1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تریاکو ستر تولیدونکی؛ میانمار د افغانستان ځای ونیوی

۱۴۰۲ آذر ۲۱, سه‌شنبه

د نشه يي توکو پر وړاندې د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر اعلان کړی دی چې میانمار په نړۍ کې د تریاکو تر ټولو لوی تولیدوونکی هېواد او له افغانستان څخه مخکې شوی دی.

https://p.dw.com/p/4a3b1
افغانستان؛ کندهار ولایت د کوکنارو نیښ وهل
افغانستان؛ کندهار ولایت د کوکنارو نیښ وهلانځور: JAVED TANVEER/AFP/Getty Images

د نشه يي توکو پر وړاندې د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر اعلان کړی دی چې میانمار په نړۍ کې د تریاکو تر ټولو لوی تولیدوونکی هېواد او له افغانستان څخه مخکې شوی دی.

په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر نشه ېې توکو د بندیزونو لګولو په پایله کې د تریاکو تولید په دې هیواد کې را کم شوی دی.

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې د هغه راپور له مخې چې د سه شنبې په ورځ خپور شو، میانمار په روان کال کې په سویل ختیځه آسیا کې د اټکل له مخې ۱۰۸۰ ټنه د هیرونو خام مواد یعنی تریاک تولید کړي دي.

تېر کال په دغه هېواد کې د تریاکو تولید ۷۹۰ ټنه اټکل شوی وو.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په میانمار کې د کوکنارو اقتصادي ارزښت لوړ شوی دی چې د څه باندي ۱ او ۲،۴ ميلیارده ډالرو پوري رسیدلی. دا د میانمار د داخلي ناخالصه تولید۱،۷ تر ۴،۱ سلني پوري په ۲۰۲۲م کال کې برابره اندازه ده.

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د تریاکو په تولید کې کمښت اعلان کړ

د ویلو ده چې د میانمار، لاوس او تایلینډ ترمنځ سرحدي سیمه چې د "طلايي مثلث" په نوم یادیږي، له اوږدې مودې راهیسې د غیرقانوني مخدره توکو، په ځانګړې توګه د مت امفتامین او تریاکو د تولید او قاچاق مرکز بلل کیږي.

له هغه وروسته چې د ۲۰۲۲م کال په اپریل میاشت کې طالبانو د کوکنارو پر کښت بندیز ولګاوه، په افغانستان کې د تریاکو تولید په بې ساري ډول را کم شو.

د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې د معلوماتو پر بنسټپه افغانستان کې د تریاکو تولید تر ۹۵ سلنې را کم  شوی او یوازي ۳۳۰ ټنو ته رسېدلی.