1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

د ایران د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې: پزشکیان مخکې دی

۱۴۰۳ تیر ۹, شنبه

د ایران د ټاکنو د مرکزي دفتر ویاند د رایو د شمیرنې لومړنۍ رسمي پایلې اعلان کړې. مسعود پزشکیان تر ۸ میلیونه د ډیرو رایو په ترلاسه کولو سره تر ټولو مخکښ او سعید جلیلي دویم مقام ترلاسه کړی دی. د رایو شمیرنه لا روانه ده.

https://p.dw.com/p/4hewm
Iran | Präsidentenwahl
مسعود پزشکیان او سعید جلیلي تر پاتې دوو نوماندانو ډیرې رای ترلاسه کړي ديانځور: IRNA Agency

د ایران د جمهوري ریاست د څوارلسمې دورې انتخاباتو د ابتدایي پایلو د وروستیو شمیرو له مخې چې د دغه هیواد د ټاکنو د مرکزي دفتر ویاند له خوا اعلان شوي دي مسعود پزشکیان او سعید جلیلي تر پاتې دوو نوماندانو ډیرې رای ترلاسه کړي دي.

د ایران د ټاکنو مرکزي دفتر په وینا په مجموع کې ۱۹ میلیونه ۶۹ زره او ۷۱۳ صحیح او باطلې رای کارول شوي دي.

مسعود پزشکیان، سعید جلیلي، محمد باقر قالیباف او مصطفی پور محمدي د ایران د جمهوري ریاست له پاره څلور نوماندان ول.

د نوموړي ادارې په حواله مسعود پزشکیان د ۸ میلیونه ۳۰۲ زره او ۵۷۷ رایو په ترلاسه کولو سره په لومړي مقام کې ځای لري. تر یوه میلیونه د ډیرو رایو په تفاوت یعنې ۷ میلیونه ۱۸۹ زره او ۷۵۶ رایو په ترلاسه کولو سره سعید جلیلي په دویم مقام کې ځای نیولی دی.

محمد باقر قالیباف په دریم مقام کې، په داسې حال کې چې مصطفی پور محمدي بیا د تمې برخلاف ډیرې کمې رای ترلاسه کړي دي.

د رایو شمیرنه لا جریان لري او که هیڅ کوم کاندید د رایو اکثریت په ترلاسه کولو بریالی نه شي، نو ټاکنې به دویمې دورې ته وغځول شي.

د سپاه پاسداران پورې تړلو رسنیو رپوټ ورکړی دی چې د سیستان او بلوچستان په سویل جکیګور سیمه کې د ټاکنو دوه تنه مامورین هغه وخت ووژل شول چې وسله والو یې د رایو د صندقونو پر لیږدونکي موټر برید وکړ.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب