته هم الوتني پيل کړي.

د خوست د ملکي هوايي ډګر پرانيستل
د خوست د ملکي هوايي ډګر پرانيستلانځور: DW/F. Zaher

حامد ظاهر زياته کړه، چې خوست ته يې د الوتنو قرارداد د اُفق شرق په نوم يوه کورني خصوصي شرکت ته ورکړی دی او د يوه کس پر سر درې زره افغانۍ د الوتکي کرايه ټاکل شوې ده.

هغه په دې اړه وايي: «د مهال وېش له مخي به موږ په اوونۍ کې درې پروازه ولرو، قرارداد مو افق شرق ته ورکړی دی. خوستوالو ته ډاډ ورکوم، چې نور شرکتونه هم علاقمند شوي دي، چې خوست ته راشي».

د خوست والي عبدالجبار نعيمي دې ولايت ته د لومړۍ ملکي الوتنې په اړه وويل، چې د اوس له پاره به ټولې ملکي الوتنې د ناټو ځواکونو د پخوانۍ پوځي اډې صحراباغ يا سلارنو څخه کېږي.

هغه وويل، چې په دغو الوتنو سره به نه يوازي د ټولو مسافرو هغه ستونزې هواري شي، چې کابل ته يې د لاري په اوږدو کې لري، بلکي په اقتصادي لحاظ هم د پام وړ پرمختګ بلل کېږي:

«زموږ ټولو مسافرو، سوداګرو، د موسسو کارکوونکو او نورو ته ډېره ګټور ده. په ځانګړي ډول زموږ ولايت ته په اقتصادي لحاظ ډېره ګټوره ده.»

والي نعيمي دغه راز وويل، چې د يادي پوځي اډې د هوايي ډګر پر فعاله کېدو سربېره به د نوي ملکي هوايي ډګر د جوړېدو له پاره، چې د دې ولايت په لوېديځ کې ورباندي کار روان دی، هم خپلي هلي ځلي رواني وساتي.

خوست له کابل سره ۲۲۵ کيلومتره اوږده لار لري. په دغه لار کي کابل ته تلونکي مسافر د ټکسي موټر په وسيله کابو شپږ ساعته مزل کوي، دا ځکه، چې د خوست- ګردېز تر منځ لاره تقريباً ټوله خامه ده.