1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوکراین کولی شي پر آلماني وسلو روسيه کې اهداف په نخښه کړي

۱۴۰۳ خرداد ۱۱, جمعه

تر امریکا متحده ایالاتو وروسته، آلمان هم اوکراین ته اجازه ورکړه چې د دغه هېواد له استول شوو تسليحاتو د روسیې په خاوره کې د اهدافو په وېشتلو کې استفاده وکړي. روسیې په دې ارتباط د اوکراین غربي پلویانو ته خبرداری ورکړی.

https://p.dw.com/p/4gVR5
Deutschland Unterlüß | Produktionsstandort Rheinmetall
انځور: Fabian Bimmer/REUTERS

د آلمان د حکومت ویاند، شتيفن هېبشترایت، د جمعې په ورځ وویل چې دغه هېواد اوکراین ته اجازه ورکړې تر څو د آلمان له خوا ورکړل شوو تسلیحاتو څخه په روسيه کې د ځينو پوځي اهدافو پر ضد کار واخلي.

اوکراین په وروستیو اونیو کې خپل ملاتړکونکي تر فشار لاندې راوستي تر څو د دې اجازې ورکړي چې د استول شوو وسلو څخه ېې د روسيې په خاوره کې د روسي ځواکونو پر ضد استفاده وکړي.

د امریکا متحده ایالاتو په ګډون څو نورو هېوادونو په وروستیو کې ورته اقدام کړی او اوکراین ته ېې د خپلو چمتو کړل شوو تسلیحاتو څخه د استفادې اختیار ورکړې دی.

هيبشترایت وويل: «روسیې په وروستیو اونیو کې پر خارکیف باندې خپلې حملې په ځانګړې توګه د روسیې په سرحدي علاقو کې پلان، همغږې او تر سره کړې دي.»

هغه زیاته کړه چې په دې هکله اجماع موجوده ده چې اوکراين د نړېوالو قوانينو پر اساس حق لري چې د دغو حملو پر وړاندې له ځانه دفاع وکړي. هيبشترایت زیاته کړه: «دغه هېواد همدارنګه کولی شي د خپلو نړېوالو حقوقي مکلفیتونو مطابق زموږ له چمتو شوو تسلیحاتو څخه په همدې منظور کار واخلي.»

د نظري لحاظ د آلمان له خوا ورکړل شوي تسلیحاتي سیستمونو، له هغې جملې هویتزر زغروال ۲۰۰۰ او مارس۲ توغندي کولی شي روسيې سره په سرحدي علاقه کې د پوځي اهدافو پر ضد وکارول شي.

ډېرو غربي هېوادونو په ابتدا کې اوکراین ته د خپلو پوځي مرستو د استفادې له پاره شرایط وضع کړل چې د روسيې د پوځي یرغل په مقابل کې ېې د دغه هېواد عملي اقدامات محدودول. دغه شرایط روسیې سره د اختلافاتو د لاډېرېد او په دغه شخړه کې د اوکراین د متحدینو د مستقيمي ښکيلتیا د مخنيوي په خاطر په نظر کې نيول شوي ول.

خو اوکراین په وروستیو کې ادعا وکړه چې روسيه له دغو محدودیتونو څخه سرحد ته نژدې د خپلو ګڼو ځواکونو د حضور په نفع او د اوکراین پر ضد حملو کې استفاده کوي.

د امریکا حکومت د پنجشنبې په ماښام تائيد کړه چې اوکراین ته ېې په محدودو شرایطو کې د امریکايي تسلیحاتو د استفادې اجازه ورکړې چې د روسيې په خاوره کې اهداف پرې په نخښه کړي.

د اوکراین د غربي متحدینو په تصمیم کې دغه بدلون وروسته له هغې رامنځته شو چې متحده ایالاتو، فرانسې، بریتانیا او المان د می میاشتې په سر کې د اوکراین له خوا د غربي وسلو د استفادې په تړاو په لوړه سطحه بحثونه درلودل.

Mks/bs/rsh/af (dpa)

له آرشيف څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل